د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور د ورځې په وياړ

حفيظ مليار 09.05.2011 19:02

په وينو سرو مورې

د ملالو او د نازو مورې
زمونږه د تاج او د شملو مورې

تا امان خان او احمد خان روزلي
د ازادۍ او حماسو مورې

ستا په همت انسانان فخر کوي
د هندوکش او تاترو مورې

د ناهيدۍ شهيدې لور د قربان
ځان يي کړ رنګ په وينو سرو مورې

ستا بيخوبي به کوم نادان هيروي
يي په ر ښتيا د صفتو مورې

للو للو ځومره په مينه وايي
د نن سبا په اميدو مورې

په خندا ډکه خوله چې مينه کوې
خوږه له شاتو او خوږو مورې

ځان درنه هير وي د اولاد په فکر
پټ په زړګي د ارمانو مورې

نشې خفه خدای د ارمان پوره کړه
ډکه له صبر او حوسيلو مورې

ستا په دعا مونږ ته جنت نسيب شي
د برکت او عظمتو مورې

د پښو خاورې د منظور دی راته
حفيظ مليار ته په ليمو مورې