د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک او چا

ميرويس رشيد 09.05.2011 18:41

اې وروڼو خويندو غواړم زده کړم ګرامر
د ژبې زده کړه په دوستۍ کوي اثر
په پاړسي کې کلمه ده چې کي وايي
په پښتو کې دوې کلمې دي دا خبر
ځينې وخت څوک ځينې وخت به چا ويل شي
رازلازمي متعدي کې مختصر
تعدی خو ده و مونږه ته حرامه
صرف او نحو کې دې تعدی شي ښکاره تر
په يوې جملې کې چېرته کي فاعل وي
تاسو فعل زمان ته وګورئ بار له سر
د ماضي متعدي فعلو لپاره
په ځاي د څوک به دې چا وايي ژبه ګر
ترانزيتيف اينترانزيتيف فعلونه ډېر دي
صريح مفعول يې توپير کړي په لږ قدر