د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تنباکو مصرفول

ډاکټر محسن هوتک 25.04.2011 19:39

د تنباکو استعمال
په کال کې له پنځو ميليونو نه ډير وګړي د تنباکو د استعمال له وجې مري ( په اوسط ډول هرو شپږو دقيقو کې يو انسان مري).
دغه شميرنه د نړی په کچه تر سره شوې او په هرو لسو بالغو انسانانو کې يو له همدغې وجې مري. د تنباکو استعمال په ځانګړي ډول هغه کسان چې تنباکو د سکرټ په څير څکوي په نړی کې د سرطان يواځينی لوی عامل ګڼل کيږي چې په سرطاني مرګونو کې له څلورمې برخې ډير د مرګ سبب ګرځي، چې په دغه برخه کې د سږو، خولې، ستوني، پزې، سينوسونو، ځيګر، پانکراس، معدې، سرويکس، تيو (ثدې)، کولمو، پډوډو او مثانې د سرطان سبب ګرځي. تنباکو په خپل وار د قلبی - شرياني او د سږو د ناروغيو په پراختيا کې ډير اثر لري.

دا بايد په ډاګه شي چې د سګرټ څکول يواځې د سکرټ څکونکي لپاره زيانمن نه دي، ځکه د سګرټو دود په تړلي او يا بند محيط کې د هغو کسانو لپاره چې سګرټ نه څکي هم خطر لري او زيان رسوونکی عمل دی. په ۲۰۰۴ کال کې د سګرټو دود په هغو کسانو کې چې په خپله يې سګرټ نه څکول د ۶۰۰۰۰۰ نارسو (premature) مړينو سبب شوی، چې ۲۸ فيصده يې ماشومان ول.

پراخو مطالعاتو او څيړنو ښودلې چې د تنباکو د استعمال او يا څکولو پريښودل په ډيره پيمانه د سرطان خطرونه کموي او همدارنګه په لنډ مهالې او اوږد مهالې توګه هغه خطرونه چې روغتيا ته متوجه دي کموي.

UICC د هغو ناوړه فکتورونو د خپراوي او يا شيوع په کمولو کې چې له سرطاني مرګونو سره تړاو لري په کلکه ملاتړ کوي او د دې تعهد يې کړی چې د تنباکو د استعمال ( چې په هره طريقه وي) او د تنباکو د فابريکو په ضد ځينې اقدامات د روغتيا د نړيوال سازمان د تنباکو د کنترول د کنوانسيون له لارې به اغيزمنه توګه پلي کړي.


پاکه هوا تنفس کړی:

که غواړی له سرطانه ځان وساتی نو د تنباکو دودول، ځبيښل او د پوزې له لارې استعمالول پريږدی. کوښښ وکړی چې د سګرټو له ډير دود نه ځانونه وژغوری او په دې سره به ستاسې روغتيا ته متوجه خطرونه هم راکم شي.