د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اورګډووزارت

محمود نظری 12.04.2011 22:21

وزارت ترټولو د خاص اوعام محبوب کوڼ او ړوند لاسپوڅي وطن پلورونکي غلیار صیب ته ورکړ سو،هغه د سپينو کالو او سپينی ږیرې سره د وزارت پر څوکۍ چارزانو کښېناست
اود وزارت د اداري مرستیال چوکۍ يي محترم پلن جنرال د داړی لوی مشر غدود صیب ته اود فني مرستیال چوکۍ یې ډاکټر ډانګیي صیب ته چې په قاچاقبر ي کښې یې د مافیا دیپلوم درلود ورکړ سوه
د څلورو عمومي مدیرانو چوکې هر یو ډاکو خنجر دشپې د وسله والو غلو مشر، تورن اورګډصیب د سپينې ورځي د لارو او کورونو د غلو مشر. خړ پکول وال صیب دهیواد لوی اختلاص ګر او د کیسه برانو لوی مشر غارت ګر غارت ته ورکړ سول
د هغو د لاس لاندې مدیران د جعلي لوټونو د چاپولو پازوال چکه پاو . د دولتي د منقولو سامانو پلورنکی مبتکر دوکمار صیب، د غیر منقولو دولتي شتمنو د غلا موسس پساتي صیب ، د جعلی اسنادو نابغه پوڼ صیب، نامي بډي خور خړیمار صیب ،... باندې لکه حلوا وویشل سول.
مامورین يې ادبي غل پراخه دښته صیب ، دچکه چورو مشر پریشان صیب، د قسم خورو مشر شاپودین صیب ، د غوړه مالو استازی ښوې صیب، ، د بچه بازانو استاری محترم چرګ صیب ، د دلالو مشر خمار الدین خمار صیب ،شوخ بچه کابل صیب، خر داڼګايي صیب ، دودس صیب ، خړوس صیب، اورپکی صیب، محترم ترهګر ...
د بهزاد د سیمنا دتوربازار محترم تجربه کاره کمیشن کاران د بابا جمعه او قنبر علی پر ځای پيادهګان وټاکل سول
د امنیت اوتلاشي سپاهیان یې دملی بس فنر لاسو کیسه برانو مشران مقررسوه.
ددې ښه خبر په اوریدو زه په ډیره خوشحالي د یو کور د پلورو لپاره دې مبارک وزارت ته ورغلم
کله چې يې دروازې ته ورسیدم ما ته يې اشاره وکړه چې لومړی دیوې برقي دروازې تیر سم
زه چې په ځان غره وم دهغه په منډه تیر سوم خو دهغه ګروپونه راباندې سره سول او
دبژ بژ نارې یې سوې د هر خوا د توپکانو ګیټونه ووهل سول
په ځان شکي سوم چې زه هم
د دروازی څوکیدرا راته وویل : ټول خپل فلزي شیان په دې خیراتي کاسه کښې واچوه بیا تیر سه !
ما همداسي وکړه ، نو په سلامتي د دروازې تیر سوم، شکر مې ویسته ، چې چا ډزې راباندې ونه کړې .
د مامورینو شعبې خوا ته ورغلم ، د هغو د دوتر مخي ته ،یو نفر د یوې برقي سوټي سره ولاړ و هغه یې پرما تیر کړ، دا وار خو بیخي ډاډه وم ،نر غونډی ورتیر سوم ،هغه سوټي هم نارې کړې
ټول نور نوبت ته ولاړو خلکو په غټو غټو سترګو په شک راته کتله
سوټې والا راته وویل : خپل غیر فلزي شیان له جیبه وباسه په دې خیراتي کاسه کښې یې واچوه بیا تیر سه !
ما هم ټوله غیر فلزي شیان په هغه کاسه کښې واچوله او تیر سوم .
مدیر صیب زما په عریضه کښې ولیکل : قواله يې اصلي ده .
بیا د عمومي مدیر صاحب دوتر په لورې رهي سوم
د هغه د دوتر مخي ته یو برقي ترازو پروت وو
یوه راته وویل :بوټونه ، کرتی او واسکت دی وباسه په دې خیراتی سندوک کې يې واچوه بیا پر ترازو ودریږه !
کالی مې ژر ژر ویستله او پر ترازو ودریدم
هغو زما وزن په قواله کښې ولیکه او ویل یې : پورته د مرستیال صیب سلام ته ورسه !
د مرستیال صیب د وره مخی ته د ایکسری یو ماشین پروت وو
د هغه مسول راته وویل: ټول کالي دي وباسه ماته يې یودحمام لونګ او کړاوي راکړي
ما وپوښتل له څه لپاره ؟
هغه ویل :
چې وګورو کوم وسله دی په ګېدې کښې نه وي ؟!
هغه زما دایکسیری عکس را لاسلیک کړ او ویل يي ورسه اداری مرستیال ته هم سلام وکړه!
بیا په کړاوو اولونګ کې اداری مرستیال دوتر ته ورغلم
د هغه د دوتر مخ ته یو برقی چرخنده چوکۍ پرته وه زه يې په هغه کښينولم
او دومره يي وڅرخولم چې ټول شیان مې هیر سول.
بیا يي زما څخه وپوښتل :
کور دی په څو پلوری چې زه يي مالیات پر قواله وباسم
ماورته وویل: په پنځوس زره ډالره سړی ورته پيدا سوی دی
هغه زنګ ووهه او پیاده ته يې وویل : ورسه یو شانزده پای ته نارې کړه !
زه وارختا سوم دا څه وايي؟!
یو دریشی اغوستی نکتايي تړلی ځوان د حساب د ماشین سره راغلی
مرستیال هغه ته ویل : د پنځوس زړو ډالرو پنځوس په سلو کښې څو کیږي؟
هغه له ډیر ګوتو وهلو وروسته وویل : اوه دیرش زره !
ما ورته وویل : یا بابا پنځه ویښت زره کیږي!
مرستیال راته ویل : ته پوهیږی که شانزده پای !
ما په زاریو ورته وویل : صیب د کور د خرڅیدو د پيسو د هغه تکس ،مکس او چکس ډیر سو
شپږ زره د بهرنیو چارو وزارت د وکالت لیک په ټاپې واخیستی، لس زړه ډالره ښاروالی واخیستی، دا خو زه له کوره باقی سوم!
هغه په جدی ټوګه وویل : ښه ته قانون نه منی؟
ما له ویرې ورته ویل : ولي یې نه منم؟
مرستیال صیب راته وویل: د کور خریدار ته تیلفون وکړه چې
چې اوه دیرش زره ډالره زما په بانکي حساب کښې واچوي !
ما هم دکورخریدار ته تلیفون وکړ چې د مرستیال صیب سره خبری وکړ ي
بیا نو د اخیری لاسلیک لپاره ښاغلي وزیر صیب ته د حمام په لونګ او کړاو کې ورغلم
د وزیر صیب مخکې مې دوسیه کيښوده
هغه زما په لیدو مسکی سو
ما ورته په خندا وویل : صیب دا څومره سکیورتي ده ؟
هغه راته وویل :
دا ټوله ستا د د امنیت دپاره دی شکر چې د ټولو څخه سلامت راتیر سوې!
د قوالی په لیدو يي کرار را څخه وپوښتل : کور پلورې ؟
ما جدی ورته ویل: هو صیب ! اولادونه مي بهر لوی سول دلته نه راځي
هغه زما ایکسرې عکس په یوه هنداره کېښود او چراغونه يې لاندې ولګول
د لیدو او کتو وروسته يي راته وویل :
ستا دواړې ګردې سالمي دي.
ماپه خوشالی ورته وویل: د بهر هوا اوبه سمي دي صیب
هغه راته ویل : ستاسو په خدمت کښې زه در پدره سوم، خلک ما بې ګردې بولي ، تاسو د بهر خلک ښه ګردې لرئ نو امید چې ددې مسکین دولت سره مرسته وکړې اویوه خپله ګرده ما ته وبښې !
هغه ژر ژرسپنیه چپنه واغوستله او مول يې وتړی د عملیاتو شیان يې راواخیستله
اوراته يې وویل : کومه یو راکوې؟
ماورته ویل : زه به یو وار تشناب ته ولاړ سم
د تشتاب د لاری می کړاوی د بغل لاندې ونیولې او د وتلو لارې خوا په ځغاستي سوم
سپاهیانو ولیدلم او ډزی یې راباندې پيل کړې
مرمۍ مې ډز ډز د یو بغل اوبل بغل تیریدې
یو مرمۍ مې په شا ولګیدله او درب سو له چپرکټه لاندې ولویدم او له خوبه راکښیناستم
چې سترګې مې خلاصي کړې میرمني مي راته ویل : څه خبره ده ؟
زه چې په خولو کښې لوند خیښت وم ، خوله مې وچه وچه کیده ،په خپل بدن می لاس تیروی
په سړه سینه مي ځواب ورکړ:
د کور پلورلو لپاره افغانستان ته تللی وم
هغې په خوشالي راڅخه وپوښتل : ښه کور دی خرڅ کړ
ما ورته وویل : هو دونه اسانه ده
او په غوم غوم مې زیاته کړه تګ ګرده غواړي!