د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو لپاره

زړه سواند شينوارى 08.04.2011 01:14

چې نه غلام او نه قاتل وي خدايه
مونږ ته رهبر داسې افغان راوله
ربه د وخت دې فرعـونانو پسې
يو د موسى غوندې انسان راوله

زما د زړه ناسور زخمونه لاهماغسي دي
ترينه را تاو بلا غمونه لاهـــما غسي دي

له مجبورۍ نه بلوو دخپلو د اوښکو ډېوې
تياره زمونږه ماښامونه لا هـــماغسي دي

ګونګه چوپتياده دکوترو غومـبر نشته پکې
وران مو دوران کلي بامونه لاهماغسي دي

هر مازيګر يې زما اوښکې ښکلوي جانانه
کوڅې دي شاړې ستاګامونه لاهماغسي دي

ملالۍ نشته چې يې وګنډي د زلفو په تار
غوڅ د وطن مو اندامونه لاهماغسي دي

کنډر، کنډرمو بر جورې ګلانې شولې
راپر يو تلي پرې بمونه لاهماغسي دي

زمونږ شهيد، شهيد وطن کې دجګړو دلاسه
اوښکې او وينې، ماتمونه لاهماغسي دي

زمونږ واکمن دبل غلام په سترګو ړوندشي ګوره
زمونږ هېواد کې تور تمونه لاهــــــماغسي دي

خدايه ته را ولې موسى دې فرعونانوپسې
په مـظـلو مانو ستمـونه لاهــماغسي دي

نشته ميروس چې ترينه جوړکړي دغايانو لښکر
دابې رهبره مـــوفامـــــونه لاهـــماغسي دي

وطنه ستا ښاپېرۍ پيغلې له تا لاړې چرته
په وينو سره يې قدمونه لا هماغسي دي

مالي يې نشته په ګلانو دبدرنګو اغزو
ربه بدرنګ ترخه ظلمونه لاهماغسي دي

په يو ټغر سره راټول شول د ملت قاتلان
خوبوږنوو نکي موسمونه لاهماغسي دي

چاچې خوړلي په کعبه کې او عمل پرې نه کړي
په ياديې مـونږ ته قسمونه لاهـــــــماغسي دي

پرې هضموي د وطن غوښې دبې ننګو مخکې
د سرو شرابو ډګ جامونه لاهـــــــماغسي دي

زمونږ د لوړو غرو مرغان زړه سوانده نيسي پکې
( تور ) غوړ ولي تور دامــــــونه لاهماغسي دي