د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو سر نه خلاصوي !

محمود نظری 04.04.2011 19:06

ولي موږ بمباردوئ؟
په دې مشرانو غواړئ ګل باران مو کړو !
تاسو ولي راغي یاست دلته تروریست نسته !
ولي موږ نه یو ؟!
***
له مشره نه پوهیږم تا مشر دی که بالا مشر سره د طنز د خبریال مرکه :
- وايي ستا مرستیال ښه سړی نه دی؟
- نو بده ښځه ده !
- یا زما موخه ده هغه مخ نه لري ؟
- نوشا ونه لري !
- زما مقصد دا دی هغه نورو سره اړیکې لري .
- نو د خپلو سره اړیکې ولري !
- زما موخه دا ده :هغه د نورو د لاس اله ده.
- نو زما د پښو اله سي!
خیر په هر حال زما یوه بله پوښتنه دا ده :
مشره ! ولي په لیوانو رمې ساتې؟
- نو په پسه لیوان وساتم !

- - وايي تا په مصلحت هیوادکباب کړئ !
- نو اووم يې وخورم!
- په دې مصلحتی وزیرانو هیواد نه آبادیږي؟
- نو په دغو در غلو وکیلانو آبادیږي!
- سفیران دی ایرانیان دی!
- نو افغانان وي!
-کارمندان دی نوروته سجده کوي!
- نو ماته یې وکړې!
- وايي ټوله کارمندان مو بډې خور ي !
- نو خټې وخوري !
- وايي وزیران دی مسلکي نه دي ؟
- نو زه مسکی یم!
- پوهان وايي : په تعمیرونو او سړکونو وطن نه جوړیږي؟
- جیبونه خو په ډکیږي!
- دا جانیان ولي نه لیري کوې؟
-اې شوده چې ولس ما لیر ي کړي!
- وايي :تاسو په ارګ کې لکه د هندوانو بت غوندی یاست !
- نو د مسلمانانو مسله سم!
- تاسو ولي سر نه خلاصوئ؟
-چې سر نه خلاصوم نوپښې خلاصوم!
- مننه
-مننه