د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

پوهنمل محمود نظري 02.04.2011 00:18

دطنز ویل هغه هم سیاسي طنز ویل خوراګران کار دی ځکه د چارواکو د برید او غچ لامل ګرځي. دا چې سیاسی طنزونه د ژورنالیستکي طنز لاندې راځي نو عمر یې ډیر لږ وي ځکه د هغې پېښې یا سړي چې نیوکه پرې کیږی د هغه په له منځه تلو سره د هغه طنز عمر هم پای ته رسیږي او د زمان په تیریدو سره هغه هیریږي مګر رشاد بابا دا طنزونه په داسی هنری ډول انځور کړي چې هغه نه یوازې دا چې ژر له مینځه نه ځې بلکې ورځ په ورځ يې خوند لا زیاتیږي
هغه د خدای ( ج) غواړی چې قلم يي د ابراهیم (ع) تبر سی چې دا سیاسی بتان مات کړی او خوار ولس يې له شره وساتي.
جهل چی ډیر سی.قدرت چي زیادسی
بنده نمرود سی، خدای یې منات سی
قلم مي تبر، دابراهیم کړه
چي د بتانو ،مغزي په مات سی
دبت نوم دی پردی ګوډاکیو ته ډیر مناسب طنزی نوم دی چې په ویلو د ابراهیم (ع) د بتانو ماتولو قرانی کیسې ته اشاره ده یانی ځینې مشران لکه هم هغه بتان ولاړ دی او چارې نور پر مخه بیايي.
هغه په دې امید دی ، چې ګوندي وطن جوړ سي، خبر نه وو چې د یوې بلا د پاسه بله بلا ده او یوم البدتر دی
سره دموکراتیکان ولاړه تور اسلامیان راغله .
رشاد صاحب بیا هم چوپه خوله نه کښیني او د هغو داړی او شوکې د قدرت لپاره د ولس وژل په سترګو وینې چې دا بلا بیا بیله پیسو او واک څخه بل هیڅ شی ته ارزښت نه ورکوي . رشاد صاحب وايي :
که پخوا وژولو روس او روس پالانو
اوس مو ناست دی مجاهد وروڼه مرګو ته
د اولس د خلکو خون دی د چوغکی
دسړیو وژل لوبې دی هغو ته
دوی لپاره د د چورونو، چپاوونو
اچولي توپکونه دي اوږو ته
د هفتو نهر لېوان دي نور څه نه دی
دا دین ټېکه داران پردو مالوته
رهبران شیندي سکروټي پر باروتو
اخوندان پاشی پټرول د اور لمبو ته
پروا نه لری که قام که ملک تپېږی
خو ورلویږی دي روپۍ ددوی جیبو ته
د هغه دا طنزونه زموږ د ولس ژوندی تاریخ جوړوي هغوی چې ځانانو یې د دین ټیکه داران بلل د عالمه ماسوا کانې يې پر خوار ولس وکړې
چا ویل سادیو په موږ کښي غله نسته
بل واړه وېښ یو، دلته بیده نسته
خندا پرې راغله چي لږې سترګي وکړي
ویل ټول بدیو، په موږ کښي ښه نسته
دا بلا لا تیره نه وه د هغه بدتره بلا شوبلو او الوتکو او بمونو سره دسپینې دیموکراسی په نامه راغله او مخامخ د کالو سره د دنیا په سترګو ننوتله
هغوی د نصرانیانو او یهودو په امر د مسلمانانو وژولوته د تروریزم په نامه او پلمه راغي
رشادصاحب د هغوی دا تروریزم په خورا ښه طنز سره بیانوي
تروريزم د اســــــــــــــــــــــــــــــــــلام په ضد پلمه ده
دا پلمه د صليبي جنګ پيــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامه ده
دا ټکي ده، دا برګي ده، دا نــــــــــــــــــــيرنګ دي
په وينا د مستر بوش صــــــــــــــــــــــــليبي جنګ دي
د سپين برج اهريمــــــــــــــــنان د شر خدايي کا
د يزدان د پيروانو سر کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوبي کا
ايل شارون دي مقــــــــــــــــتدي جارج بوش امام
غواړي ونغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاړي کمبله د اسلام
توني بلير ددغه چرچ سياڼه کشـــــــــــــــــيش دي
د يهودو دترسا د ګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتوويش دي
سيناګوګ او کلــــــــــــــــــيسا دي لاس يو کړي
خداى ومه کا مســـــــــــــــــــــــــــــــــــــجد به کاږي زړى
نيت لري کښيږدي کعــــــــــــــــــــبي ته اټوم بم
ګړوبوي زموږ د مکي ښار چــــــــــــــــــــــــــــــــم په چم
مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو
ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو
دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده
دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده
د ا دبشر د حقوقو په نامه دبشر ریښې ایستل دي؛ ددوستي په نامه خپله دښمني پوره کول دي
او ددیموکراسی په نامه د اسلام د ورکولو لپاره د نصرانیانو او یهودانو د پلانونو عملي کول دی.