د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خيال

حکمت الله کليوال 13.03.2011 20:49

نــور به خوب ونکړم تاجمحل غـــــوندي ځایونو کي
نشـــــته رڼا نشته په دي ښـــــــــکلو محلـــــــــونو کي
زه خو یم مین د خــپل خړکلي په کـــــــوڅــــــو باندي
هــــــیر به ي زه نـــکړم دجـــــنت ښـــکلو باغونو کي
زه خــو یم افــــــغان افغانســـــــــــــتان زما ټاټوبۍ دۍ
نـــور به ژوند ونکړم د دونیا نورو ملـــــــــکونو کي
لـــــــنډ به سي رقیبه ستا لاسونه لدي خــــــــاوري نه
نور به جـــــــــــنګ ونکړي افغانان خپلو کورونو کي
بسکه (کلـــــــــیواله) ســـــتا د خیال پلوشي ډیری دي
خداي (ج) د سوله راوړي د افغان بچو په زړونو کي