د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنۍ او رسنيز مسؤوليت!!

يوسف فهيم 08.03.2011 22:54

رسنۍ چې د يوه هېواد څلورم ځواک گڼل کېږي، دا واک او ځواک لري چې له ملي گټو اغېزمنه دفاع وکړي او ملتونو ته د بريا رښتينه لاره په گوته کړي.
که زموږ ژبې له غوښو جوړې دي ، خو ديوه هېواد او ملت ژبه رسنۍ کېدلاى شي چې همدا ژبه )رسنۍ(يوه هېواد او ملت ته هم بلا او هم کلا جوړېدلاى شي . د ا ژبه )رسنۍ( دملتونو غوښتنې، دملتونو کړنې او موخې منعکسوي او د نړۍدنورو ملتونو او هېوادونو ترغوږويې رسوي.
که يو ملت او هېواد خپله ژبه)رسنۍ( ونه لري هېڅوک يې پرتنده، ولږه، لاعلمۍ، انساني موخو او غوښتنو نه خبرېږي او د تندې، ولږې او لاعلمۍ په مرگانيو لومو کې ښکېل پاتې کېږي چې په همدې لامل رسنۍ د ملتونو او هېوادونو په ژوند، اړيکو او پرمختگ کې خورا ارزښتمن او حياتي رول لري.
وايي چې يوه شپه په يوې خونه کې يوه سپين سرې مېرمن ناروغه پرته وه، او د پورته کېدو او خبرو له ځواکه لوېدلې وه، ترڅنگ يې بله مومباتۍ )شمعه( راپرېوته اوله لامله يې پرناروغې سپين سرې پرتې بړستنې اور واخېست. اور ورو، ورو ناروغه په خپلو لمبو کې راونغاړله او له لامله يې په چوپه خوله په حق ورسېده، دخونې په بل گوټ کې يو ماشوم په زانگو کې ويده و، د اور لمبو چې کرار، کرار د ماشوم ترزانگو ځان ورساوه، ماشوم د اور له تاوه کريغې کړې، د ماشوم مور چې په پخلنځي کې په پخلي بوخته وه د خپل ماشوم د کريغې په اورېدو يې په بيړه د خونې په لور را وځغاستل چې گوري د اور سوځوونکې لمبې دماشوم تر زانگو را گرځېدلي او نژدې دى چې څو شېبې وروسته ماشوم هم لکه سپين سرې د مرگ کومي ته ټېل وهي، خو مور په وخت رارسېدلې وه او ماشوم له مرگه وژغورل شو.
اوس ويلاى شو چې ماشوم خپلې مور نه، په حقيقت کې خپلې ژبې او خپلې کريغې له مرگه وژغوره؛ داځکه چې څو شېبې مخکې همدغه اور د ماشوم رنځوره نيا چې ژبه او د کريغې ځواک يې له لاسه ورکړى و و ژلې وه .
دې کيسې ته په پام سره، رسنۍ چې د ملت ژبه بلل کېږي، ملي مسؤوليت لري چې د يوه ملت دردونه، ستونزې، غوښتنې او غږ، له ستونزو نه د وتليو ملتونو او هېوادونو ترغوږو ورسوي او له دې لارې د خپل هېواد او خلکو د ژغورون رښتينې لارې او منزل په گوته کړي.
رسنۍ رسالت لري چې له پرونيو ترخو راته ووايي؛ د ترخو په تکرار مو ووېروي؛ په سبانيو خوږو هيلو مو ونازوي او خوږې هيلې راکړي؛ ځواک راکړي، ځواک مو وانخلي؛ وروري راکړي، له ورورۍ مو خلاص نه کړي؛ د پرمختگ پرلارو مو وخوځوي، او د پرمختگ لارې مو ډپ نه کړي؛ د سالمو سياليو لار راته پرانېزي، د ناسالمې سيالۍ په گړنگونو مو ورسم نه کړي؛ امن راکړي، د ناامنۍ په لور مو بونه ځي؛ مينې راکړي؛ مېنې راکړي او له مينو او مېنو مو خلاص نه کړي.
رسنۍ بايد په دې پوه شي چې هېواد مو نن په کوم ډول وضعيت کې قرار لري او د نن وضعيت لپاره نن څه کول په کاردي!
دا څه کول به داوي چې رسنۍ موخه ولري اودا موخه دننينو واقعيتونوپر اساس نه، بلکې د خپلو ملي گټو پر اساس خبرې او خپرونې ولري.
دا به يو واقعيت وي چې يو چا د پاچا په شتون کې د بل چا د اوبو کنډولى مات کړى وي، خو د همدې خبر په ځاى ددې خبر خپراوى به، يوه سپېڅلې موخه وي چې يو چا بل چاته د تندې پر وخت له اوبو ډک جام په مخکې ايښى وي او هغه يې له مرگه ژغورلى وى.
دا به يو واقعيت وي چې په ښوونځي کې له ماشومه وپوښتل شي چې مجاهدينو، دومره غليمان يرغمل ونيول، له هغو يې دومره ووژل، اوس څوتنه پاتې شول؟
خو دا به يوه سپېڅلې موخه وي چې زرياب يو زړه سواندى هلک او ديوه شتمن سړي زوى دى، يوه ورځ يې له خپله پلاره د خپلو بېوزلو ټولگيوالو د مرستې په موخه پيسې واخېستې او په هغو يې سپينې کتابچې واخېستې، بيايې په ټولگي کې په خپلو بېوزلو ټولگيوالو ووېشلې، له وېشه وروسته اوس له زرياب سره څومره سپينې کتابچې پاتې دي؟
په ياد واقعيت او ښوونيز نصاب کې موپه رياضي د پوهاوي ترڅنگ يوه معصوم ماشوم ته د بل انسان د يرغملولو او وژلو خطرناک احساس او زړه هم ورکړى، چې اوږد مهالې خطر ناکې ټولنيزې پايلې له ځانه سره لري، خو په موخه کې مويوه شتمن معصوم ماشوم ته د رياضي د پو هاوي تر څنگ په ماشومتوب کې د خپلو بېوزلو ټولگيوالو پروړاندې د مرستې او لاسنيوي د مسؤوليت احساس ورکړى چې له کرکو د يوې خلاصې او په ورور گلويزو بنسټونوولاړې ټولنې د جوړولو مطلوبې پايلې له ځانه سره لري او د هم ثواب او هم خرما مصداق گرځېدلي يو.
زه د رسنيو له لارې د ننينو هغو واقعيتونو له خپراوي چې سپېڅلې موخې پرې له لاسه ورکوو، د موخو خپراوي ته ترجېح ورکوم، خو په خواشينۍ سره چې د رسنيو له لارې د معصومو ماشومانو له خولې د مرثيو او نعتيه کلامونو په شکل اورو چې په وينو کې لممبېدلي واى، ټوټه ټوه شوي واى او په دې ډول ماشومانوته له اسلام سره د مينې پوهاوى د وينو په تويېدو کې ورکوو.
خو که د همدې شعر له جوړوونکي وپوښتل شي چې له اسلام سره مينه يوازې د خپلو وينو په تويېدو کې نغښتې ده!؟ د بعثت په )٢٣( کلونو کې په ټولو غزواتو کې له)١٠٥٠(تنو څخه د زياتو کسانو دله منځه تلو سند پيدا کېدلاى شي!؟ د يوې ښځې له رجم )سنگسار(څخه د نورو ښځو د رجم ثبوت موندلاى شو!؟ او د يوه تن له لاس پرېکېدو د دويم تن لاس پرېکېدل ښودلاى شو!؟
زموږ لويه ټولنيزه بد بختي داده چې اسلام راته هره ورځ د وينو د تويېدو دين ښووول کېږي او ځوانان خو لا څه چې معصومو ماشومانو ته له اسلام سره مينه د وينو په تويېدو کې ښيو او په دې کار کې دومره افراط کوو چې ابله ورځ د يوې انځوريزې رسنۍ له لارې د يوه ملا خبرې خپرېدې چې د عبدالمطلب په لاس د زمزم د څا د ترميم په اړه يې ناستو خلکو ته، چې هغوى لکه رڼاگۍ مرغۍد ده په مخکې ناست او د ده مخته يې رڼې رڼې کتلې او ده ، د علميت له سپېڅلي منبره د هغوى په شعور ملنډې وهلې او ويلې يې چې کله بې زويه عبدالمطلب ته د څا په اړه د خلکو له خوا د مخنيوي ستونزه پيدا شوه نو عبدالمطلب وويلې چې اى خدايه!! که ماته زامن راکړې يو به يې ستا لپاره حلال کړم او چې الله بيا)١٠( زامن ورکړل نو يو يې راونيوه او حلالوه يې خو نورو ورونو خپل پلار د خپل ورور له حلالولو منع کاوه او په دې منع کېدو کې يې يوزوى په چاړه وواهه چې لېرې شه له مخې مې! چې دزوى پر تندي يې ترمرگه دپلار دچړې داغ پاتې و. او د همدې زوى په ديت کې يې چې نورو ورونو د پلار له حلالېدو ژغورلاى و، پلار بيا )٩٠٠( اوښان حلال کړل او دا کيسه يې داسې کوله لکه ده چې ورته يونيم زر کاله مخکې يو يو اوښ له پښو تړلى وي او هغه د ده په مخکې)٩٠٠( اوښان حلال کړي وي. تاسې دا صحنه د يوه انسان بيا مسلمان په حيث په خپل ذهن کې مجسم کړئ چې له انساني او پلرني فطرت سره څومره اړخ لگوي !؟ کېداى شي په دې کيسه کې رښتينتوب د کميت له پلوه په اوړوکې د مالگې برابر وي. اوس سړى نه پوهېږي چې نوموړي دا ديت د چا په قتل کې چاته ورکاوه !؟ دا اوښان به په څومره وخت کې حلال شوي وي، څومره چړې به کارول شوې وي، د اوښانو غوښې به په څومره وخت کې پر څومره خوارو وېشل شوې وي !؟ او که )٩٠٠(حلال کړي اوښان يې د بېوزلۍ په زمانه کې د مرغانو او لېوانو خوراک گرځولي دي!؟ ده به نور څومره اوښان درلودل!؟ او په ټوله سيمه کې به څومره اوښان موجود وو!؟ خو دا يې سپينه نه کړه. زه چې اوس دا د ٩٠٠ اوښانو قصابي ، داوښانو وينې او د غوښو ډېرۍ په ذهن کې مجسموم غوني مې زيږه شي.
که د الله)ج( له کوره د اسلام په اړه څوک راته دا ډول کيسې اوروي، په اسلام او مسلمان خو دې الله)ج( ورحمېږي! داډول بې سنده کيسې ښاغلي حکمتيار د آدم )ع( او حوا بې بې له جنت نه د راوتو د موضوع په اړه د قرآني آيتونوپه رڼا او تفسير کې اسرائيلي روايتونه گڼلي او د اسلام له روح سره يې په ټکر کې بللي دي.
ځکه دا ډول روايتونه د انسان له فطرت سره، د وخت له اقتصادي قوت سره، او د علميت له بنسټونو سره ټينگ ټکر لري!
موږ په دې ډول کيسو او مينه له اسلامه يو مظلوم دين جوړ کړى، خو دا اسلام نه، بلکې نور دينونه وو او دي چي پيروانو يې د سلگونو زرو انسانانو وينې تويې کړي او لا تويوي يې.
کله چې د رسنيو له لارې له اسلام سره په مينه کې ماشومان ووايي چې په وينو کې لمبېدلي واى او ټوټه ټوټه شوي واى، په دې توگه دا رسنۍ زموږ هېواد ته د کرار د راوستو په لارکې رښتينې ثابتېدلاى شي!؟ او همدا ډول مينه د اسلام رښتينى او سپېڅلى مخ را ښودلاى شي!؟ او د داډول شعرونو جوړوونکي د اسلام په اړه يوه ذره پوهه لرلاى شي!؟ ولې په اسلام کې د وينو له تويېدو پرته ځانته پر دنيا د مجازي او په آخرت کې د حقيقي جنت د جوړولوبله لار نه لرو!؟ ولې په ښوونه او روزنه، په يووالي، په ځواکمنتيا او پر يوبل د زړه سوي له لارې له اسلام سره مينه نه کوو!؟ او په هغو اسلامي هېوادو کې چې ولسونه يې يو بل نه وژني، هلته اسلام نشته!؟
له يوې خوا غواړو چې کرار هېواد دې ولرو او له بلې خوا د شعرونواو اسرائيلي روايتونو له لارې د يوبل دوينو تويېدل تبليغوو او په دې ترتيب په افغانستان کې د ورانيو او لا وينو تويېدو او ورور وژنې د دوام لار اواروو.
په سعودي عربستان کې د دې اجازه نشته چې څوک دې په جوماتونو، ديني موعظو او رسنيو کې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له سيرته پرته، هغه کيسې چې مسلمانان نورو خپلې دفاع ته اړ کړي او سره په وينو لمبېدلي خلکوته واوروي، دا ځکه چې اسلام د سلامتيا دين دى او په انساني سلامتيا او کرار باور لري.
زموږ رسنۍ دې په دې پوه شي چې نننى افغانستان له پروني افغانستان سره او هم نننى نظام له پرونيو ظاهرشاهي او داوود ي نظامونو سره بشپړ توپير لري. همدې توپير ته په پام سره د رسنيو پرونى او نننى رسنيز رسالت هم سره څرگندتو پير لري.
په پرونيو نظامونو کې د نظام پرخلاف وسله وال مخالفتونه نه وو، رسنيو کولاى شول چې ټولنيزې ناخوالې او نيمگړتياوې واکمنوته په گوته کړي او د له منځه وړو په لار کې يې واکمن نظام تر فشار لاندې راولي، خو نن چې نظام او هېواد له يوه وسله وال مخالفت سره لاس و گرېوان دى، کرار مو له هېواده کډه کړې او په حقيقت کې د پردې ترشا د بېرحمه غليم له يوې نا اعلان شوې جگړې سره مخ يو، رسنيو ته ښايي چې دهمدې وضعيت پر اساس، خپرونې ولري او هغه څه چې جگړه ځواکمنوي؛ د جگړې د دوام لپاره د وسله والو مخالفينو دريځ پياوړى کوي؛ د افغان په لاس د افغان مرگ په حقه ثابتوي او د هېواد په گوټ گوټ کې غميزې لا رازېږوي له خپراوي لاس واخلي.
افغاني رسنۍ دې په دې پوه شي چې د نړۍ د زورورو خبري آژانسونه او رسنۍ د افغانانو له غمه په افغانستان کې د فساد او ناخوالو د شتون له لامله خبرونه نه ورکوي او نه خپروي، بلکې خپلې موخې لري.
په خواشينۍ سره چې زموږ رسنۍ هره ورځ د همدغو خبري آژانسونو او رسنيو په حواله راته وايي چې په ښځو او ماشومانو جنسي تېري کېږي، د ودونو په مراسمو کې شراب څښل کېږي او په بازارونو کې ښځې بې حجابه گرځي ...او په دې ډول ډېرى رسنۍ د هغوى د موخو د خپراوي په لار کې د يوه لوډسپېکر رول ترسره کوي.
خو دېته يې پام نه دى چې دا دهغوهېوادونو د خبري آژانسونو او رسنيو له غرضونو ډک خبرونه او سروې گانې دي چې هلته شراب، جنسي تېري د ژوند معمول او د دين جز گرځېدلي او ښځې له يوه نېکر ه، بل څه پر تن نه لري.
دوى د همدې ډول خبرونو د خپراوي له لارې غواړي چې زموږ په هېواد کې وسله وال مخالفتونه دوام ومومي او دوسله وال مخالفت د تغذيې او تمويل په موخه ټولنيز او ذهني چاپېريال وساتي.
راځئ نور خپلو موخو ته کار وکړو او د نورو د شومو موخو له پوره کېدو لاس واخلو، د کرکو پرضد خپل حديث، خپل آيت، خپل تفسير، خپل قلم، خپل شعر، خپله ليکنه، خپله خبره، خپله ورځپاڼه، خپله اوونيزه، خپله راډيواو تلوېزيون وکاروو.
محدثه! مفسره! مفتي صاحب! ملا صاحب! او مولوي صاحب!!
تاسې چې د ټولنيز قيادت صلاحيت لرئ د رسنيو له لارې بايد په خپل حديث، خپل تفسير او خپلې فتوا د ناخوالو نوغى وباسئ نه چې نورې ټولنيزې ناخوالې او کرکې را وټوکوئ!!
ليکواله! شاعره! او سياست پوه صاحب!!
که غواړئ چې هېواد او ښه هويت ولرئ، دخپلو خولو او خبروخيال وساتئ چې ستاسې د ډېرو په خبروکې دخداى بلا، ورږې، سپږې ، شگې شته چې پرهمدغو مو د هېواد له دردمن وجوده د درملنې او کرار د راگرځېدو چانس اخېستى دى.