د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتم د مارچ د ښځو نړیواله ورځ

هلمند شېرزاد 08.03.2011 14:11

اتم د مارچ په نړۍ کې د ښځو د ورځ په نامه نومول شوی. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ښځي د خپلو حقونو لپاره مظاهرې، غونډې او مشاعرې وکړي. چاته به مبارکۍ او چا ته به خپل حقوق ورکړل شي. مګر زمونږ په خوار وطن کې به ښځې د ویرې چیرې سر پناه غواړي او یا به چیري په کوڅو او سرکونو کې د یو کپ ډوډئ لپاره خیر ټولوي . حق غوښتنه خو با تعليمه ښځې له حکومت او ټولني نه کولی شي، زمونږ ولس کی خو د لسوسلنو په شاوخوا ښځې لیک لوست کولی شي، هغه هم د کلتور او رواجونو په جرړو کې بندی دي.


خـــــــورې تاته مـــــــورې تاته مــــــلامت يم
ستا عــــــزت او ستا حيا ته مــــــــلامت يم

هغه نـــــه يم چې به تا له خــــــدایه غوښتم
زه دې هیلو او وینا تــــــــــــه مــــــلامت يم

خورې ستا مې ټول د ناز څلي وران کړي
ستا غـــــــرور او ستا دوعا ته ملامت يم

د نړۍ یو بی احساسه ورور او پـــــــلار يم
ستا پــــــرون ، نــــــن او سبا ته ملامت يم

نن به ډيري ښځې پاڅي حــــق به غــــــواړي
زه ستا صبر او چــــــوپتیا ته مــــــلامت يم

زه خـــودخواه يم د قــــدرت مستۍ اخستې
د خپل خــــــوار ولس هـــــــر چاته ملامت يم