د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر همايون کامران چې ما پېژانده

ډاکټر سیدنصیراحمد 06.03.2011 21:23

له دغه زړه بوږنونکي خبر سره هک پک پاتې شوم، نو خپل دوست ته مې وويل، چې ډاکتر صيب خو ليه ۶۰ کلن شوی هم نه ؤ، نو څه به پېښ شوي وي؟ ډېر وخته يې له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې! خدای دې پرې ورحمېږي او د فردوس جنتونه دې يې ورپه برخه کړي! ډاکتر صيب خو ډېر خوشخلقه، د ځانګړې پوهې شخصيت ؤ او افغانانو ته يې په افغانستان کې او په مهاجرت کې ډېرې مرستې کړې وې، خدای دې يې هجرونه ورکړي!
وروسته له دغو خبرو مې د ډاکتر صيب له مېرمنې آغلې دکتورس ګلاندامې سره اړيکې ټينګې کړې او د مرحوم ډاکتر همايون کامران د مړينې په اړه مې مالومات تر لاسه کړل، خپل تسليت مې ورته څرګند کړ او له څښتن تعالی نه مې ورته د جميل صبر غوښتنه وکړه! او د همکاري وړانديز مې ورته وکړ، خو پروګرام داسې سنجول شوی ؤ، چې د جنازې لمونځ به د چهارشنبې په ورځ په اوتريخت ښار کې تر سره شي او مييت به يې د جمعې په ورځ افغانستان ته انتقال شي او په پلرنۍ هديره کې به خاورو ته وسپارل شي.
دا دي د ډاکتر همايون کامران د مړينې څومه ورځ ده، خو دوستان يې په اړه يو او بل ته تليفونونه کوي او خپله خواشيني د دغه شخصيت د بې وخته مړينې په اړه څرګندوي او د تېرې چهارشنبې په ورځ يې په جنازه کې په سلهاوو تنو ګډون کړی ؤ او د جنازې لمونځ د اوفرفيخت په سيمه د مراکويانو په جومات کې تر سره شو، چې يو شمېر افغانانو له انګلستانه، جرمني ، بلجيم او يو شمېر نورو اروپايي ملکونو څخه تشريف راوړی ؤ او د جنازې په لمانځه کې يې ګډون وکړ، خو نن سبا ډېر افغانان د وير په ټغر ناست دي او له لویه خدایه مرحوم ډاکتر همايون کامران ته د فردوس جنتونو دعاوې کوي.
له مرحوم ډاکتر صيب همايون کامران سره زما دوستي ډېرې ژورې ريښي لرې. ما د لومړي ځل لپاره ډاکتر صيب همايون کامران د جوزجان ولايت د شبرغان په ښار کې زموږ په کور کې وليد، کله چې ډاکتر صيب نوی د شبرغان ښار د عامې روغتيا د آمريت د سرپرست او د داخله ناروغيو د ډاکتر په توګه ګومارل شوی ؤ.
وروسته له يو څه مودې د ډاکتر صيب مور، مېرمن او کشر ورور ښاغلی نجيب کامران، چې اوسمهال د کابل ښار د پوهنې ريَيس دی، د شبرغان ښار ته راکډه شول، نو د ډاکتر صيب کورنۍ به تل زموږ کورته راتلله او زموږ د کورنيو ډېرې نيژدې اړيکې وې. د ډاکتر صيب پلار مرحوم (احمد جان کامران) زما د پلار ډېر ښه ملګری ؤ او ډاکتر صيب همايون کامران ته هم زما پلار د کشر ورور په سترګه کتل.
له تصادف سره سم د ډاکتر صيب کشری ورور ښاغلی نجيب کامران زما همټولګی شو، چې په ټولګي کي زموږ دويم نومره ؤ، خورا هوښيار او ځيرک ماشوم ؤ، نو د کورني اړيکو پر بنسټ زما او ښاغلي نجيب کامران اړيکې هم ټينګې شوې، خو ژوند داسې راغی، چې وروسته له يوې لنډې مودې ډاکتر صيب همايون کامران بل ځای ته تبديل شو او کورنۍ يې هم له شبرغانه کډه وکړه او زما اړيکې له ښاغلي نجيب کامران سره وشړېدلې او افغانستان هم جنګونو پر سر واخيست.
ژوند له تخنيکي پرمختګ سره غبرګ پر مخ ځي، نو څو ورځې مخکې مې د افغانستان په ملي تلويزيون کې د ښاغلي نجيب کامران مرکه له ښاغلي کلاتوال سره وليده، چې د کابل ښار او د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې يې مالومات ورکول، نو زه له دې نه وم خبر، چې دوې ورځې وروسته به د ډاکتر صيب همايون کامران د مړينې خبر واورم.
همداسې چې د افغانستان د وروستيو لسيزو د ناخوالو سره ډېر خلک له يو او بله يا ورک شول او يا هم ليرې، نو له ښاغلي همايون کامران سره هم زموږ اړيکې پرې شوې، ځکه چې افغانستان په جګړو کې لاهو شو او د هېواد امنيت له منځه لاړ. له بل پوله په مملکت کې نه تليفوني سهولتونه ول او نه هم ترانسپورتي امکانات. په ۱۹۸۵ ميلادي کال زه هم د زده کړو لپاره د بېلاروسيې هېواد ته ولاړم، چې ورسته له ۱۹۸۷ ميلادي کاله مې حتی له خپلې کورنۍ سره هم لږ تر لږه د څو کلونو په بهير کې ارتباط قطع شول، يوازې په ۱۹۹۱ ميلادي کال په دې وتوانېدلم، چې خپل پلار، مور، وروڼه او خويندې ووينم، خو وروسته له ۱۹۹۱ کاله زما اړيکې له افغانستانه سره بشپړ وشړېدلې، مګر د طالبانو له راتګ سره سم په افغانستان کې هلته او دلته موبايل تليفونونه راپيدا شول، نو ما هم وکولی شول، چې وروسته له ۱۹۹۸ ميلادي کاله د لومړي ځل لپاره له خپل پلار سره خبرې وکړم او له خپلې کورنۍ مې واورېدل، چې زموږ مور ليه په ۱۹۹۱ ميلادي کال کې په حق رسېدلې ده. د مور مرګ د اولاد لپاره څه مانا او اغېز لري، هغه بيا بېله خبره ده او د دې ليکنې موخه نه ده، ځکه نو دغه ليکنه د مرحوم ډاکتر همايون کامران په ژوند او شخصيت پورې محدودوم.
کله چې وروسته له ۱۹۹۲ ميلادي کاله د مهاجرتونو، بله څپه پيل شوه او دا ځل د افغانستان د کمونيستي واکمنيو چارواکي هم دې ته اړ شول، چې بهرنيو ملکونو ته وتښتي او د مهاجرت ژوند خپل کړي، نو ګڼشمېر افغان کډوال د روسيې مسکو ښار ته هم راغلل، نو په مسکو کې ښاغلی ډاکتر همايون کامران د ملل متحد په يوه څانګه کې د افغان مهاجرينو د کومېټې د مشر په توګه وټاکل شو او له ګڼشمېر افغانانو سره يې د مهاجرت په برخه کې مرسته وکړه. هغه مهال زه په بېلاروسيه کې وم او څو ځله مې نيت وکړ، چې مسکو ته لاړم او له ښاغلي ډاکتر صيب همايون کامران سره ووينم، خو له ډېرو مصروفيتونو سره په دې ونه توانېدلم چې ښاغلی ډاکتر همايون کامران په روسيه کې ووينم.
وايي، چې څوک خپل قسمت ته تغير نه شي ورکولی او هغه به يې په ژوند کې پېښېږي، چې څه يې په تقدير کې ليکل شوي، نو ما هم له ډاکتر صيب همايون کامران سره وروسته له دوو لسيزو په هالند کې وليدل، چې ژوند بيا له يو ښه، پوه او پاک شخصيت سره مخامخ کړم او د مهربان ډاکتر صيب د پوهې سيوری راباندي خپور شو، چې د ډاکتر صيب په هڅونې او سپارښتونو موږ يو شمېر افغانان د دې جوګه شو، چې په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېږدو او ښاغلی همايون کامران يې د مشورتي جرګې غړی شو.
د افغاني کلتوري ټولنې په اداره کې د دغه ټولنې مشورتي جرګې خورا غوره رول لوباوه، خو له به مرغه بايد ياده شي، چې افغاني کلتوري ټولنې خپل ګڼشمېر درانه غړي د وروستيو څو کلونو په بهير کې له لاسه ورکړل ، چې لومړی زموږ خوږ ژبی شاعر عبدالمالک پیغام د موټر په يوه حادثه کې د ۲۰۰۰ ميلادي کال د اکتوبر مياشتې په پيل کې په حق ورسېد، بيا زموږ سياستوال او ليکوال محمد علم بڅرکي له فاني دنيا سره ودا وکړه، څو کاله مخکې مرحوم ميرزا علم حميدي، چې د زړه د ناروغي له کبله وروسته له عملياته په حق ورسېد، خو تېره اوونۍ د افغاني کلتوري ټولنې د مشورتي شورا بل غړی اروښاد ډاکتر همايون کامران هم له ورپېښې ناروغي سره له دې دنيا سترګې پټې کړې او ابدي ژوند يې خپل کړ، خدای دې دوی ټول وبښي او د فردوس جنتونه دې يې ورنصيب کړي.
په نيدرلند کې به ډاکتر صيب همايون کامران تل زما کور ته راتللا او شپې ورځې به يې د افغانستان په اړه خواشيني څرګندوله او د افغانستان د اداري او تحصيلي پرمختګ په اړه به يې خپلې اندېښنې يادولې او دا به يې ويل، چې افغانان بايد په پوهه سمبال شي، افغاني ماشومانو ته بايد د ښوونې او روزنې امکانات جوړ شي او په افغانستان کې بايد امنيت او سوکالي راشي.
ډاکتر همايون کامران به د افغاني کلتوري ټولنې د ادارې په برخه کې او د پوهنيزو سيمينارونو په اړه به يې ډېرې ارزښتناکه مشورې ورکولې او د ټولنې د جوړېدو له پيله د ژوند تر وروستۍ شېبې د ټولنې په ټولو اړخونو کې يو فعال لارښود ؤ او د ټولنې د کارونو لپاره يې مشورې ډېرې ارزښتناکه او ګټورې وې او تل به يې د ټولنې په غونډو کې فعاله ونډه لرله.
ډاکتر همايون کامران د ډېرو ښو اخلاقو څښتن ؤ او د خپل اولاد تر څنګ يې د نورو افغانانو په ښوونه او روزنه کې ډېر غوره رول لوبولا. په اروپا کې يې د افغاني کلتوري خوځښتونو په ګڼشمېر غونډو کې ګډون کولا او په علمي سيمينارونو کې يې فعاله ونډه درلوده. کله به چې د اروپايي ملکونو يوې غونډې ته تللا، نو د سفر په بهير کې به په موټر کې يوه ځانګړې فضا وه. د ډاکتر صيب په بنډار به د سفر په ستومانتيا نه پوهېدلو، ځکه چې ډاکتر صيب به د ټولنيز ژوند پېښې د عيني شرايطو او د خلکو په افسانوي کیسو کې رانغښتې وې، چې په هر بحث کې به يې د انسان پام ډېرو ټولنيزو پرابلمونو ته اړولا، خو ډاکتر صيب به يوازې پرابلم نه يادولا، نو هرو مرو به يې د پرابلمونو د حل لاره هم څرګندوله، چې د مرحوم ډاکتر همايون کامران بحث به يې نور هم خوندور او په زړه پورې کړ.
کله چې امريکايانو په ۲۰۰۱ ميلادي کال په افغانستان يرغل وکړ، نو ډاکتر صيب لکه نورو افغانانو غوندې ډېر غمجن ؤ، نو هغه شپو ورځوکې يې ماته تليفون وکړ، چې غواړي زما سره وويني، نو يوه ورځ زما کره راغی، خو کله به چې ډاکتر صيب زما کره راغی، نو زموږ بنډار به جوړ شو او د افغاني کلتوري ټولنې او د افغانستان د خوالو او ناخوالو په اړه به مو هر اړخيز خبرې وکړې، مګر هغه مهال زما او د ډاکتر صيب خبرې پر امريکاي يرغل پيل شوې او د افغانانو په ناخوالو ختمې شوې، ځکه چې امريکايانو په ژمي کې د سړې هوا، بې کوري او غربت په ترڅ کې پر افغانستان يرغل کړی ؤ، نو زموږ خبرې هم د مظلومو افغانانو د کړېدلو او وژلو په اړه وې. ډاکتر صيب همايون کامران د خبرو په ترڅ کې راته وويل، چې کله ستا پلار را په ياد شي، نو داسې ګومان کوم، چې د امريکايانو زوال به هم لکه د روسانو غوندې هرومرو په افغانستان کې وينم، نو ما ورته وخندل، چې زموږ مشران وايي، چې هغوی د زېړو غوړيو ځوانان ول، نه لکه ننني ځوانان، چې په نباتي غوړيو يې هډونه غټ شوي دي! نو زما پلار به هم تل ويل، چې ما عمر په زېړو غوړيو تېر کړی، نو ډاکتر صيب کړس په خندا شو او ويې ويل، چې زموږ په مشرانو کې يو خاص ‌ذهنيت او هېوادپالنه وه.
نو ما ورغبرګه کړه، چې څنګه دې د امريکا زوال هغه وخت درپه ياد شي، چې زما پلار دې په ذهن کې دروګرځي، هغه خو نه قوماندان ؤ او نه هم کوم زور واک او نن سبا هم د خدای په هيله ژوند کوي، خو ډاکتر صيب وويل، چې هغه يو قومي مشر دی، د هغه په اغيز او زور ته نه پوهېږې، ښه ويل شوی، چې په خپل کور کې په پيغمبري څوک نه مني.
ډاکتر صيب خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل، چې زه به دې د پلار يوه کيسه درته وکړم، نو ما ورغبرګه کړه ، چې پيل يې کړه او هغه نکل داسې پيل کړ: د ثور انقلاب له پيله، نو ما ورغبرګه کړه، چې د غويو غوبل ښيي، خو ډاکتر صيب بيا په خندا شو، چې سره غميزه به يې کړو! نو کله چې زه په شبرغان کې د ډاکتر په توګه وګومارل شوم، نو ته هغه موده، ډېر وړ وې، خو پلار دې زموږ له کورنۍ سره نيژدې اړيکې درلودلې او زه به تل ستاسو کره درتلم او له پلاره سره دې ډېرو ځايونو ته تللم او د ډېرو موضوعاتو په اړه به مو خبرې کولې او مشورې به مو يو او بل ته ورکولې. پلار دې يو ډېر ځانګړی سړی دی، نو يوه ورځ يې راته تليفون وکړ، چې نن ماښام به په اتو بجو د آقچې په بندر کې له ملکي روغتونه هسک د سرک تر څنګ ودرېږه، چې بيا دواړه يو ځای ته ځو!
ډاکتر صيب زياته کړه، چې دا مهال مجاهدين نوي پيدا شوي ول او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې جنګونه پيل کړي ول، نو ما ورسره ټوکه وکړه، چې مخکې خو دغه بلاوې تاسو اشرار بلل، نو نن څه وشول، چې مجاهد دې ياد کړل! خو ډاکتر صيب په ډېر ورين تندي په موسکا شو، چې نه له پيله مجاهدين ول، ځکه په ملحدينو پسې يې رااخيستې وه، نو داوړو سره وخندل.
ډاکتر صيب خبرې اوږدې کړې او ويې ويل، چې پلار دې دقيق په اتو بجو د شپې د آقچې بندر ته راورسېد، نو په يو روسي جيپ کې په مخکني سېټ کې ناست ؤ. نو ما بيا ورسره ټوکه وکړه، چې زما پلار هم لکه چې د هتلر خبره اورېدلې وه، چې «هر وخت په معين وخت!» نو ځکه دقيق په اتو بجو يې ځان دررسولی ؤ، نو ډاکتر صيب سر وخوځوا او ويې ويل، چې زموږ مشران ډېر قومي خلک دي او پخپلو ژمنو ته وفادار دي، نو ستا پلار هم ډېر جدي او با پرنسيپه سړی دی.
ما ور غبرګه کړه، چې ډاکتر صيبه لنډه دا وايه، چې په کومه خوا يې بوتلې! نو ډاکتر صيب داسې وويل، چې په کومه خوا يې بوتلم!، چې رښتيا ووايم حتی زه خو اوس هم نه پوهېږه، مګر له ښاره ووتلو او مخه مو په دښته کړه، خو داسې يوه دښته وه، چې نه يې سر مالوم ؤ او نه هم بر، نو لکه د ليلا دښته په خړو شګو پټه وه! ډاکتر صيب زياته کړه، چې په زړه کې مې تېر کړل، چې نوربابا ما چېرې بيايي، نه چې وژلو ته مې بيايي، ځکه چې ستا د پلار خو له حزبيانو سره جوړه نه وه او له بل پلوه ستا پلار ته دا هم مالومه وه، چې زه د حزب يو فعاله غړی وم! زه په خپلو سوچونو کې لاهو وم، چې پلار دې راباندې غږ وکړ! بېغمه اوسه، تاته څوک پورته هم نشي کتلی! ورته په خندا شوم او ورته مې وويل چېرې چې تاسو سره وم، نو زړه مې تل ډاډه وي، خو په زړه کې مې تېره کړه، چې خلک وايي: نوربابا بزرګ دی، نو هغه مهال ستا پلار ما ته هم بزرګ ښکاره شو. زه د خپلو سوچونو په څپو تود وم، چې نوربابا بيا راباندې غږ وکړ: ما درته وويل چې بې ځايه چوروتونه مه وهه!
موږ له ۵ ګړيو ډېر ميزل په دغو دښتو کې وکړ، چې تر ننه هم نه پوهېږم، چې ستا پلار چېرې بوولی وم. سربېره پر دې، چې د افغانستان ډېرې سيمې مې ليدلې دي، خو هغه ځاي مې ليه اوس هم نه دی سېيي کړی! خو وروسته له څو ساعتونو ميزله يو داسې ځای ته ورسېدلو، چې چاپېريال ټول غرونه ول او د غرونو په منځ کې داسې يو کلی ؤ، چې د غره لمنې ته يوه لويه سوپه يې درلوده او ګرداګرد يې له لسو نه ډېر ګيسونه چاپېر ول، چې سيمه يې لکه سپوږمۍ روښانه کړې وه.
کله چې دغه سوپې ته نيژدې زموږ موټر ودرېډ، نو زموږ له راتګ سره سم خلک هم له خپلو ځايونو نه راپورته شول، له سوپې راښکته شول او زموږ په لوري رارهي شول، خو په زړه پورې خبره دا وه، چې دغه خلک ټول ډېر قوي هيکله او لکه نوربابا لوړ خلک ول، خو يو توپير يې درلود، چې ستا د پلار په سر يوه سپينه د سپڼسيو خولۍ وه او ږيره يې خرېېلې وه، خو د دغو غرنيو خلکو ږېرې اوږدې وې او د چا په سر لونګۍ وه او د چا هم دستار يا پټکي پر سر ول.
لومړی ټولو په غېږو روغبړ وکړ او ټټرونه يې سره ولګول، خو وروسته له روغبړه ټول په سوپه کېناستل او وروسته د قرآن اعظيم الشان له يوې سورې يې دعا وکړه، وروسته له دعا ډېره مجلله ډوډۍ راوړل شوه، چې خوند يې اوس هم زما نه هېرېږي. ډوډۍ مو چې وخوړله، نو جرګه پيل شوه او ټولو خبرې وکړې، خو د خبرو لنډيز دا ؤ، چې روسانو په افغانستان يرغل کړی او زموږ يو شمېر افغانان هم ورسره يو ځای شوي دي او په خلکو يې ظلم پيل کړی، افغانستان بې ديني او غلامي ته لمسوي او ملک يې په روسانو خرڅ کړی! نو وروسته له ټولو بحثونو د جرګې پرېکړه وشوه، د روسانو پر ضد د جهاد فيصله وشوه او ټولو په جهاد کې د توفيق او خير دعا وکړه.
د خبرو اترو بهير تر نيمې شپې اوږد شو او په پای کې هر چا ته وظيفي ووېشل شوې او جرګه پای ته ورسېدله. په نيمه شپه کې بيرته ستا له پلاره سره مخ په کور راروان شو، خو په لاره مې له ځانه سره چورت واهه، چې ستا پلار نه له حزبيانو ويره لري او نه هم له جهاديانو، ځکه چې ستا پلار پوهېده چې زه د افغانستان د خلک ديموکراتيک ګوند غړی يم، خو بيا هم ستا پلار په وطنداري او کورني پېژندنې پر ما باور کړی ؤ، خو د نوربابا جرئت او مېړانه مې هيڅکړه نه وېرېږي، په رښتيا چې يو ملي او زړه ور شخصيت دی.
وروسته له څو ساعتونو ميزله کله چې ښار ته راورسېدلو، نو لومړی يې زه خپل کور ته ورسوم او بيا ستا پلار له موټروانه سره خپل کور ته ولاړ، خو زما ذهن د هغو غرنيو خلکو په خبرو بوخت شو او تل به مې ويل، چې دغه خلک څوک ول او ستا پلار له کومه پيدا کړي ول! مګر ستا له پلاره مې د پوښتنې جرئت هم نه درلود، ځکه چې هغه يو مشر سړی ؤ او په خلکو کې يې ډېر نفوذ درلود، نو خامخا يې په هره سيمه کې خلک پېژندل.
له دغه پېښې وروسته زه هم له شبرغانه تبديل شوم او په بېلابېلو دندو وګومارل شوم، خو له هماغه ورځې، چې ستا له پلاره سره مې هغه افغانان وليدل، چې د جهاد د پيلېدو فتوا يې ورکړه، نو ما به تل له ځانه سره ويل، چې که دغه خلک وي، نو د ثور انقلاب نه بريالی کېږي او هر وار به چې مجاهدينو چېرې حمله وکړه او دولتي ځواکونه به يې وځپل، نو په خيال کې به مې ستا پلار مخې ته ودرېد او هغه د نيمې شپې غونډه به مې له سترګو تېره شوه!
په دغه مهال ما له ډاکتر صيب سره ټوکه وکړه: لکه چې له همغه ورځې يې ستا مورال درمات کړی ؤ؟ نو ډاکتر صيب په خندا شو، چې کاشکې يو د مورال خبره وی، بلکې اروا يې راته قبض کړې وه! نو دواړه په خندا شو او د مېړني افغان ملت په مبارزه مو د وياړ تنده ماته کړه.
درنو هيوادوالو! ډاکتر صيب همايون کامران به هر کله ډېرې په زړه پورې پېښې يادولې او زما د پلار يادون به يې راته کولا. وروسته له هر نکله به يې د امريکايانو په اړه ويل، چې دغو بدمرغو بايد ستا له پلاره سره مشوره کړې وی، ځکه چې هغه ته د افغاني ټولنې نبض مالوم ؤ او ويل به يې، چې زموږ خلکو ته وچه ډوډۍ او اوبه راورسېږي، نو خپل هېواد به له پرنګيو او يرغلګرو وژغوري او که کښتې او کشمش ورورسېدل نو له غليم سره به د مرګ تر دمه ډغرې ووهي او شريعت به پلی کړي!
نو کله چې دغه خبرې راپه ياد شي، نو تل ګومان کوم، چې د افغانستان داسې غيرتي خلک دي، چې انشاالله د امريکايانو زوال به هم په افغانستان کې وي، سټه به يې وخېژي او مختوري به له افغانستانه وشړل شي، خو ډاکتر صيب د خپلو خبرو په ترڅ کې دا وويل، چې له پلاره دې وپوښته چې د امريکايانو په اړه يې هم جهاد پيل کړی او که نه! نو ما ورغبرګه کړه، چې هغه خو اوس له ۷۵ کلونو اوښتی او ډېر زېير شوی او د جهاد وسه نلري، خو موږ يې لاره تعقيبوواو انشاالله چې افغانستان به د يرغلګرو هديره شي او بيا به يو خپلواک هيواد شي.
زما او د ډاکتر صيب خبرې تل په زړه پورې او د زړه له کومې وې او ځانګړی خوند يې درلود. د ډاکتر صيب له خبرو ما ډېر څه زده کول او په خبرو کې يې يو ځانګړی فلسفي تحليل ؤ. يوه ورځ يې د ژوند په اړه خبرې کولې او د يو ناشناسه فيلسوف خبره يې ياده کړه، چې ويلي يې ؤ: ژوند لکه يو ګرځنده اورګاډی دی، چې په يو ناڅرګند لوري روان دی، يو ځای او بل ځای ودرېږي او يو څوک ترې ښکته شی، خو ريل خپل ميزل ته دوام ورکوي او سورلۍ پکې ناسته وي، تر هغې چې بله ايستګاه راورسېږي او يو څوک ترې ښکته شي، نو ژوند هم همداسې دی، چې د هر چا وخت پوره شي، نو د ژوند له بېړۍ نه ښکته شي او ابدي آرام خپل کړي!
له بده مرغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال د فبروري په ۲۶ نېټه ښاغلی ډاکتر همايون کامران هم د ژوند له بېړۍ ووت او له فاني دنيا يې مخ ښه کړه او ابدي آرام يې خپل کړ، نو په همدغه ورځ ما هم د خپل خوږ لارښود، مشر او همکار د مرګ خبر واورېد، چې د خپلې کورنۍ او افغان ملت لپاره ستره ضايعه شوه او زما لپاره زموږ د خوندورو خبرو اترو او ليدو کتلو د پای ټکی شو! خو د مرحوم ډاکتر همايون کامران لارښوونې، ليکنې او د ژوند هڅې به زموږ سره تلپاتې وي، چې د راتلونکي نسل لپاره به د پرمختګ، خپلواکي او انسانيت مشال وي.
په درنښټ
ډاکتر سيد نصير احمد
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر