د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډموکراسي

محمود نظری 28.02.2011 22:19

وینم دنیا ته تشریف راوړې رډ سترګې بیشرمي
شراب ، خمار، زنا سل په سلو کې شوی رسمي
په نامه دیموکراسي او د ښځو د آزادي
ملتونه بمباردیږي په ډیره زړه سوي
آیا رښتیا دا ده رښتینی دیموکراسي؟

وینم دنیا ته تشریف راوړې چوک سترګې غداري
د سپین سترګو حکومت د خپلوخلکو نه اوري
دلته هلته دمیلیونو خلکو مظاهرې کیږي
د سر خلاصې پرځای په توپک د هغو سر خلاصوي
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟

وینم دنیا ته تشریف راوړې وچ سترګې سر زوري
یوازې ګریوان شلېدلی یې د ویتو حق لري
دامنیت شورا د څو تاوبریتو کوي غلامي
د یونما او هیګ لومې یې خرو ته ایښي دی
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟

وینم دنیا ته تشریف راوړې ټیغ سترګې دوه مخي
هرچېری ډمان د هیومن رایت ساز ږغوي
هم غل هم کوربه هله غل دی نارې وهي
غله رسمي د قانون په متار ولس لوټي
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟

هر مشر چې بریت تاوه غرب ته کنډاس و ایسي
دهغه خدای وهلی هیواد بیا پچه وخیژي
د الفاعدي لپاره هر خواته لومې دي پرتې
بم اتم او غیر دیموکراسی هیوادنه یې دی بهانې
یو یو د غاړې نیسی دخره په غیچي یې سنتوي
آیا رښتیا دا ده رښتني دیموکراسي؟

په خپله خوښه خپل سپي بل ته مشران وي
د بل دکور کوربه شي کوربه کړي خپل چوپري
دبل په وطن کې پر هغو کوی د بادار حکمراني
په ټاکنو مونډی ږیرې درباندې وکیلان وي
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟

د اورګډو بازار تود دی په اور د دیموکراسي
خدای وهلی او بې اتفاق يي کړه په دار پانسي
وروره ! دا دیمو کراسی جال دی شیطاني
ډیر مچان په کښي مښتی په دې ځاله د غڼي
دې ډنډه مار ي ته نظري وایي دډمو کراسي