د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه يې منم! څنګه يې ومنم!؟

ډاکټر محسن هوتک 20.02.2011 12:58

نه يې منم!
څنګه يې ومنم!؟
راته نه پريښي چې داسې به وي
دوی راته واېي چې ښه ده، خو ته يې نه منې
ژوند به دې ورسره ښه شي
تاسې ووايې زه يې څنګه ومنم؟! ما يې يواځې نوم اوريدلی
رښتيا! له ماشومتوبه يې نوم اورم
هر لور ته ګورم، شپه او ورځ يې لټوم
خو! دا به چيرې وي؟؟؟
مشران يې ټول راته يادوي
او د دوی په خبرو مې نور باور نشته
همدغه مشران راته وايې چې موږ ليدلې ده
ډېېېره ښه ده! او ته يې چې نه منې نو ګرم هم نه يې! ژوند خو موږ کړی! تاسې څه ليدلي!!
بيا مې همزولي پوښتم
خو ټول راته وايې چې موږ يې هم نوم اوريدلی
ګومان نه کوو چې داسې وي
که وي نو چيرته ده؟
بيا دا هر څه راته دروغ ښکاره شي
په سوچونو کې ډوب شم
له ځان سره وايم کيدای شي هيڅ نه وي
هسې نوم ده چې ياديږي
که وي! نو ولې نه راځي
همدوی يې چې صفت کوي، زه ورته سوال کوم چې يو ځل يې راولی!
د يوې ورځې لپاره يې غواړم
ما خو له سره ليدلې نده، کيدای شي زما هم خوښه شي
کلونه تير شول، خو د دې درک نشته
که يې يو ځل په ژوند ووينم، نو د څښتن به لوی شکر ادا کړم
خو ګومان مې نشي، دوی يې نه راولي! همدو رانه تالا کړې
همزوليو! سوله يادوم! چې له ماشومتوبه مې تر اوسه د يوېييييييي لحظې لپاره هم نه ده ليدلې!!!
قسم په رب چې رښتيا وايم!! ماته يې نوم هم پردی ښکاري
که سوله د ټولو لپاره وي نو زما حق څه شو؟ او که زه يې حقدار نه يم !! نو تش نوم يې هم نه اورم!!
او تاسې يې هم يواځې له نوم سره آشنا ياستی او بس!!