د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پارلمان ته!

محمود نظری 19.02.2011 23:23
***
خیر کړې د ولس ددې ښکلې شورا سره
چې په لاس کې نیولې ده د غبن اهینه
دباڼو غشي له جنګي کلا اوروي پر خوار نیاو
دا لویه بریا ده د پښتون وکیل یې کړی هزاره
***
ددنیاد قصابانو کور دی د هیګ دوکان
زموږ هغې یو یو غړي کیږي دپارلمان
خوري یو له بل سره لکه د ګور چنجان
ولسه ځان بچوه ددې رسوا شوکه کاروان
***
ستاسو ځانمنو ولولو ته مو سلام دی
ستاسو ډیرو مظاهرو ته مو سلام دی
تاسو یوه ورځ هم د ولس بمبارد ونه غانده
ستاسو وجدان ته موپه دوو لاسو سلام دی
***
په سد خلک په لیونتون کې لیونیان شي
لکه د لیوني سپي داړلي جذامیان شي
له خروښه يې ناړی تویږي لیوني اوښان شي
دځان په ګټه يې هیرایمان او وجدان شي

***
د واک پر آس سپاره کافران شي
پياده یې ټوله د پلار مرییان شي
چې له آسه ولویږي افغان شي
بیا یې کلیمه په یاد او مسلمان شي

***
د لوی سړی سپينه ږیره او خولۍ شي
سپین یې کالي او لویه یې سدرۍ شي
که د شنو ډالرو په لیدو شي چپک
داسې لکه قطبي یږ چې بې لکۍ شي
***