د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرمني د دفاع وزیر ګوتنبرګ په علمي غلا تورن شو

سیدعبدالله ولي زی 19.02.2011 15:32

د جرمني د دفاع په وزیر هغه وخت دا تور ولګید چې د بیروت پوهنتون یو پروفیسور د نوموړي هغه تیزس څارلو په کوم چې ده دوکتورا اخیستې ده. یاد پروفیسور د ګوتنبرګ په تیزس کې داسې معلومات موندلي چې ګوتنبرګ د سرچینې د یادولو پرته کاپي کړي دي. تر ټولو مهمه او جدي مسئله دا ده چې یو پراګراف یې د یوه اخبار څخه را اخیستی او هغه یې په ځان پسې تړلی دی او داسې تر ۱۵ پورې نورې تیروتنې هم شته چې سرچینه یې نه ده یاده شوې. اوس د بیروت پوهنتون د ویاند په حواله ګوتنبرګ پسې دوې دوسیې په محکمه کې پرتې دي او ګوتنبرګ دوې اونۍ وخت لري تر څو خپله تشریحي دفاعیه په لیکلې بڼه بیروت پوهنتون ته واستوي.
په برلین کې د پوهنتون ځینې استادان وايي که چېرې دغه ادعا په ښاغلي ګوتنبرګ په اثبات ورسېږي نو هغه باید له دوکتورا تېر شي او یا باید له سره په بله موضوع کې دوکتورا واخلي.
له بلې خوا د جرمني د حکومت اپوزیسیون چې سوشیال ډیموکراتان دي وايي چې باید ګوتنبرګ له خپلې دندې ګوښه شي. دوی دا یادوي سره له دې چې دغه تکړه ځوان دی خو دغه تېروتنه یې هیڅکله هم د زغملو نه ده.
د نوموړي د ملاتړ په موخه انګیلامرکل، د جرمني دپوهنې وزیرې او د ماليې وزیر هم په بېلابېلو راډیو ګانو او ټلویزیونونو کې مرکې کړي دي. او زیاته کړې یې ده چا داسې تېروتنې له هر چا کېږي موږ هیله مند یو چې ګوتنبرګ به خپله دفاع وکړي.
خو ښاغلی ګوتنبرګ بیا خپلې تیروتنې مني او وايي چې ما خپل تیزس په اوو کالونو کې ولیکلو او غوښتل مې سره له دې چې زه یو سیاستمدار شم باید یو ځوان پلار هم وم. نو ځکه کیدای شي زما په تیزس کې ډېرې تیروتنې شوې وي او زه د هغې ټولو له کبله بښنه غواړم. دی زیاتوي تر هغې چې زما مسئله د پوهنتون سره نه وي حل شوې زه به ځان ته ډاکټر نه وایم. خو زه باورې یم چې بېرته به دغه لقب ترلاسه کوم.
څو ورځې وړاندې کله چې دغه مسئله رسنیو ته ووتله، ښاغلی ګوتنبرګ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته وتښتېد او هلته یې د خپلو سرتېرو سره یوه شپه تېره کړه. د ده دغه ناڅاپي سفر چې افغان چارواکو هم ترې نا خبرې ښودلې وه او دلته په برلین کې هم ډېر چارواکي او رسنۍ پرې خبر نه وو، کیدای شي د همدغه پښې سره تړاو ولري. د برلین پوهنتون د یو استاد په وینا چې ګوتنبرګ غوښتل ځان له رسنیو پټ کړي او د ده لپاره د افغانستان پرته بل مصؤن ځای نه وو نو ځکه دی افغانستان ته وتښتېد. دی زیاتوي چې افغانستان د پټېدو لپاره ښه ځای دی.
اوس که دغه پورته مسئلې ته وګورو نو په افغانستان کې باید ټول علمي شخصیتونه له دندې ګوښه شي. ځکه په سلو کې ۹۰ علمي کادرونه ټول په کاپي او علمي غلا روان دي. ډېر د افسوس ځای خو دا دی چې یو پراګراف خو نه کاپي کوي بلکې ټول کتاب یا لیکنه کاپي کړي او ترې لاندې خپل نوم ولیکي. په دې برخه کې حکومت هم څه نه دي کړي او علمي کادرونه هم په پراخه پیمانه په غلا لګیا دي. دا چې دا مسئله په افغانستان کې هیڅ اهمیت نه لري نو ځکه هم تراوسه د کاپي یا علمي غلا هیڅ کومه دوسیه ثبت شوې نه ده. خو ډېر داسې څه شته چې زموږ د ډېرو لوړ پوړو چارواکو او جهادي مشرانو د لیسانس او ماسټرۍ تیزسونه نور خلک ورته لیکي. زه داسې خلک هم پیژنم چې علمي تحقیقات هم نور ورته کوي او دغه ښاغلي هغو ته پیسې ورکوي او په خپل نوم یې چاپوي.
په کار ده چې د دغې مسئلې لپاره یو ریاست وې تر څو د علمي کادرونو حقوق محفوظ شي. د علمي حقوقو په مسئله کې دوې خبرې دي یو معنوي حقوق دي چې په انګریزي کې ورته (Plagiarism) وايي او بل مادي حقوق دي چې په انګریزي کې ورته (Copyright) وايي. د بده مرغه په افغانستان کې د دواړو نه څارنه او نه هم پوښتنه کېږي.
د یادولو د وي چې ښاغلي خرم صاحب د اطلاعاتو کلتور وزارت په چوکاټ کې یو ریاست د همدې مسئلې د څارولو لپاره جوړ کړی خو د نوې رهبرۍ په راتګ سره ریاست هم تري تام شو.
هیله ده چې دغه مسئله د حکومت له خوا جدي ونیول شي تر څو افغان علمي کادرونه ځانونه مصؤن وګڼي او په دې توګه د علمي پرمختګ لپاره لاره هواره شي.