د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفرمان په انتظار

ثناء الله غروال 17.02.2011 11:08
بې پروا له دې جهان وى چې په هېــــــــــــڅ نه پوهېدلى
نه نظام ته دى حيران وى چې په هېـــــــــــڅ نه پوهېدلى
ګدايي مې دې کولاى زوړ کچکـــــــول مې راسره واى
ببرسر څېرې ګرېوان واى چې په هـــــــــېڅ نه پوهېدلى
يا دې نه واى پيداکړى زه انســــــــــــــــا په دې نړۍ کې
يادې خلاص له امتحان واى چې په هېــڅ نه پوهېدلى
له ښاريو ځنې واى لرې چېرته شاړه کـــــــــــې دېره واى
د هېچا نه واى د ځان واى چې په هېڅ نه پوهېـــــــــدلى
سړو دښتوکې مې ژوند واى او هېڅ غم راسره نــه واى
پروت په غېږ دبيابان واى چې په هېڅ نه پوهېـــــــدلاى
زه غروال واى يو ملنګ او په بېدياوو باندې سر واى
منتظرستا د فرمان واى چې په هېڅ نه پوهېــــــــــــــدلى