د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرهرپرهروطن

الحاج الهام الدين قيام 13.02.2011 16:41

افغانــان يــو اوس مومشردکـــور نشته
پاتې شــــوي يتيمان يــو،غمخورنشته

هــرکشرئ مــــوځان دوروڼومشربولي
هيڅ پـــــرواېې درواج او دستور نشته

هريو غواړو چه دپلار پګړئ په سرکړو
خوپه سرکې مودخپل پلارشعورنشته

خدايه څومره بدبختي موکورته راغله
چه مو وروڼوکې احساس دپيغورنشته

وطن ټول پرهر پرهرپروت دی قيامه
په پرهر یی مالګه پاشو،ټکورنشته