د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تلوارکړه

الحاج الهام الدين قيام 09.02.2011 21:47

له روزګاره ګيله مکړه،ځانته جوړ خپله روزګارکړه
شاوخواته دې نظرکړه،بيادې خپله پيدالار کړه

په ګيلو کې ګټه نشته،پخپل ځان دې فکر ساته
دوخت پيښوته سم ځيرشه،ترينه خپله ځان هوښيارکړه

څوک راغلي چه دوستان يو،خوکړه وړه یی ددښمن دي
په دوستۍ یی غلط نه شې،دخپل ځان دښمن یی شمار کړه

دښمنانو پريکړه کړی،غوږشه ځان پوه کړه افغانه
اوس دې خاوره درنه ويشې،لږراويښ شه ځان بيدارکړه

دوی يوڅه واېې بل څه کړي،په دوستۍ کې دښمني کړي
لراوبر افغانه يو شه،نقشې شنډې داغيار کړه

دخپل ورورسره په په خولاشه،خپلمنځي شخړې دې پريږده
ځانځانۍ کې دې تاوان دی،ګډ دښمن ته ځان تيار کړه

زه قيام درباندې ږغ کړم،دهرقوم سړيه واوره!!!
دافغان په نوم راټول شه،ډيروخت نلرې تلوارکړه !!!!!