د پارلمان نوی شعر
07.02.2011 08:35مولانا غلام فاروق نقشبندي
د زهرو جام
د تقدير څه سرنوشت څه انتقام دى
د ژوندون سهار مو څنګه تور ماښام دى
دا چې ټوله د مرګي په خوب ويده يو
اړولى مو پر سر د زهرو جام دى
د قانون کور بې قانونه مسخره ده
د ملت کور د ارزالو ازدهام دى
انسانان په کې خرڅېږي په بوليو
پارلمان نه دى مارکېټ د ګنګارام دى
د افغان خوله ده له خاورو څخه ډکه
د اغيارو د بړېڅو شيرين کام دى
انتشار مو د قانون د ساخت مرجع ده
انارشيزم د افغان وطن په نام دى
چې شورا يې جرثومه د تعفن کړه
د مارشال دې کارنامې ته مې سلام دى
ياسيني پر پنجابي دال شکر کاږي
د ايران د جاسوسۍ سمبول پدرام دى
په شپېتو رايو کامياب حفيظ منصور شو
په زرګونو رايو تور قانع ناکام دى
ټول برباد دي چې يې ځاى وي په ولس کې
د ملت د شړل شوو لوړ مقام دى
د افغان د مرګي توره تبه ګوره
چې څوک سر پورته کوي مرګ يې په نام دى
پر ثابت عبدالجبار مې سلام وايه
ننګرهار دى شرمېدلى ګام په ګام دى
ستا د يار کندهار هم پرهار پرهار دى
مرګ يې پروت پر هر ديار پر هر مقام دى
مکروبونه مو زخمونو کې چاغېږي
جراثيمو فلج کړى ټول نظام دى
زما د حال پوښتنه مه کوه رقيبه
د درد کان مې هر يو رګ هر يو اندام دى
د ملت د تورتمونو توره شپه کې
غلام فاروق شاعر ليکلى دا پيغام دى