د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولنيزعدالت، د ټولنې ضرورت!!

يوسف فهيم 01.02.2011 19:54

راځئ چې په شرابو او پوډرو د روږدو کسانو پرخلاف، مبارزه، پر ټولنيزعدالت ودروو!
د ټولنيز عدالت پراساس که غواړو چې له ټولنې مو شراب خواره ورک شي، بايد د هغوى هستي ورختمه کړو، او که غواړو په ټولنه کې پوډريان ونه لرو، ښايي د هغوى نېستي ورختمه کړو، دا ځکه چې په ټوليز ډول په پوډرو روږدېدل له نېستۍ او په شرابو روږدېدل له هستۍ کېږي او له هستۍ وروسته په مستۍ معتادېږي چې ټولنې ته ترنېستۍ، مستي ډېره خطرناکه ثابتېدلاى شي، ځکه پوډريان نه ، دا مست شرابيان وي چې د نوروپه عزتونو تېرى کوي.
شرابيان په بنگلو کې اوسي او پوډريان خوارکيان بيا له همدې بنگلو، په جوړو ډېرانواوکنډوالوکې!
د ټولنيزعدالت او ټيکاو پربنسټ که د مست دهستۍ يوه برخه پوډري ته ورکړاى شي، په دې سره به، مست له خپلې هستۍ د زېږېدلې مستۍ په بې پامۍ کې، له دنگې بنگلې، د راغورځېدو او پوډري به په ډېرانوکې له اوسېدو اومرگه وژغورل شي!! که انساني روغتيا ته د وينې، خو ټولنې ته اقتصادي جگ او ټيټ فشارونه مرگوني ثابتېدلاى شي!!