د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که ایران افغانستان ته تيل نه وركوي افغانستان دي اوبه نه وركوي

سلام خان 19.01.2011 21:58

ایران پر افغانستان د تېلو د ترانزیت غیر رسمي بندیز د دسمبر په لومړیو کې پیل کړ او ویل کېږي چې اوس د ایران په خاوره کې دوه نیم زره ټانکرونه ولاړ دي.د هغو د درېدو له کبله افغان سوداګرو په ملیونونو ډالره تاوان کړی دی اوورسره دتیلو او نوروخوراکی توکو بیی په افغانستان کی جګې شوي دې،چی دایران دحکومت دغه غیری قانونی عمل په افغانستان کی د خلګو اوځینو سیاسی سازمانونوله ډیر سختو غبرګونونو سره مخامخ شواودمظاهرو او اعتراضونو له لاری یی دایران دغه عمل په کلکه وغندی
ددغو غبرګونونو له جملی ځخه یو ډیر جدی غبرګون دایران دحکومت پر وړاندې دقندهار دعاموخلګو او قومی مشرانو غبرګون وو. د كندهار سلګونو قومي مشرانو او مخورو دتیری دوشنبه په ورځ د كندهار د ولايتي شورا په مشري په جوړه شوې غونډه كي له افغان دولته وغوښتل چي سوداګر دي د ايران سره د سوداګريزو معاملو څخه منعه او ايران ته دي د افغانستانه تلونكي اوبه بندي كړي. هغه غونډه چي پرون په همدي موخه د منډيګك ماڼى د غونډو په تالار كي جوړه شوي وه د كندهار د ولايتي شورا ريس او د حامد کرزي ورور احمدولي كرزي ، د شورا مرستيال حاجي اغالالي او نورو قومي مشرانو په خپلو ويناوو كي د ايران پر دي كړنه چي افغانستان ته د تيلو د ليږدولو اجازه نه وركوي او د تيري يوي مياشتي راهيسي يي په سلگونو ټانكر موټرونه درولي دي سخت غبرګون وښود او د ايران دا كار وغانده. احمد ولي كرزي او نورو ويناوالو له افغان سوداګرو څخه وغوښتل چي د ايران سره دي هيڅ سوداګريزي معاملي نه كوي او افغان دولت ته وايو چي نور دي ايران هيواد تلونكي اوبه چي ډيري د هلمند له سينده ځي بندي كړي. د هغوۍ په وينا چي ايران افغانستان ته تيل نه وركوي افغانستان دي اوبه نه وركوي. دا په داسي حال كي ده چي د كندهار سوداګرو هم د ايران ددي كړني په غبرګون د دي هيواد سره د سوداګريزو معاملو د نه كولو ګواښ كړى دى
د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون د ایران په کړنو شدید عکس العملونه څرګند کړل او د ایران د سفیر وروستۍ غوښتنه یې په کلکه وغندله. د دغه کمیسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د ایران کړنې له زغمه وتلي دي. نوموړي له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د ایران په وړاندې خپلو سوله ییزو لاریونونو ته ادامه ورکړي: سفیر دا حق نه لري چې د ملت د قانوني حق مخه ونیسي، دغه غوښتنې خو حکومت هم نه دی ورته پوره کړي، نو ملت ولې له خپله غږه منع کوي. حکومت دا حق نه لري چې ملت ته ووایې تاسې مظاهره مه کوﺉ، نو موږ نور هم په خپل ملت غږ کوو چې د ایران په وړاندې سوله ییزو مظاهرو ته ادامه ورکړي تر څو د ایران حکومت پردې پوه شي چې د افغانستان ولس ویښ دی او د دوې د پنځو پیسو پروا نه لري چې هغه پیسې هم جمهوري ریاست ترلاسه کړي. ده همدا راز وویل، چې ایران د ترانزیت په برخه کې بین المللې حقوق تر پښو لاندې کړي نو افغان حکومت یې هم باید په وړاندې اقدام وکړي
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د اروپا له څانګي څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د دوى ګوند د اېران د حکومت هغه اقدام په کلکه غندي چي پر افغانستان يې د نړۍ والو نورمونو خلاف د ژمي په سخت يخ کي تېل بند کړي دي.
په خبرپاڼه کي د افغانستان پر حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو پر وزارت هم نيوکه سوې چي يې د اېران د دې نادودو خلاف يې چوپه خوله نيولې او دا چي په دې هکله يې هيڅ نه دي کړي، دا معنى لري چي د افغان حکومت ځيني چارواکي هم له اېران سره په دې دسيسه کي شريک دي.
دغه خبرپاڼه چي د اسلامي حزب د اروپا د څانګي د مشر قريب الرحمان سعيد له خوا خپره سوې، پکښي راغلي چي افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد دئ او په کابل کي د اېران د سفير هغه څرګندوني هم غندي، چي د وايسراى رول يې لوبولى او د افغانستان له حکومت څخه يې د اېران ضد مظاهره چيانو د نيولو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کي د اېران پر حکومت ږغ سوى چي سمدستي پر افغانستان دغه نا اعلان سوي اقتصادي بنديزونه پاى ته ورسوي
د افغانستان سوداګرو نن ژمنه وکړه چې تر هغو به له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه نه کوي چې ایران د افغانستان د سوداګرو د تېلو ټانکرونه نه وي پرې ایښي چې افغانستان ته واوړي،یوه اوونی وړاندی دافغانستان دصنایعو خونی خبر داری ور کړی وو که چیری ایران پر پوله ایسار شوی دتیلو ټانکرونه خوشی نه کړی نود افغانستان خصوصی برخه به له ایران سره سوداګریزی اړیکی لغوه کړې،په همدی موخه دسه شنبی په ورځ یو شمیر سوداګرو دافغانستان دسوداګری په خونه کی دیو ی غونډی په طرڅ کی اعلان وکړی چی له ایران سره خپلی تجارتی را کړی ورکړي دروي
وروسته له دې چې د افغانستان سوداګرو اعلان وکړ چې د ایراني محصولاتو پر واردولو به بندیز ولګوي او له ایران سره به تجارتي راکړه ورکړه ودروي، ایران نن وویل چې د افغانستان حکومت ته یې خبر ورکړ چې د دغه هیواد د تېلو پر ټانکرونو بندیز به پای ته ورسوي
په عین حال کی دهمدي فشارو له کبله دسه شنبه په ورځ په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير فدا حسين مالکي دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې اعلام وکړ چې دايران په پولو کې دسون دموادو دټانکرونو ددريدو ستونزه دپاى ته رسيدو په حال کې ده، ده دغه راز په دغو خبرو کې وويل چې په تيرو پنځه ويشتو ورځو کې يعني ايران ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم له سفر وروسته تراوسه پورې دوه سوه
نهه ويشت ټانکرونه چې يو اويا زره پنځه سوه يو ټنه تيل پکې بار و داسلام قلعه ، دوغارون ، فراه او نيمروز دپولو له لاري افغانستان ته رسيدلي دي چې په دې ترتيب پاتې درول شوي ټانکرونه تر راتلونکو څلورو ورځو پورې دايران له پولو څخه افغانستان ته داخليږي . مالکي دغه راز په تيرو نهو مياشتو کې دايران له پولي څخه د تيلو واردات ددرې سوه نهه نوي زره اووه سوه څلور شپيتو ټنو معادل اوولس زره پنځه سوه شپږ څلويښت ټانکرونه اعلام کړل . ده وويل چې دافغانستان له خوا دتيلو داړتيا وړ اندازې په ټاکنې سره دايران اسلامي جمهوريت چمتو دى چې هماغه اندازه له کوم ممانعت پرته افغانستان ته د ليږدونې اجازه ورکړي . په دې کتنه کې حامدکرزي ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستي او لرغونو اړيکو په ژور بللو سره وويل چې افغانستان او ايران دزياتو کلونو په بهير کې ددوو ورونو ، ګډي ژبې او ګډ دين لرونکو هيوادونو په شان له يوبل سره په ښه ګاوڼديتوب کې ژوند کړي دي او اوس بايد ددواړو هيوادونو لرغونې دوستي د تيلو دڅو ټانکرونو ددرولو په خاطر چې دافغانستان خلک دژمې په سړو شپو او ورځو کې ورته اړتيا لري زيانمنې نه شي . په دې کتنه کې وپيتل شوه چې دافغانستان دماليې او اقتصاد د وزيرانو او دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دمعين په ګډون يوهيئت ايران ته سفر وکړي . او له دغه هيوادڅخه افغانستان ته د سون دموادو دوارداتو ددوام په خاطر دې دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره خبري وکړي.