د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وينه د انسان په وجود كي او دندي يې

عبدالرحيم هلال 19.01.2011 21:55

هغه مايع چي سو ر رنګ لري د بدن په رګونو كي ځي او راځي وينه بلله كيږي ، له حجراتو او پلازمات څخه جوړ ده چې . په انګليسي ژبه كي د (blood) په نوم ياديږي د انسان په ژوندي پاتي كيدلو او د هغه په په روغتيا كي يو مهم حياتي رول لوبوي

دويني په ا ړه يو وخت د طب د علم د هستالوژي د برخي پوهانو ويل چې وينه د ارتباتي نسج يوه ډول دى خو اوس اوس تازه څيړنو دا په اثبات رسولي ده چې وينه په بدن كي يو خودمختاره او ځانګړى نسج دى

دويني هغه برخه چې سپينه او اوبو ته ورته مايع ده ا و حجرات پكي خواره واره پراته دي د پلازما په نوم ياديږي چي له پروټين ، مايعاتو او الكترولايتونو څخه جوړه شوي ده د ويني پلازما په بدن كي د ويني پنځه پنځوس فيصيده برخه جوړوي

په پلازما كي د فيبرونوجن په نوم يو پروټين شتون لري چي په خپله د پلازما نژدې اوه فيصده برخه جوړوي او د زخم په رغولو كي خپله ونډه سرته رسوي په فيبرونوجن پروټين سربيره په پلازما كي د انټي باډي په نو م يو بل هغه پروتيڼ دى چي د بدن د قوت مدافعت په زياتولو او دويني د ګروپ په مالومول كي مرسته كوي

د ګازاتو، غذايي موادو او د هارمونونو انتقال د اطراح عمليه ، دحرارت تنظيم ،د بدن ميكانيزم اوهمدارنګه د بدن محافظت په بدن كي د ويني له مهمو حياتي دندو څخه ګڼل كيږي چې په مټ يې انسان د ژوندي پاتي كيدلو توان تر لاسه كوي

وينه د يوي پمپي عضوي په واسطه چي د پښتورګو تر منځ په خالي ځاى كي د معدي له پاسه واقع ده او د زړه په نو م ياديږي، دبدن له بيلابيلو برخو څخه راټوليږي او بيرته د بدن ټولو برخو ته وړله كيږي چې د يوه نورمال كس په بدن كي يې وزني اندازه له پنځوليترو نيولي بيا تر اوو ليترو پور ي اټكل شوي ده .

په انسان كي د زړه اوسط وزن درى سوه ګرامه دى خود نر په نسبت په ښځو كي دزړه وزن دوه سوه اتيا ، دوه سوه پنځه اتيا ، دوه سوه اويا ، او په ځينو كي خو يې لا دوه سوه ګرامه هم اوسط وزن ښودل شوى دى چي له كارډيك عضلاتو څخه جوړ دى

له پلازما څخه را وروسته د ويني دويمه برخه د ويني حجرات يا (blood cells)دي چي په خپل وار سره په سرو Red blood cells اوسپينو حجراتوwhite blood cells باندي ويشل شوي دي

دويني دغه دوه ډوله حجرات (سپين )اوسره چي په پلازما برخه كي خوا په خواكي ځي او راځي ويني ته سور رنګ وربښي او فيصدي يي په وينه كي ټول ټال پنڅه څلويښت اټكل شوي ده

دويني سره كرويات په بدن كي دنده لري چي دبدن ټولو حجراتو ته خوراكي مواد او اكسيجن ورسوي او په بدل كي يې له بدن څخه كاربن داي اكسايد او نور غير مفيد مواد خارج كړي يا په بل عبارت د ويني د سروكروياتو عمده دنده په بدن كي د هموګلوبئن له انتقال څخه عبارت ده

هموګلوبين چې تنفسي زره هم ورته وايي اكسيجن له سږو څخه اخلي دبدن ټولو برخو ته ته يې رسوي او په ورته توګه له انساجو څخه كاربن ډاى اكسائډ سږو ته د انتقال لپاره راوړي . په وينه كي د هيمو ګلوبين اندازه په نارينه وو كي له شپاړس ګرامه څخه نيولي تراتلس ګرامه پوري او په ښځوكي له څلوارلس ګرام څخه نيولي تر شپاړسو كرامونو پوري ده او په نويو زيږېدول شوو ماشومانو كي يې اندازه نظر كاهلانو ته زياته وي خو ورسته بيا په تدريجي ډوله عادي حالت ته ځان رسوي .

همدارنګه د ويني سپين كرويات چي ليكو سايټ هم ورته ويل كيږي سپين هستوي حجرات دي چې په خپل و ار سره په بدن كي د يوي دفاعي قوي په ډول كارنده دنده پر مخ وړې چي د بدن محافظت كوي ،د ميكروبي ناروغيو، ميكروبونو په وړاندي دفاع كوي اودبكترياووپه واړاندي دسپر په حيث دودريدلو رول لوبوي

په يو سي سي وينه كي اته سوه سپين حجرات وجود لري او د ژوندي پاتي كيدو دوران يې اته ورځي وي ، د سروكرياتو تعدادبيا په يو سي سي وينه كي يو ميلون ته رسيږي چې د ژوندي پاتي كيدو نيټه يې يو سل او شل ورځي كيداى شي

ويني فشارBlood friseur

هغه پريشر چي وينه يې د درګونو په ديوالونو غورزوي دويني د فشار په نوم ياديږي چي د طب د علم پوهانو په دوه ډوله ښودلى دى ياني د طب پوهانو ثبوت كړى دى چي دويني فشاپه دوه ډوله ده
1. سيسټوليك فشار

دافريشر هغه ته وايي چي په رګونو باندي دانسان د زړه د راټوليدو له امله را منځ ته كيږي ياهغـــه وخـــت انــــــدازه کيـــږي چـــــــــــي زړه دويـــنــي دپـــمـــپ كولو لپاره تقــبــض کوي


2. پاستوليك فشار :

داهغه پريشر دى چي دزړه د خلاصيدو له امله په رګونوباندي راځي ((ياني هغه وخت اندازه كيږي چي زړه دويني د داخيليدو لپاره پراخيږي يا انبــــــــــســــــاط کوي
په کـــــاهـــــــلانــــو کــي دويــــنــــي نــــورمـــال فـشار ( mm hg ٨٠/١٢٠) اټكل شوى دى شـوي دي چــې يو سل اوشل (١٢٠) يـې سيــستــــــولــيک اواتيا يې (٨٠يې پاستـــــولــــيک فـــــــــشـار گــــــــــڼل کـــــــــيــــږي . کــــله چـــــي دويــــني فشار ( mm hg ٩٠/١٤٠ ) تــــــه ورســـــيږي نــــو دويـــني د لوړ فـــــشارپه نامه ياديږي.

دويني بهيدل ياخونريزي:

دويني بهيدل په دو دوله دي چې يو ډول يې د شريان يا سره رګ څخه د وينې بهيدل او بل ډول يې له وريد يا شنه رګ څخه د وينې بهيدل دي

دويني بهيدل هغه حالت دى چې كولاى شي په ډير لږ وخت كي انسان دمرګ ابدي كندي ته ټيل وهي ،نو په كار ده چي په مقابل كي يې څومره ژر چي كيداى شي اړوندي اولازمي لاري چاري او لومړنۍ مرستي سرته ورسول شي تر څو وينه بنده او دانسان ژوند

وژغورل شي

دشريان څخه بهيدونکې وينه سوررنګي او تېزه بهيږي او له وريد څخه بهيدونکې وينه بيا تياره سور رنګ ته ورته وي او مړه مړه بهيږي.

په لومړنيو مرستو يا لارو چارو كي د وينې له بندېدلوسره سره ډيره اړينه ده چي د ژوند نښي نښاني هم وكتل شې او وروسته بايد .چې د وريدي ويني بهيدل د پاکې ټوټى په ايښود لو او فشار وركولو سره كنترول كړو .

د شريانونو د وينې دودريدلو لپاره بايد پر ټپ فشار راوړل شي،يا په يو څه باندي وتړل شي او همدارنګه كه امكان وو ډيره ښه به وي چې ټپي غړى د زړه نه پورته ونيول شي. که بيا هم وينه ونه دريده دټپي غړي په مربوطه شريان باندې د ګوتو پواسطه بايد فشار راوړل شي تر څو وينه بنده او ټپي يوه ر نژدې روغتيايي مركز ته ولېږدول شي .په ياد بايد ولرو چې له ټپي سره په لمړنيو مرستوكي شاك ته هم پاملرنه وشي

دنورمال انسان په موجوده دوران كــــــــــي شته وينه چه دضرورت په وخت كي ،له وينه وركونكي يا ډونر Recipientڅخه اخيستل كيږي اوهمګروپه وينه اخيستونكي يا ويني ته اړ كس ، ته وركول كيږي دي عمليې ته ترانسفيزيون وايي

او هغه سرچينه چې د ضرورت په وخت كې كافي حجم وينه له يوه انسان څخه بل ته اخلي

بيولوژيكي بانك ياهم د ويني د كور په نوم ياديږي

هر انسان ته ښايې چې دژوند په بيلا بيلو پړاوونو كي دخپلي ويني ګروپ وپيزني تر څو د اړتيا په وخت كي وكولاى شي چې بشريت او بشري ټولني ته په كتو سره د انساني احساس له كبله اړو كسانو ته چې په زوند كي د بيلا بيلو ګواښونو له امله د ژوند په ډګر كي مرګ په پوله د ناروغيو له مرګوني او درونكي كواښ سره مخامخ وي د ويني په وركولو سره له مرګ څخه وژغوري

يادونه :

دپورتنۍ ليكني ډيره برخه مي له medecal histology انګليسي برخي نه چې ليكوال يي لايك حسين صديقي د هيند يو تكړه ډاكتر دى زباړلي ده او ورسره ورسره مي له ځينو سايټونو راټولونه هم پكي كړي ده