د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کر او کورزی

خالد لیکوال 13.01.2011 21:04

د کله نه چې زمونږ د ملک قیادت په عقل او سترګو کور (ړوند) او په غوږو کر (کاڼه) ته په لاس ورغلی د هیواد او هیوادوالو د بدې ورځې پیل له هماغې ګړئ څخه شویدی .
حالاتو ته ښه ځیر شئ هر څه مو چې پخپل ژوند کې لیدلي کتلي ،څه مو چې د مشرانو له خولو اوریدلي او که څه مو د تاریخ په کتابونو کې لوستلي د اوسني حالت سره یې مقایسه کړئ او په خپله قضاوت و کړئ چې زمونږ د ملک وضعه کومې خوا ته روانه ده .
داسې بریخي لکه د چارواکو دا اوسنی کول چې د هغه پخوانیو په دین او وطن میئنو مشرانو تومنه نه وي او په افغانانو کې بل کوم نوی تخم راشین شویوي.
د تاریخ په اوږدو کې وخت ناوخته داسې خائن واکمنان تللي راغلي خو هغوی به یواځې وو او یا به یې په خپله دستګاه کې کوم ملګری نیم درلود، خو په داسې پراخه کچه چې د بري نه تر لري پورې ټول د ملک او ملت خرڅوونکي وي، مثال یې نه شته !.
د تاریخ په پاڼو کې په خپل هیواد کې د داسې په رڼا ورځ د اوښانو په بډه کولو بیلګه موندلای شئ ؟
آیا د هیواد په تاریخ کې مو د داسې بی شرمه بډې خوړلو او بې ننګه اعتراف بیلګه موندلی شئ ؟
آیا په ټوله ماضي کې مو په خپل هیواد افغانستان کی د ژبنیو او قومي تعصبونو د شتون او پالنې دومره بډایه باب لرئ لکه دا اوس چی پرانیستل شوی دی ؟
آیا په ټوله ماضي کې مو د هیواد چارې داسې په یوه مخ د غلو په لاس کې لویدلې دي ؟
آیا د هیواد په تاریخ کې مو داسې د ملي غرور څخه د کنګالو او د شخصي منفعت پسی د لیونو چارواکو د دور کوم باب درلوده ؟ (دننګ ، غیرت او ایمان خو هډو سوال نه پیداکیږي)
آیا په خپل ټول تاریخ کې د دولت په اساسي چوکاټ کې د قانون څخه د سر غړونکو د اوسنئی نه د غټې ډلې بیلګه لرئ ؟
نه ! هیڅ کله نه !!!
نن چې د افغان په کور د تش په نامه قانون د چتر لاندې کوم غله ، داړه مار ، سړی خواره او پردي پال حکومت کوي د هغوی مثال په تیره کې نشته او دا زمونږ د تاریخ یو نوی باب دی چې زمونږ هیواد یې د ټولې نړۍ د هیوادونو د غلو د کتار په دوهم موقف کې درولی دی او د کر او کورزي د پاته درې نیم کالو حکومت په دوران کې یې لمړي موقف ته د لویدو (لوړیدو- نه- لویدو) کلکه ژمنه کړیده .
د کر او کورزي د فاسدې دستګاه واکمنان په هر دفتر کې چې دي په ډاګه او په ډکه خوله ددې نارې وهي چې د چور اعلان شوی دی .... ځانونه ماړه کړئ !
په نړیواله کچه په واشنګتن کې د سید طیب بې ننګئ او په هندوستان کې د افغانانو په سیاسي استازیتوب ګمارل شویو ملي خائنانو قومي تعصب او د چین د اولمپیک په لوبو کې د افغان اولمپیک کمیټې خپل سري د افغانستان د اساسي قانون په لوئ لاس سپکاوی دی او دغه ملي خائنان په ډیره سپین سترګئ دغه شان سرغړونې په بیا بیا کوي دا ځکه چې واک د کر او کورزي دی.