د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عينکې

ډاکټر محمد فريد بزګر 12.01.2011 21:59

د کمونستانو په وخت کې به مو وروسته له هر لمانځه دعا کوله چې: الله ما وبښې، زما مور او پلار وبښې، خويندې ورونه مو وبښې، نيا نيکونه خپل خپلوان مو وبښې، دوستان اشنايان او جمله مسلمانان مو وبښې، له بدو او ناروا مو وساتې، نيکې لارې ته مو هدايت کړې، جنت مو نصيب کړې، مسلمانان او خاصتاً افغانان په خپل حفظ کې وساتې، د ظالم له ظلم، د خلق او پرچم له ظلم د روسانو له ظلم مو وساتې....
د هجرت په وخت کې به مو د دغې دعا تر څنګ په افغانستان کې د يو ملي اسلامي حاکميت دعا ورسره اضافه کړه، د استاد ربانې د حاکميت په وخت به مو د پاسنې دعا تر څنګ د يو رښتينې ملي اسلامي حکومت غوښتنه کوله، او د ځان، کورنۍ، خپلوانو د سر خير مو هم غوښته.
د طالبانو پر وخت مو په دعا کې د خلق، پرچم او روسانو پر ځای طالبان يادول.
د حاکمانو له بدلون سره یوازې د پښتنو په دعاګانو کې بدلون راته په ژوند کې نه. خو په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د حاکميت پر مهال چې اوس هم دوام لري د پښتنو په دعا کې بل څه هم اضافه شول، چې الله د امريکايانو، امنيت او پوليسو له ظلم مو وساتې او په حکومت کې مو کار مه بندوې.
خو د دومره دعا سره سره مجبور شوم چې د يو کار لپاره يوې دولتي ادارې ته ورشم، دلته په کابل کې يوه عامه اصطلاح ده چې «يک روز يک امضا»، نو زه د خورا يو عادي کار لپاره څلور پنځه ورځې دغې ادارې ته تلم راتلم، کله چې وروستۍ شعبې ته ورغلم، د څلور پنځو ميزونو کارکوونکې په خپلو کمپيوټرونو کې په کار کوولو دومره بوخت ښکاره کېدل چې ډير لږ يې پورته کتل. فکر مې وکړ چې په کوم خورا مهم پروپوزل کار کوي او کيدای شي سبا يې د ليږلو وروستۍ ورځ وي، چې دوی يې دومره بوخت کړي دي. د هغو په ليدو خورا خوشحاله شوم په زړه کې مې وويل کاشکې ټول افغانان هم همداسې کار وکړي، نو الله تعالی به مو ډير ژر له ادارې ستونزو خلاص کړي، کله چې مې يو ته يې زړه نازړه خپل مکتوب ورکړ، پرته له لوستو يې را ته يوازې دومره وويل: «برو سبا بيا!».
سبا ورغلم، ټول هماغسې مصروف وو، د يو کار په کې ډير عجيب وو، د کمپيوټر سکرين ته په کتو کتو به يې سر همداسې شا ته روان وو، او له شاتګ سره به يې سترګې هم تنګيدلې. سر به يې له سکرين څخه دومره لرې شو، چې ما فکر کاوه چې اوس به يې چوکې شا ته چپه شي، خو بيا به يې ژر موږګ له يو ټک ورکړ. بيا به له ځان سره موسک شو. بيا به يې سر په شاتګ او سترګو په تنګيدو شروع وکړه. ما فکر وکړ چې دا ښايی د پروپوزل لپاره د بودجې په جوړولو کار کوي چې دومره دقيق دی. خپل کار مې له ياده ووت او نوموړي ته فکر يوړم. د خبرو جرئت مې نه درلود، ځکه ټول خورا بوخت وو. بهانه مې لټوله چې وګورم نوموړی په څه شي دومره مصروف دی، هر څومره چې مې وکتل سترګې يې د کمپيوټر له سکرين څخه نه لرې کولې. د هغه سړي ميز چې پرون مې مکتوب ورکړی وو، د ده تر څنګ وو، نو د هغه میز ته ورنږدي شوم، خو فکر مې ده ته وو، ځان مې د دې عجيب کارکوونکي ميز ته ښه ورنږدي کړ، که د کمپيوټر سکرين يې وليدلای شم. هغه هم په دې شيبه کې متوجه شو. غوښتل يې چې څه ووايي خو زه په ورمخکې شوم او ورته مې وويل: مدير صاحب ولې عينکې نه اخلې؟ هغه ځواب راکړ: ګم اش کو باز کتش عادت ميکنم! د ده خبره لا نه وه پوره شوې، هغه نسبتاً ځوان هلک چې د ده څنګ ميز ته د کمپيوټر تر شا ناست وو، يې خبره پوره کېدو ته پرېنښوده په خندا او لوړ غږ يې وويل: از خاطر عينک را استعمال نمی کنه که امر صاحب در عينک اش عکس قطعه ها را نبيند!
د دغه دفتر خورا مصروف خلک ټول يو ځای په خندا شول او ټولو تقريباً په يو غږ وويل: ای ګيم ها خو ما را بيخي از چای خوردن کشيده!