د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناول څه شی دی؟ دویمه برخه

عطاءالله خان حیران 28.12.2010 15:39

ژباړن : عطاء الله خان حیران
پلاټ

(2)

هرناول د ډول ډول وړو وړو پيښو ټولګه وي ددغو پيښو او وقعاتو ترتیب ته پلاټ ویل کېږي.
په عامه توګه دپلاټ او د کیسې ترمنځ توپیرڅوک نه کوي دواړه یوشی بولي، په داسې حال کې، چې دکیسې او د پلاټ ترمنځ ډیر توپیرموجود دی ځکه، چې دا ممکنه ده، چې په ناول کې دې بالکل پلاټ نه وي، خو دا ناممکنه ده، چې په ناول کې دې کیسه نه وي.
دانګریزي ناول لیکونکي، سروالټراسکاټ ناولونه اوکیسې یې ښه مثالونه بللۍ شو ځکه، چې دهغه په ناولونو اوکیسوکې د پلاټ څه پته نه لګیږي، په ناول کې د پلاټ تعلق د کیسې له ترتیب سره وي، په پلاټ کې وقعات بیانولی شو خو په دې کې د سبب او مسبب په مطابق په ترتیب باندې ډېر زور وي.
پلاټ جوړول هم یو ډول فن دی، د ښه پلاټ لرونکي ناول هربرخه منسجمه او په زړه پورې وي.
پلاټ عومآ څلور یاپنځه برخې لرې، چې دلته یې د څلور برخویادونه اړینه بولم.
۱ لومړۍ دکرکټرنو او دکردار پېژندنه
۲ په دویمه برخه کې دکرکټرونو ټکر
۳ په درېیمه برخه کې هغو ستونزوته دحل لارده، چې کرکټر ورسره مخ کېږي
۴ په څلورمه برخه کې په منطقي پایله او نتیجه ناول پای ته رسیږي
پلاټ په ناول کې زړه را ښکون پیداکوي دښه پلاټ پرمټ په یوه خیالي کیسه باندې دحقیقي کیسې ګومان کیداشي.
ښه ناول دښه پلاټ پرمټ شونې دی په ناول کې د ښې فنکارۍ لومړی ثبوت دپلاټ ښه ترتیب دی ځکه، چې پلاټ په ناول کې له کیسې نه ډېر اړین وي.
ناول پرته له کیسې نه ناشونې دی په عام ناول کې هم کیسه وي بلکې ښې کیسې چې لوستونکی ورنه سر نه شي پورته کولی خو پلاټ نه لري او نه لوستونکي ته دپلاټ احساس محسوسیږي.
پلاټ په کیسه کې سلیقه پیداکوي.
په ناول کې له ضرورت نه زیات وقعات یاحرکات چې دکیسې له نفس سره ډیرکم تعلق لري نه دی پکار.
پلاټ جوړول داسې دی لکه یو ډبرتوګی چې په خپل هنر له تیږې نه ښایسته شی جوړوي چې په لیدویې هرانسان حیرانیږي او خوند ورکوي نو پلاټ هم له یوې عدي کیسې نه یو ښه شهکار جوړولی شي لکه څنګه چې یو ډبرتوګی کټ مټ د یوچامجسمه جوړوي چې هرسړی یې ګوري نو نه خطاوزې چې هو دا خو دالاطون مجسمه ده همداسې دښه پلاټ پرمټ ستاسې له یوعادي کیسې نه داسې کیسه جوړیږي چې څوک یې لولي نو دحقیقت ګومان پرې کوي.
نو پردې اساس پلاټ په ناول کې فني ښکلاپیداکوي او په ناول کې فني کشش او ښکلا ډیره اړینه وي په یاد ولرئ پلاټ چې څومره زړه راښکونکی وي په همغه کچه کیسې ته فني ښکلا وربښي.
د پلاټ مختلف ډولونه دي خو دجوړښت په حساب بیادوه برخې لري، چې یویې منظم پلاټ او بل یې غیرمنظم پلاټ دی.
غیرمنظم پلاټ هغه دی،چې یواځې یوکیسه په کې پرمخ روانه وي او کیسه هم په یوه محدود شخص باندې څرخي او همدا ډول پرته له کوم ټکر او پېښو پای ته ورسیږي په دا ډول کیسوکې خوند اورنګ په هغه کچه نه وي کوم چې دمنظم پلاټ لرونکې کیسه کې وي.
منظم پلاټ، چې ترکیبي پلاټ هم ورته ویلی شو، په دغه ډول پلاټ کې له مرکزي کیسې نه نورې وړې وړې کیسې او پېښې زیږي، په دې کې هره کیسه له بلې کیسې سره او هره پېښه له بلې پېښې سره داسې ګنډلي وي لکه د یوه مشین مختلفې پرزې، چې سره نښتې وي.
په دغه وخت کې دیوې خبرې خیال ساتل پکاردي چې مرکزي کیسه باید دفراعي کیسو او د پېښو تراغېزې لاندې رانشي، مرکزي کیسه باید په خپل ځای همغه شان مرکزي وساتل شي.
ښه ناول لیکونکی او په ښو ناولونوکې عمومآ د توازن، ترتیب او د هیت خیال ساتي او ددې سره سره پلاټ هم ډېرښکلی لچکدار جوړیږي پلاټ دناول بنسټیزتوکی دی، په حقیت کې له ضرورت پرته په پلاټ باندې غور اوفکر پلاټ میکانیکی کوي او کله چې پلاټ میکانکي شي دکیسې دپرمختګ لار نیسي اوکیسه که څه هم پرمخ به روانه خوموږ ته به داسې ښکاري لکه ځای پرځای چې ولاړه وي.
د پلاټ نور ډولونه هم شته، چې دکیسې محض یو وي او په بله کې بیاله یوې کیسې نه نورې کیسې پیداکېږي اوټولې کیسې او پېښې له یوبل سره ګنډلې وي.
په اکثرو ناولونوکې دکیسې یو غریدلی تار وي خو په ځینوکې بیا درې څلور تارونه یا په بل عبارت له دې نه هم زیات، د ساري په توګه دیوه مین اومینې په باب وقعات دي اوبل دمین هلک او دمینې نجلئ دملګرو پېښې او کیسې چې په ناول کې دمرکزي کیسې ترڅنګ په منظم ډول بیانیږي.
خوترټولوښه پلاټ هغه دی چې دکیسې ترکیبي برخې په منظم ډول په یوبل کې ر ا ونغاړي اوسره غوټه یې کړي. .