د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(Gouda Kass) د پښتون نه! خودا چيس

ډاکټر محمد فريد بزګر 20.12.2010 20:10

زما د ژوند په زړه پورې خاطرو څخه
(دويمه خاطره)
په يوه بهرنۍ موسسه کې مې د کار لومړنۍ شپې ورځې وې، په دغه موسسه کې پرته له ما او يو څوکيدار څخه نور ټول بهرنيان وو، يو څو پاکستانيانو هم پکې کار کاوه. فکر کوم ۱۹۹۶ کال وو، په ټول دفتر کې مو يو کمپيوټر درلود. د دې لپاره چې له دغه کمپيوټر څخه مو ډيره ګټه اخيستی وي، نو د هغوی چې کمپيوټر يې پکاريده يو مهال ويش يې ورته جوړ کړی وو، کمپيوټر د دفتر په مالي کوټه کې وو، چې زمونږ مالي مسووله يوه ډيره مهربانه هالينډۍ ښځه وه. ما اجازه درلوده چې په اوونۍ کې دوه ورځې له دوو بجو څخه تر څلور بجو پورې کمپيوټر استعمال کړم.
په دغه دفتر کې موږ د غرمې ډوډۍ نه درلوده، نو ډوډۍ به مو بهر خوړله، نږدي ښه رستورانت يا هوټل نه وو، مقصد په يو څه به مو ګوزاره کوله، چې تر کوره مو ورسوي او بيا هلته د خيټې چاره وکړو.
يوه ورځ په مالي شعبه کې کمپيوټر ته ناست ووم، د مالي مسوولې سره يو بل بهرنی سړی هم وو، زه په خپل کار بوخت ووم چې دغې ښځې مخې ته را ته يوه ټوټه پنير د لږې ګرمې ډوډۍ سره کښيښود. د پوڅې (پنير) او ګرمې ډوډۍ په ليدو مې خوله له اوبو ډکه شوه، خو نه پوهيږم ولې مې دغه ښځې ته له خولې ووتل نه يې خورم. هغه لکه چې پوه شوې وه چې نه مې د زړه نه دی ويلي، نو بيا يې را ته وويل دا ډير مزه دار پنير دی، په هالينډ کې ډير شهرت لري، خودا چيس (Gouda kaas) يې بولي او زموږ په کلي کې جوړيږي ما له ځانه سره له خپل کلي راوړی ويې خوره. ما ورته بيا وويل نه مننه نه يې خورم، خو د وينا او د زړه غوښتنې تر منځ مې ډير واټن موجود وو چې له ورايه معلوميده، نو دغه ښځې بيا وويل: ډاډه يې چې نه يې خورې؟ ما ورته په داسې حال کې چې پنير مې په سترګو خوړه بيا د نه ځواب ورکړ! زه منتظر ووم چې بيا به ټينګار وکړي، خو هغې ناځوانې هم نور ست و نه کړ او پنير يې له تودې ډوډۍ سره زما له مخې پورته کړ.
له دغې ورځې نه به مې هميشه له ځانه سره جګړه وه چې ولې مې ورته «نه» وويل، او بيا ولې په دې نه ويلو داسې ټينګ ودريدم، وخت تير شو، نو يوه ورځ مې هغې ښځې ته وويل له هغه صفتي پنير (خودا) څخه څه نه دی پاتې؟ ويې ويل نه خلاص شوی دی. ورته مې وويل دا ځل له هالينډ څخه يو څه زما لپاره هم راوړه. خو هغې په لنډ وخت کې واده وکړ او بيا رانغله او زما په زړه د خودا چيس ارمان همداسې پاتې شو. کال نيم وروسته بله هالينډۍ زموږ په دفتر کې مقرره شوه، يوه ورځ مې هغې ته د دغه پنير قصه وکړه چې فلانۍ راله مخ ته کښيښود او ما ورته نه وويل خو اوس پښيمانه يم، ځکه هغې ورله ډير صفت وکړ، دغه ښځې را ته وويل دا ځل چې هالينډ ته لاړم خامخا يو څه خودا پنير درله راوړم.
هغه هالينډۍ هالنډ ته لاړه او بيرته راغله، ما موقع لټوله چې د خودا پنير په اړه ترې پوښتنه وکړم، نو يوه ورځ موقع مساعده شوه او ترې مې پوښتنه وکړه. هغې راته وويل هوکې راوړی مې وو، خو بيګاه فلانۍ ډوډۍ نه وه خوړلې يو څه ما تا له ساتلی وو چې هغې وخوړ.
په دې کې کلونه تير شول، نورو هالينډيانو ته مې هم وويل، خو چا به د خپل بار د ډيروالي، چا به د هيريدلو او چا به د نورو وجوهاتو له کبله را نه وړلای شو. د خودا پوڅې د لومړی مخکتنې تقریباً ۱۳ کاله وروسته را له يو هالينډي چې د هغه هم څلور ځله د هالينډ نه د راتګ په مهال يا هير شوی وو يا ترې بل چا خوړلی وو، خودا پنير را له راوړ. او را ته يې وويل دا هم ستا خودا چيس. پنير مې کور ته راوړ، خو نه پوهيږم ولې مې هيڅ هغه اشتها رانغله کومه چې يې ما د لومړي ځل کتلو په وخت کې درلوده، يا کيدای شي هغه مهال ډير وږی ووم، يا کيدای شي هغه وخت مې اشتها ښه وه، يا کيدای شي هغه مهال له تودې ډوډۍ سره وو، خو هر څه چې وو، ما هغه لومړنی چانس له لاسه ورکړی وو، دا هم خودا پنير وو خو هغه خودا نه کوم چې له تودې ډوډۍ سره چې ښه وږی هم ووم زما له مخې لرې کړای شوای وو!
که اوس وګورو د پښتنو سياستوالو هم همدا حال دی، دوی هم کله چې ضرورت وي چې بايد راميدان ته شي، لکه زما غوندې «نه» وايي او بيا په خپله نه چې زړه يې هم کيږي ټينګ ولاړ وي، له وخت نه ګټه نه شي اخيستلای او ځان ورته کوچنی معلوميږي چې ولې «ښه» ووايي. خو هغه وخت ښه وايي چې بيا يې وخت تير وي او هر څه ترې نورو ګټلي وي.