د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الرزق في القران ( دريمه برخه)

قاضي طارق 14.12.2010 19:09

الرزق في القران
دريمه برخه
درزق اسباب

دتيروبرخو له مطالعي نه دچاسره دا فكر پيدا نه شي چي ريښتيا هم روزي رسان څښتن تعالي دي ، نولاس پښي وغځوي ، هلي ځلي هڅه اوهاند پريږدي ، درزق دګټلوټول اسباب شاته وغورځوي اوچيرته دتياري ډوډي خوړلوته مخه كړي ، الله سبحانه وتعالي په دي قادردي چي داسبابو نه په غير هم رزق ورسوي خوالله تعالي چي دانسان په وجودكي كوم استعدادونه ايښي دي نو دا يي ددي لپاره ايښي چي كارتري واخلي اومهمل ،راكد اوبي فايدي يي پري نږدي ، په دي برخه كي به وګورو چي څښتن تعالي خپل بنده ته كومي لارښوني اوحكمونه كوي ، په كومو اسبابو چي رزق ګټل كيږي د هغي نه استفاده په كار ده كه نه ؟ او درزق په ګټلو كي داسبابو استعمال څه حكم لري ؟ اوداسي نور .....

مثلا :
يو سړي فابريكه لري اويا دبل كوم كار وبار لرونكي دي ، درزق مال او دولت د ګټلو لپاره دتجارت ،زراعت ،دولتي ماموريت اويا بلي كومي وسيلي نه كاراخلي ، نو دا خورا مقبول كارونه دي مشروط پردي چي داسلام داصولوسره سم ترسره شي ، دحلال رزق ګټل دحلالو لارونه هم يوقسم دعبادت دي.
دوسايلواواسبابو استعمال په اصل كي هغه دروازي دي چي په هغه روزي راځي اوداچي منبع اومركزيي چيرته دي ، خالق يي څوك دي ؟ داهغه سوالونه دي چي په تيروبرخوكي ورباندي دقران په رڼا كي څيړنه وشوه اوس وايو چي ددغودروازو اواسبابو استعمال دخداي تعالي په وجوددتوكل خلاف نه دي ، مشروط پردي چي اعتماداونظريوازي دالله تبارك وتعالي په وجودوي ، اودالله پاك قدرت په دغواسبابو كي محصورونه ګڼي .
كه يوسړي تجارت د اسلام دحكمونو سره سم تر سره كړي او غدر ،غبن ،دروغ او دوكه پكي ونه كړي ، نو څښتن تعالي دغسي ريښتيني تاجر دقيامت په ورځ له نبيانو سره يو ځاي راپورته كوي ، خداوند قدوس په دغسي روا او مشروعو اسبابو كي خير او بركت اچوي ، خو اعتماد او تكيه به ور باندي نه كوي ، اوداسي به نه ګڼي چي كه دا نه وي نو رزق به نه وي او يا به وي خوكم به وي ، داسي انګيرنه اوعقيده درلودل په حقيقت كي د څښتن تعالي په وجود اعتماد اوتكيه له منځه وړي ، اوډير داسي كيږي چي درزق په ګټلو كي دانساني كرامت پولي ماتوي اودعزت النفس ټول ارزښتناكه اصول له پامه وغورځوي اويوازي هغه څه پسي سرګردانه شي په ذهن كي روزي رسان ګڼلي دي خويادبايد ولروچي ډيرځله داسي هم كيږي چي دغه لوي تجارت او كار وبار او يا همدغه فابريكه چي ځوك ور باندي اعتماد كوي ناځاپه دداسي لوي زيان او تاوان سره مخ شي چي دده په لاس كي موجود دغه ټول مال دولت دده له ګوتو وباسي او له خپو يي ور غورزوئ .
لوي خداي حكم كوي چي تجارت كوي ، د خداي په ځمكه كي ګرځي ،حلال رزق پيداكو ي چي داهم عين عبادت دي ، خو په دي شرط چي دومره ډير بوخت اولالهانده شي او درزق د ګټلو په اسبابو مو دومره تكيه پيدا شي چي خداي درنه هيري شي ، او دغه فابريكه يا تجارت اوياكومه رسمي دنده در ته روزي رسان ښكاره شي .
دقران عظيم يو بل سورت ته په سر ورښكاره كړو چيرته چي داموضو ع په خورا واضحه الفاظو بيان شوي هلته چي لوي خدا ي د رزق د ګټلو لپار ه د اسبابو د استعمال يا دونه كو ي ، د سورت جمعه په اخيرني برخه كي الله پاك د موءمنانو د ژوند لپاره يوه روښانه لاره تشريح كړي فرمايي چي : (ياايهاالذين امنوااذانودي للصلوة من يوم الجمعة فاسعواالي ذكرالله وذرواالبيع ذالكم خيرالكم ان كنتم تعلمون @ فاذاقضيت الصلوة فانتشروافي الارض وابتغوامن فضل الله واذكرواالله كثيرالعلكم تفلحون @
((( اي مو ء منانو كله چي د جمعي په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشو نو بيا د الله ذكر ته منډه كړي او كه په خرڅولو او اخيستلو يعني تجارت كي بوخت ياست نو هغه پريږدي ، ستاسو لپاره همدغه خير دي كه پوهيږي ،نو بيا كله چي لمونځ ادا ء كړ شو لاس تر زني مه كني او خپاره شي په مځكه كي او د الله پاك فضل ولټوي ، او الله ډير ، ډير يادوي چي كاميا ب شي .
ددي سورت دپاي په څو جملو كي څښتن تعالي پاك نبي ته فرمايي چي ( ما عندالله خيرمن اللهوومن التجارة والله خيرالرازقين ) ترجمه : دي خلكو ته ووايه چي هغه څه چي د الله سره دي ډيرغوره دي له هسي ژوندتيرولو او تجارت نه او هغه غور ه رزق رسونكي دي .
ددغو مباركو اياتونو هره جمله د مو ءمن د ژوند دلاري يو ه برخه بيانوي ، دلمانځه نه مخكي كه تاسو د تجارت او اخيستلو خرڅولو په كومه معامله كي بوخت ياست نو پروا نه كوي ،خو كله چي د لمانځه لپاره اذا ن وشي بياهغه پريږدي او په بيړ ه سره د جمعي د لمانځه ادا ء كولوته لاړ شي ، ددي معني داده چي په دي وخت كي نور تجارت يا بل هر روا او مشروع كار روا نه دي ، بيړه دي وشي يعني په خورا اهتمام سره بايد لمانځه او خطبي اوريدلو ته متوجه شي ، په دي وخت كي خير د بيع او تجارت په پريښولو كي دي ، كه څوك په خپله ګټه او تاوان پوهيږ ي نو هغه لمونځ طرف ته په اهتمام سره تلل دي ، خو په دي خير باندي هر څوك نه پوهيږي ،ځكه د اذان د اوريدلو نه روسته هم دپخوا په شان لګياوي اخيستل او خرڅول كوي او دي كا ر ته ولي ادامه وركوي ددي لپاره چي تجارت يي دتاوان سره مخ نه شي ، په رزق كي به كمي راشي ، خو الله پاك فرمايي چي دلته د خداي حكم ادا ء كولو ته ولاړ شه او درزق د ګټلو په قصه كي نور مه اوسه ، ا و چي كله لمونځ ادا ء شو نو بيا هسي بيكاره كښيناستلو نه داښه ده چي د حلال رزق په ګټلو پسي په مځكه كي خپاره شي او د خداي فضل ولټوي ، په كوم روا كار كي چي اخته ياست هغه ته ادامه وركړي ، كه هغه اخيستل خرڅول يا بل روا كار وي خوهسي نه چي بيا په دغو كارونو كي داسي ډوب شي (لكه چي د نن زماني د مسلمانانو حال هم داسي دي ) چي خداي درنه هير شي ، ددي لپاره چي په دي لاري كي دبرياليتوب سرحد ته ورسيږي نو وخت په وخت به دخداي ياد كو ي ، دهغه سره چي كوم رزق دي ، او د هغه سره چي كوم ثوابونه دي ،نوهغه له لهو لعب يعني بيځايه وخت تيرولو او تجارت نه خورا ډير ښه دي ، ا و هغه غوره رزق وركونكي دي ، لهو او لعب دا دوه داسي لٌفظونه دي چي په قران كريم كي ډير راځي او هر هغه څه ته ويل شي چي د خداي د عبادت په وخت كي بنده د خداي له يا د نه وباسي .
د جمعي لمونځ په ځينو خلكو فرض نه وي لكه مسافر او يا ناورغ يا بل تل پاتي معيوب او معلول ، دلته چي عامو موء منانو ته دلمانځه طرف ته د سعي كولو حكم دي نو دي ته عام مخصوص منه البعض واي يعني ذكر عام دي مخصوص تر ي بعض دي ، هغه څوك چي مسافر ناروغه او معيوب نه وي ، روغ او مقيم يعني كوربه وي نو داذان داوريدو سره سم دي دخداي ياداوسر ټيټوني ته سعي وكړي.
دغو مباركو اياتونو كي يو ه نقشه وركړي شوي، دژوند د تيرولو يو ابرو مند چل ښول شوي ،امام غزالي رحمۀ الله عليه په خپل ( اخلا ق د غزالي له نظره ) نومي كتاب كي وايي چي (( انسان د خپل طبيت په خلاف په هوا كي الوتل زده كړي او د ماهيانوپه شان اوبو كي هم دژوند كولو په چل پوهيږي ،خو د ځمكي په سر د ژوند كولو په چل نه پوهيږ ي )) او د ا ريښتيا ده ، انسان د ځان لپاره دومره ډير معبودان پيدا كړي دي چي د واحد او حقيقي معبود بندګي ته دسره جوړ نه دي ، دلته خو د جمعي دورځي د تيرولو نقشه قدم بيا ن شوي خو خداي تعالي په ټولو ورځو كي له بندګانو نه دغه شي غواړي ، د عبادت په وخت كي عبادت ،او د كار په وخت كي كار ، ( دغه دي دكاميابي او برياليتو ب راز ) ، نه يوازي دنيا ، خونه يوازي دين ،(( واعمل لدنيا ك كانك تعيش ابدا ، واعمل لاخرتك كانك تموت غدا )) حضرت علي كرم الله وجهه فرمايي ددنيا لپاره داسي كار وكړه چي لكه هميش په دنيا كي اوسيږي ، خو بيا د اخيرت لپاره داسي كا ر وكړه لكه ديوي شپي مسا فر چي سبا تر روان يي .
يو شمير صوفيان اوشيخان مترو ك الدنيا دي ، يوازي د جو ماتونو په ګوټونو كي په عبادت كولو داسي بوخت دي چي ددنيا ډير ضروري او مشروع كارونو ته هم هيڅ اهميت نه وركوي ، كاريي يوازي او يوازي عبادت كول او دبل چا له خوا تياره شوي ډوډي خوړل وي ، بيا په دي بل طرف كي ځيني خلك ددنيا په لټولوداسي بند وي چي خالق تعالي ور نه هير وي د افراط او تفريط په خور ا اوږده ناروغي اخته وي ، خو ځان ور ته رو غ ښكار ي ،او دا تر ټولو بد حالت دي چي سړي وي ناروغه ، خو ځان ور ته ښكاري روغ ، هدف يي بيت الله وي ، خو روان وي تركستان او هندو ستا ن ته ، هدف ته يي شا كړي وي ، او په ډيره چټكي سره مخ په وړاندي روان وي ، اوچي څومره خوځيږي هغومره له هدف نه ليري وځي .
زمونږ پيغمبر ص عليه وسل فرمايي چي كه چيرته يو په تاسو كي خپله رسي واخلي او غره ته ولاړ شي او په خپله شا يو د لرګو ګيډي راوړي او هغه خرڅ كړي او په دي سره د خپل مخ ابرو او عزت وساتي داد هغه لپاره ډير غور ه دي له هغه نه چي د خلكو نه سوال كوي يا څه وركوي يا نه ،څوك چي كار نه كوي او زحمت نه باسي نو هغه به حتما د بل لاسته ناست وي .
همدغسي بل ځاي كي بيا هم فرمايي چي : كه په تاسو كي يو سړي په خپله شا له غره څخه دلرګيو يو ګيډي راوړي داور ته ډير ښه دي له هغه نه چي چاته سوال وكړي او هغه څه وركړي يا نه ، دغره نه د لرګيو راوړل اوپه دي ژوند تيرول خورا ستونزمن كار دي ، ددواړو جهانونو سردار وايي داله مفتي ډو ډ ي خوړلو نه ښه دي .
د مبارك پيغمبر د يو مبارك حديث مفهوم داسي دي چي وايي ( چا درسول الله په مخكي د كوم عابد دعبادت كولو ډير ه ستاينه وكړه چي فلاني سړي شپه او ورځ په عبادت بوخت دي نو د خداي رسول تر پوښتنه وكړ ه چي ددغه
عابد لپاره ډوډي څو ك تياروي ؟ چا ور ته وويل چي د هغه ورور، نو د خداي نبي وفرمايل چي دغه ورور يي له ده نه ښه دي . ))
همدغسي نبي اكرم صلي الله عليه وسلم داهم فرمايي چي داود عليه السلام به دخپل لاس ګټلي روزي خوړله .
او دغه نبي عليه السلام داهم فرمايي چي يحي عليه السلام به نجاري كوله .
دغسي په يو بل ځاي كي مهرباني كوي چي كومه روزي چي دخپل لاس د عمل نه وخوړل شي ددي نه بهتره روزي نوره نشته .
نو د اسبابو استعمال درزق په لاسته راوړلو اوګټلو كي خورا ضروري دي خو بروسه او اعتماد به په هغه مالك وي چي ټولو ژونديو مخلوقاتو ته رزق ور كوي ،اودرزق پراخوالي او تنګ والي دهغه په لاس كي دي .

وما علينا الاالبلاغ
ادامه لري .......