د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناول څه شی دی؟ لومړۍ برخه

عطاءالله خان حیران 12.12.2010 16:49

دناول عنصر(1)
لومړۍ برخه
په ناول کې ترټولومهم عنصر کیسه ده او په عام ډول د ناول محض هم کیسه بلل کېږي، همدارنګ په ناول کې پرته له کیسې نه بل څه نه وي.
کیسه، چې څومره ښکلې او په زړه پورې وي، په همغه کچه ناول ته رنګ او ښکلاوربښي.
تکړه ناول لیکونکی ای، ایم فور سټر دکیسې په هکله وایی، (کیسه دناول روح دی)
انسان فطرتآ له کیسوسره مینه لري، له کیسې نه خوند اخستل زوموږ دفطرت غوښتنه ده.
کیسه که هرډول وي خوزموږ پام ډېرژر دځان پرلور اوړوي، دبېلګې په توګه زموږ کوم ملګری، چې له کوم هېواد څخه راشي نو د روغ بړنه وروسته موږ ورنه دهغه ځي په هکله چې دی په کې اوسېده پوښتنه کو ترهغې چې ټوله کیسه راته وکړي او زموږ زړه ته پرې تسلي میلاوشي، دغه وخت داسې وي چې کیسه کونکی او کیسه او رېدونکي یو ډول خوند ترلاسه کوي هغه یې له او رولونه خوند اخلي او موږ یې له اورېدونه،دمثال په توګه که یوڅوک ووایي چې یاره نن مې ډېره عجیبه خبره وا ورېده،، نو دا ډول خبره موږ تریوه حده په تلوسه کې اچوي، چې نوموړي به څه ډول خبره اورېدلې وي، ترهغې مو تلوسه وي ترڅوموچې ټوله خبره نه وي اورېدلې، همدا رنګ کله، چې دسړک پرسر یاپه بازار کې خلک ووینو، چې سرا راټول دي او شورماشوریې جوړ کړی وي نو موږ په لومړي سرکې دا پوښتنه کو، چې څه کیسه ده.
الغرض له کیسوسره مینه یوفطري امردی دا زموږ د فطرت غوښتنه ده، چې موږ ورنه تل متاثره شوي یو.کیسه څه شی دی؟ په عام ډول خو د کیسې تعریف داسې شوی دی، چې کیسه د یو داسې وا قعاتو اوحراکاتو بیان دی، چې له یوبل سره تړلي وي اوپه پای کې یوې نتیجې ته رسېدلي وي په کیسه کې غوټه دکیسې روح دی کله چې غوټه پرانستل شوه نوهرڅه ښکاره شي، له غوټې نه تلوسه پیداکېږي
هسې خو په هره کیسه کې ویل کېږي، چې په لومړي سر کې داسې وشول او ورپه سې داسې وشول او په پای کې داسې، یاپه بل ډول هغه پلانې شخص په لومړي سر کې داسې وکړل بیایې داسې وکړل او په پای کې داسې وکړل هرکیسه په همدې ډول پای ته رسیږي.هرکیسه په یوه وقعه پیلیږي کله چې نیمې ته ورسیږی منځني وقعات رابرسېره شي او پای یې ځکه ډېردلکش وي، چې نتیجه په کې نغښتې وي،په کیسه کې دوخت مسله ډېره مطرح ده وخت حساب بایدپه کې په دقیقه توګه ترتیب شي ځکه، چې زموږ په ژوند کې هرڅه یوناڅاپي اوپه یوخت نه رامنځته کېږي په هرکیسه کې دوخت تعین ډېرمهم وي دکیسې پیل، منځ او دپای التزام ډېرضروري وي هسې خوپه ژوند کې اکثره دوخت حساب نه وي خوپه کیسه کې دوخت حساب په پام کې نیول ډېر اړین وي .
( بیاڅه وشو) په کیسه کې داپوښتنه ډېره ضروري ده چې لوستونکي ته پیداشي ځکه چې په کومه کیسه کې تلوسه نه وي له هغې کیسې نه څوک خوند نه شي اخستی او نه لوستونکی له ځان سره اخلي ځینې کیسې ډېرې په ړزه پورې وي اوځینې ډېرې بې خونده وي، ښه کیسه هغه ده، چې تلوسه ولري او لوستونکی له ځانه سره ترپایه ملګری کړي کله چې لوستونکي ته دا پوښتنه پیداشي چې صبر وکړه چې اوس څه کېږي؟ او اوس به څه کیږي؟ د تلوسې دغه تار همداسې بایدترپایه وغزول شي که دتلوسې تار درنه وشکېده نو دکیسې خوند خرابېږي په کیسه کې دپيښوډلبندي هم باید په ډېرهنري شکل سره و شي په کیسه کې غوټه، تلوسه او دپيښو ډلبندي ډېره مهمه ده ددې خیال باید وساتل شي ترڅوموکیسه په ښه ډول ترپایه لوستونکی له ځان سره ملګری کړي ځکه، چې په کیسه کې انتظاریادتجسس خلش ډېر یوخاص شی دی، دنړۍ ترټولو ښه کیسه ویونکې دزر یوې شپې شهزادګۍ تېره شوې ده دې داکیسه دومره په زړه پورې او وږده وه چې څوشپې یې دوخت ظالم پادشاه ته اوروله ترهغې یې چې دپادشاه فکرته بدلون ورکړ او هغه یې له خپل ظالمانه حراکاتونه منع کړ.
دښوکیسولیکلوفن دهرچانه زده او نه یې هرڅوک زده کولی شي، دا هم لکه دشعر خدایي ورکړه ده.
دیادونې ده چې دکیسولیکل، که دښه فنکاره سړي کاردی او ډېرمهارت غواړي خودې ته ورته دکیسوویل هم یوځانګړی فن دی، دهرچاله خولې کیسه او رول خوند نه کوي ، تاسې ته بهتره مالومه ده، چې موږ کله کیسه اورو نو وایویاره هغه پلانی سړی راو غواړئ چې نن ورنه یوڅوکیسې وراورو په داسې حال کې چې دغه کیسې به د ډیرو یاده وي، خو دهغوله خولې او یادهغوپه الفاظوبه کیسې خوند نه کاوي ځکه چې دهغه الفاظ به دومره ښکلي اونوي نه ول نوځکه یې خوندنه کاو نوپردې اساس هرناول لیکونکي ته پکار ده چې خپل الفاظ په نوي شکل پرخپل ځای وکاروي الفاظ چې څومره نوي او خواږه وي په همغه کچه ناول ته ښکلابښي موضوع که هرڅومره نوې وي خو که الفاظ زاړه اوتکراري وي خوند نه کوي له نوې موضوع سره چې کوښښ وشي نوي خواږه الفاظ وکارول شي نوډېره به ښه وي نوښت که په شعرکې وي که په نثرکې ځانته خوند اورنګ لري لکه څنګه چې دالفاظو دموزونیت ځواک له هرتکړه نوښتګرشاعرسره وي همدارنګ هرنثرلیکونکي ته هم بویه چې په خپلوالفاظو کې دموزونیت دپیداکولو وړتیاپه ځان کې پیداکړي.
دکیسوډولونه
دکیسو ډېر ډولونه دي پروفیسرکومکرکوچ د شکسپیرڅلوېښت کیسې په وو۷ ډولونو وېشلي دي مسټرمیریارټ د نړۍ ټولې کیسې په درې ډولونوویشلي دي دنوموړي په اند ځینې کیسې دیوه خط په څېرمستقیمې وي ځینې دمثلث په څېر او ځینې بیا د دایرې په څېر ۱ دکیسې پیل له یوه ټکي نه پیلیږي یانې له هیرو او له هیروینې نه پیلیږي او په همدوی پای ته رسیږي، ۲په دویم شکل کې کیسه له درې هستیونه پیلیږي هیرو هیروین او یو دښمن رقیب،۳ دریم ډول دهغه ډول کیسه وي چې له یوې واقعې یلیږي اوپرهمغه موضوع څرخي اوبیرته خپل ځي ته راستنیږي.
زیاتره زړه راښکونکې کیسې دویم یادريم ډول یادې شوي
دیادونې ده چې ځینې کیسې قیاس ته نیژدې او ځینې بیاله قیاسه ډېرې لرې وي لرغوني پخوانۍ کیسې او داستانونو ته که موږ وګورو ډیرای یې له قیاسه لرې دي ناول بیاله دې ټولوپخوانیوداستانونو اوکیسونه ولې ډېرلوستونکي او مینه وال لري؟ دا ځکه چې په ناول کې دکیسې بنسټ نساني ژوندباندې اېښودل شوی وي او په ناول کې دژوندروزمره وقعات بیانیږي، ناول لیکونکی په دې پوهیږي چې حقیقت له درواغونه ډېرتعجب انګیزوي.
دناول نوم ناول دي ناول ( یعنې یونوی شی) دانوي شي نوم به یې ځکه ورته ویلی وي چې په ناول که دپخوانیوافسانوبرعکس په ناول کې انساني ژوندکیسه وي په انګریږۍ ژبه کې لومړنی کتاب چې دناول نوم یې ورکړد درچارډسن کتاب وه په هغه کې ډېرنوښتونه شوي وپه دې ناول کې یوه خادمه له یوتورنګه سړي سره مینه کوي په دې کتاب کې د دېوانو او دپریانوپرځای په کې دانساني ژوندکیسه بیان شوې ده. نوربیا...