د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو

کرکټ څانګه 04.12.2010 15:18

د افغانستان ملي لوبډلې د سکاټلینډ هیواد لوبډلې ته په ۸ وبکټو د لویو وچو د جام په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د لویو وچو د جام یا انټرکانټینټل د سیالۍ اتل شو.

د سکاټلینډ هیواد په دویمه پاڼۍ کې افغان ملي لوبډلې ته ۸۲ منډې وکړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل، په لومړۍ پاڼۍ کې افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ۴۲ منډې پوره وړې و، په دې حساب سره چې د سکاټلینډ د منډو شمېر ۴۱+۸۲= ۱۲۳ ته ورسید او افغان ملي لوبډلې ته یې ۱۲۴ هدف وټاکه.

افغان ملي لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې پرون ورځ په ۶۴ منډو د سکاټلینډ ۶ لوبغاړي سوځولې و او نن ورځ یې چې په توپ اچونه سهار ۹:۳۰ بجې پې وکړ د سکاټلینډ پاتې ۴ لوبغاړي وسوځل.

افغان ملي لوبډلې د دویمې پاڼۍ په توپ وهنه پېل وکړه د پخوا په څېر د پېل توپوهنه کریم صادق شروع کړه خو په  منډو وسوځید، شبیر نوري ۳۵ منډې وکړي او شهزاد محمدي  منډې، نوروز منګل  د ملي لوبډلې د اوږدو لوبو کپتان ۱۷ منډې وکړي وسوځید د لوبې ګټلو ته محمد نبي راوتلو او ۶ منډې یې جوړې کړي او لوبې ته یې د پای ټکې کیښودلو.

شهزاد محمدي نن ښه توپ وهنه وکړه نیمه سلیزه یې ووهله .

د لویو وچو د پایلوبې غوره لوبغاړی حمید حسن شو، حمید حسن په دې لوبه کې ۸ ویکټې واخستلې او په ټول سیالۍ کې یې د ویکټو شمېر ۴۳ ته رسیږي، زیات امکان شته چې د کرکټ نړیواله شورا یې د لویو وچو د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان کړي.

دغه پنځه ورځنۍ پاى لوبه دوه ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پيل شوې وه، خو افغانستان د لوبې په درېيمه ورځ سکاټلينډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره د دې لوبې ( انټرکانټینټل) ډیر اړین و، د لویو وچو د سیالۍ اتلولي کولای شي د افغانستان کرکټ ته د کرکټ د نړیوالې شورا دیر پام راواړوي.

د لویو وچو اتلولۍ سره به افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا په دې قانع کړي چې افغانستان ته د اوږدې لوبو کولو ویاړ ور په برخه کړي، او که اوس ورته د کرکټ نړیواله شوره د اوږدو لوبو کولو ویاړ ورنکړي نو د دې لوبې کولو سره افغان ملي لوبډله وتوانیده چې د اوږې لولو کولو سټیټس ته ځان ورنږدي کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغانانو ته په هیواد کې او له هیواده بهر د دې ویاړ د ګټلو مبارکي وايي.

یادونه: افغان ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې هیواد ته د لویو وچو د جام او په اسیاد کې د سپینوزرو د مډالونو سره هیواد ته ستنیږي.

هیواد د ستنیدلو بشپړ وخت یې معلوم نه دي خو چې کله کرکټ بورډ پرېکړه وکړي تاسو ته به معلومات درکړل شي.