د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملي لوبډلې په دوبۍ سټډیم کې د سکاټلینډ سره لوبه پېل کړه

کرکټ څانګه 02.12.2010 09:04

په تصویر کې چې کوم بیرغ لیدل کې په دوبۍ کې د کرکټ مجاهد عصمت الله اندړ بیګا شپه د نن لوبې لپاره جوړ کړی دی

نن په دوبۍ کې ۹:۳۰ بجې د دوبۍ په وخت د افغانستان او سکاټلینډ لوبه پېل کړه چې پنځه ورځې به دوام وکړی. پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله او په توپ وهنه یې پېل وکړ.

افغانستان توپ اچونه پېل کړې ده او لومړی توپ اچون حمید حسن او شاپور توپ اچونه کوي.

دا لوبه د لویو وچو د جام پایلوبه هر چا چې وګټله نو د کرکټ نړیواله شورا به ګټونکې لوبډلې ته سل زره امریکائي ډالر انعام ورکوي.

دا لوبه پنځه ورځینۍ ده او هره لوبډله به دوه دوه پاڼۍ لوبه کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې د اوږدو لوبو کپتان نوروز منګل وايي ((دا لوبه باید وګټو ځکه چې د افغانستان د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره د دې لوبې ګټل خورا اړین دي. نوموړی وايي چې لوبغاړي ښه تیار دي چې لوبه د خپل هیواد او افغانانو لپاره وګټي، دې پایلوبې ته مو د دوو میاشتو راهیسې تمرینونه پېل کړي او د لوبډلې روزونکې زموږ په پخوانیو ستونزو یې ډیر کار کړی نو هیله لرم چې د هر وخت څخه به ښه وځلیږو)).

د لویو وچو د جام لپاره افغان ملي لوبډله:

نوروز منګل (كپتان)، كريم صادق، اصغر ستانكزى، حميد حسن، سميع الله شينوارى، شاپور ځدراڼ، شبير نوري، شهزاد محمدي، آفتاب عالم، باطن شاه، عبدالله مزاري، محمد نبي، ميرويس اشرف، محمد سميع.

 افتاب عالم، سمیع اغا، باطن شاه او عبدالله مزاري لوبه نه کوي خو سمیع اغا ۱۲ لوبغاړی دی.

 دد کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په  ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:

http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:

http://icc-cricket.yahoo.net/index.php

په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد   کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.