د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انټرکانټینټل جام پایلوبه په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي

کرکټ څانګه 27.11.2010 15:00

ژباړن: عزیز غروال د افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ افسر

د كركټ نړيوالې كميټې ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ كال د انټركانټينينټل كپ پايلوبې به په ژوندۍ بڼه ښودل كيږي

پايلوبې به د دوبۍ په نړيوالې سټيديم كې د دسمبر له ۲ نيټې څخه تر ۶ نيټې پورې ترسره کیږي.

د كركټ نړيواله كميټه د سكاټلینډ د كركټ په مرسته د راتلونكي كركټ نړيوال جام ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ پايلوبې چې د افغانستان او سكاټلنډ ترمنځ دي په ژوندۍ بڼه خپروي.

 لوبه به  د سپورتونو ښار دوبۍ په نړيوال سټيديم كې د دسمبر له ۲ نيټې څخه تر ۶ نيټې پورې خپريږي چې ۵ ورځينۍ لوبه به وي او د كركټ نړيوالې كميټې د اساسي او فرعي قومونو تر منځ به ترسره كيږي.

 دا د كركټ نړيوالې كميټې دوهمه نړيواله پراختيايي هڅه ده چې د نوموړې كميټې د لومړى برخې له ليګ وروسته به د هالنډ څخه سږ كال په ژوندۍ بڼه خپريږي.

 پوښښ به د لايف سټريم له ويب پاڼې خپراوى مومي چې د كركټ سكاټلنډ لايف نومې چينل لخوا خپريږي. دا به په نړيواله كچه په غير رسمي بڼه د كركټ مينه والو لپاره يوه خپرونه وي چې لنك يې په لاندې ډول دى:

www.livestream.com/cricketscotlandtvlive

 د هرې ورځې مهم توكي به په لاندې ويب سايټ كې هم موجود وي www.icc-cricket.com

 په دوبۍ كې به د لوبو پيل د سهار له ۰۹:۳۰ څخه د مازديګر تر ۰۴:۳۰ پورې وي (۰۵۳۰ – ۱۲۳۰ جې ام ټي) د لوبو پوښښ به د لوبې له پيل څخه نيم ساعت د مخه پيل كيږي او نيم ساعت د لوبې د پاى وروسته به پاى ته رسيږي.

 د هرې ورځ د درې واړو لوبو ثبت شوى تصوير به په لايف سټريم چينل كې هم موجود وي او همداراز په www.icc-cricket.com.

 په سكاټلنډ كې ميشت ددې پروګرام برابرونكي مايك سټينجر وايي: د لومړنيو سرچينو په درلودلو سربيره دا هم د پاملرنې وړ ده چې د انټرنيټ په واسطه په دغو ورځو كې څومره لاسته راوړنې كيداى شي.

 زمونږ درې كمرې په مسلكي توګه ددې پروګرام په ژوندۍ بڼه د خپراوي وړتيا نه لري خو مونږ د خپل خپراوي له ټيم او د كركټ د مينه والو مسلكي تجربه به دا خپرونې لا پياوړې كړي.

 مونږ هڅه كوو تر څو خپرونې په داسې ډول چمتو كړو چې په افغانستان او سكاټلند كې د لوبو له مينه والو څخه يې تود هركلى وشي.

 د كركټ نړيوالې كميټې پراختيايي مدير زياته كړه: دا د افغانستان او سكاټلنډ مينه والو لپاره يوه په زړه پورې موكه ده او همدا راز د كركټ همكارو او اصلي غړو ته څو د انټركانټيننټل كپ لوبې په ژوندۍ بڼه وګوري.

  مونږ خوښ يو چې د هيواد څخه د باندې خپلو همغږو سره كار كوو او همدا دى چې د سكاټلنډ كركټ له هيواد څخه د باندې د لوبې مينه والو لپاره لپاره خدمتونه وړاندې كوي.

 د مهربانۍ له مخې د انټركانټيننټل كپ او د نړيوال كركټ د كميټې شيلډ لپاره د دواړو لوبډلو اعلان شوي نومونه لاندې وګورۍ، دا لوبې د دوبۍ د سپورتونو په ښار کې ترسره كيږي.

 د كركټ نړيوالې كميټې د انټركانټيننټل كپ لوبغاړو لست:

 افغانستان: نوروز منګل (كپتان)، كريم صادق، اصغر ستانكزى، حميد حسن، سميع الله شينوارى، شاپور ځدراڼ، شبير نوري، شهزاد محمدي، آفتاب عالم، باطن شاه، عبدالله مزاري، محمد نبي، ميرويس اشرف، محمد سميع

  سکاټلینډ:

Scotland: Gordon Drummond (captain), Kyle Coetzer, Neil McCallum, Richard Berrington, Majid Haq, David Watts, Simon Smith, Gordon Goudie, Ross Lyons, Preston Mommsen, Matthew Parker, Gregor Maiden, Ryan Flannigan, Stuart Chalmers