د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل غازي ښونځي لوبډله د ښونځیو د کرکټ سیالۍ اتله شوه

کرکټ څانګه 27.11.2010 13:54

د ښوونځيو په کچه د كركټ سيالۍ د بهير پاى د يوې پرتمينې لمانځ غونډې په ترڅ كې ونمانځل شوه

دا پرتمينه غونډه پرون چې د روان زيږديز كال نومبر له ۲۶ نيټې سره سمون خوري د افغانستان كركټ بورډ  او مسلم هنډز موسسې لخوا په صافي لنډ مارك هوټل كې ونمانځل شوه چې پكې د هيواد مخورو او د كركټ ګڼ شمير مينه والو ګډون کړی و.

د ګډونوالو ترمنځ د جمهوري رياست سلاكار وزير او د افغانستان كركټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود، د افغانستان كركټ بورډ سرپرست اجراييوي ريئس ذراب شاه زهير، د مسلم هنډز موسسې ريئس، د ننګرهار ولايت ولايتي شورى منشي، شمشاد تلويزيون ريئس فضل الكريم او په ولسي جرګه كې د پكتيا د خلكو استازى ګل پاچا مجيدي د فضل په شمول ګڼ شمير نورو هيوادوالو ګډون درلود چې د غونډې اصلي هدف د ښوونځيو د كركټ لوبغاړو هڅونه او ددوى رواني پياوړتيا وه.

د غونډې په بهير كې ښاغلي شهزاده مسعود د كركټ اهميت او د مسلم هنډز نړيوالې موسسې ارزښتناك ګام په او د سپورت د اهميت په اړه ټينګار وكړو او هيواد والو ته يې د كركټ ملي لوبډلې د برياوو مباركي وويله. همداراز د مسلم هنډز موسسې ريئس هم د افغانستان كركټ بورډ له تخنيكي مرستو مننه وكړه او ياده يې كړه چې دوى به د كركټ په ډګر كې په راتلونكي كې هم د خپلو مرسته بهير ته دوام وركړي.

د غونډې په بهير كې د ګټونكې لوبډلې او دوهمې لوبډلې لوبغاړو ته يو لړ نغدي او معنوي انعامات چې د ګټونكې ډلې لپاره ۵۰۰۰۰ افغانۍ او د دوهمې لوبډلې لپاره ۲۵۰۰۰ افغانۍ له سپورتي بوټانو او مډالونو سره ډالۍ شول او په راتلونكې كې هم له دوى سره د ډيرو مرستو ژمنه وشوه.

په غونډه كې كابو ۲۵۰ وګړو ګډون درلود چې د ماښامنۍ په خوړلو سره پاى ته ورسيده.

 د پایلوبې په اړه اړین معلومات:

د ۶۴ ښونځیو لوبډلو څخه د کابل ولایت غازي او د لغمان قطبزي لیسې پایلوبې ته ووتلې چې په پای لوبه کې د غازي لیسې په ۲۰ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو مخالفې لوبډلې ته ۱۱۲ منډې هدف وټاکه.

د لغمان د ولایت د قطبزي ښونځي د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۷۷ منډې وکړي او لوبه د اتلولي ترې د غازي ښونځي وګټله.

د ښونځیو تر منځ په دې سیالۍ کې غوره لوبغاړ د افغان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړ هشمت الله شهیدي ونومول شو.