د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډله د بنګلدیش هیواد سره سبا ته لوبه کوي

کرکټ څانګه 25.11.2010 20:01

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ  د بنګلدیش د هیواد سره د اسیاد کرکټ په سیالۍ کې پایلوبه کوي.

نن افغان ملي لوبډلې د اسیاد کرکټ لوبه کې د سپینو زرو مډال د پاکستان خلاف خپل کړ او سبا ته د زرو مډال لپاره د بنګلدیش سره لوبه کوي.

دغه پایلوبه سبا ورځ  د چین په وخت ۲:۰۰ بجې او د افغانستان په وخت د سهار ۱۰:۳۰ نیمې بجې پېل کیږي.

د افغانستان ملي تلویزیون او د ننګرهار ملي رادیو تلویزیون پتیلې چې دغه سیالي د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د شمشاد او سبا خصوصي تلویزونون کرکټ بورډ ته خبر ورکړي چې د افغان کرکټ ملې لوبډلې بنګلدیش سره سبا پایلوبه به په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي.a

افغان ملي لوبډلې په اسیاد کې دوه پیاوړ کرکټ ملي لوبډلو هانګ کانګ او پاکستان ته سر په سر ماتې ورکړه او د اسیاد د کرکټ پایلوبې ته یې ځان بریالی کړ.

افغان ملي لوبډلې د اسیاد په لوبه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ او نن یې د پاکستان هیواد ته ستره ماتې په ۲۲ منډو ورکړله.

د اسیاد په لوبو کې د کرکټ لوبې د لومړي ځل لپاره داخلي شوي دي، او ملي لوبډله هوډ لري چې د لومړی د کرکټ د سرزو مډال خپل هیواد او افغان ولس راوړي.

د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر داکټر خضرت عمر زاخېلوال هوډ کړی چې د ملي لوبډلې د تشویق لپاره د چین هیواد ته سفر وکړي.

همدارنګه ډیر امکان لري چې په دې سفر کې د ښاغلي زاخېلوال سره د کرکټ بورډ اجرایوي مشر هم ملګري وي.

ملي لوبډله د چین څخه د نومبر په ۲۷ نېټه متحده عربي اماراتو ته راستنیږي، ټاکل شوي ده چې د دیسمبر په دویمه نېټه د سکاټلینډ هیواد سره د دوبې په سپورټ سیټي کې ۵ ورځینۍ د انټرکانټینټل سیالۍ پایلوبه ترسره کړي.