د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان هانګ کانګ ته په ۸ ویکټو ماتې

کرکټ څانګه 24.11.2010 06:08

 افغانستان ملي لوډلې هانګ کانګ ته ډیره خطرنانکه ماتې ورکړه او د نن ورځې برې د ۸ ویکټو او ۳۸ توپو په لرلو سره خپل او نیمه پایلوبې ته یې د اسیاد په لوبو کې لاره پیدا کړه.

په ننۍ لوبه کې پچه د هانګ کانګ هیواد ملي لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه په ۴.۱۷ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۶۳ منډې وکړي او افغان ملي لوبډلې ته یې ۶۴ هدف وټاکه.

افغان ملي لوبډلې ډیر په اسانۍ سره وکړای شول چې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو مخالفې لوبډلې ته ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړي او د اسیاد د کرکټ د سیالۍ نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدره کړه. افغان ملي لوبډلې نن په ۱۳.۲ اورونو کې ۶۶ منډې وکړي.

د ملي لوبډلې نو کپتان د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایږي( تصویر د سبا تلویزیون څخه)

په ننې لوبه کې د هانګ خلاف په توپ اچونه کې میرویس اشرف خروټی ښه وځلید ۳ لوبغاړي یې د هانګ کانګ وسوځول، محمد نبي عیسی خیل او شاپور ځدران دوه دوه ویکټې واخستلې.

په توپ اچونه کې نوروز منګل او شهزاد محمدي شل شل منډې وکړي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي یو بل ته د خوشالۍ څخه ورغاړي وځي( تصویر دملي تلویزیون څخه)

افغان ملي لوبډله سبا ته د پاکستان لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي، دا لوبه د ملي تلویزیون او د سبا تلویزیون د لارې هیوادوالو ته وړاندې کیږي.

څو ورځې مخکې کرکټ بورډ د اریانا سپورټې خبریال  او شمشاد سپورټي خبریال ویلي و چې دوي پرېکړه کړي چې دا لوبې هیوادوالو ته به ژوندۍ بڼه وړاندې کړي خو د شمشاد تلویزیون د دې لوبو د خپرولو حقوق د پخوا څخه نه و اخستي او د اریانا تلویزیون هیڅ کله د کرکټ لوبې نه دې خپرې کړي.

د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې شمېر پاڼه:

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپوهنې شمېر پاڼه: