د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دویټامینونو اهمیت اودنامه تاریخچه

عبدالرحیم هلال 22.10.2010 15:47

په بدن کي ویټامینونه ټول هغه عضوي جوړښتونه دي چي نه یوازي دغړو دترمیم اوانرژۍ لپاره په کارراځي، بلکي دنورومهیمو سیستمونو،اوارګانونو دجوړښت او ودي لپاره هم پکاريږي
دمثال په توګه ؛دهضم  په سیستم کي دخوراکي توکوادلون بدلون چي ترډيره حده په اسانۍ سره نه شي حل کیدای په حل کولو کي يي دویټامینونو رول زیات دی
په دي سیستم کي دخوراکي توکودهضم په پروسه اوبدلون کي دویټامینونوترټولوستره وظیفه دقندونو،پروټینونو،اومعدني موادوترتیبول ا په دروسته توګه په کار اچول دي
یعني دقندونو،پروټینونو،اومعدني موادودادلون بدلون دنده چي په صحي توګه دانرژي سرچینه وګرزي په غاړه لري
او همدارنګه په بدن کي دمعافیت سیستم ځواکمن اوفعال ساتي دویني دکرویاتو،دهډوکودجوړښت ،اودغاښونودجوړساتلولپاره مهم جوړښتونه دي. چي نژدي زیاته برخه يي له خوراکي توکوڅخه لاس ته راځي
ټول ویټامینونه په بدن کي دحل کیدونکو جوړښتونوپه حیث په دوو عمده او کارنده ګروپونوویشل شوي دي چي اول ګروپ يي دliphopilپه نوم اودوهم ګروپ يي دhy drophilپه نامه یاديږي
 .یاپه بل عبارت ویلای شو چي په بدن کي ټول ویټامینونه په دوو عمده اوکارنده ګروپونوباندي ترتیب شوي دي چي اوله يي برخه يي په اوبوکي حل کیدونکي لکه ویټامین سي ،ویټامین بي ،اودډي ویټامینونه دي
اودوهمه برخه يي هغه ویټامینونه دي چي په غوړوکي دحل کیدووړدي لکه دA"B:EاودKاړوندویټامینونه دي
لکه څرنګه چي ورته اشاره وشوه اوله برخه ویټامینونه په اوبو اودوهمه برخه ویټامینونه دځیګرتراغیزلاندي په غوړوکي حل او جذب کيږي
په اي ،ډي ،اې ،کي ، ویټامینونوسربیرهB12ویټامین هم په ځیګرکي ذخیره کیږي چي مهمه دنده يي دعصبي سیسم جوړساتل اوسلامتیا ده
په ځیګرکي دویټامینونو دجذب فیصدي ته په کتلوسره ویلای شوچي په بدن کي ځیګردویټامینونوترټولولویه زیرمه ده
په ځیګرکي دویټامینونوله ډلي څخه ویټامین B6اوځیني نورددفاعي سیستم دتقويي لپاره ضروري ویټامینونه دي  ویټامینونه په ټولیزه توګه دیولړتجزیو اوپروسوپه کاراوچونه اوسرته رسونه باندي لاس ته راځي آن تردي چي کله وخت داسي هم کیدای شي چي کله وخت دیولړپروسو اوتجزیو په اساس له یوه ویټامین څخه بل ویټامین لاس ته راوړل شي
دبیلګي په توګه ،استثنايي ویټامینونه دډي ویټامین جوړوي یاني کله چي انسان دلمررڼا ته کښیني او دلمرشعاوي يي بدن ته دا خلي شي په دي حالت کي بدن ویټامین ډي جوړوي
 د لمر وړانګو ته لږ مخامخ کیدل د ویتامین ډي کموالي ته د انسان تمایل زیاتوي . دا کموالی بیا د هډوکو د معدني موادو د خرابي سبب کیږي چې په ماشومانو کې د  rickets د ناروغۍ سبب کیږي او په لویانو کې  بیا د  هډوکو د نرمیدو یا (( osteomalacia  oste په لاتین کې د هډوکې او ملیشیا د نرمیدلوپه  معني ده
ټولي هغه ناروغۍ چي  په بدن کي دویټامینونو دکمښت له کبله رامنځ ته کیږي دشلمي پيړۍ په لومړیوکي دطبعي علومودپوهانواوڅیړونکو لخوا وپيژندلي شوي
یادوڅیړونکودویټامینونودجوړښت سرچینو،اودندو په اړه څیړنه وکړه او دايي جوته کړه چي ویټامینونه څرنګه لاس ته راځي اوپه کومو خوړوکي موجوددي
همدارنګه دوی په همدي کال کي ویټامینونه دلاتيني الفبا په غټوتوروپه لنډيز سره ونومول

دویټامینونونومښود سرچیني اواړونده دندي يي
ویټامین اي A

په کال 1909کي دAپه توري ونومول شوچي دپوستکي اوداخلي غړو اوسیستمونولکه معده کولمي اونورو دروغتیالپاره ګټورویټامین دی چي له ځیګر،دهګیو له زیړو،،غوړیو اوشنوترکاریو کي اوسابوکي پيداکیږي

ویټامین بيB
په کال 1911کي دBپه توري ونومول شو اوروښانه شوه چي دغنموپه ډوډۍ ،الوګانو،دال پالک ،کیله،غوښه ،ځیګر،اودچرګ و ماهي په غوښه کي زیات پيداکیږي
په خاصه توګه هغه میندي چي دمیداواري په مهال وړ غذا نشي اخستلای ددي ویټامین اخستلوته سخته اړتیا لري چي دبي ویټامینونو له کورنۍ څخه ویټامین بی شپږ دماشوم دمرکزي عصبي سیستم دودي لپاره مهم ګڼل کیږي

ویټامین سي
داویټامین هم په کال 1912کي ترلاسه او دلاتيني ژبي دسي په غټ توري باندي ونومول شوچي مهمه  منشا يي لیمو،مالټه ،خربوزه ،رومیان ،توربانجان،شنه مرچ،اوګلپي دي
ددي ويټامین مهمه دنده داده چي په کولمو کي دفولیک اسید،اوسپني اونوروويټامینونوجذب تیزوکړي

ویټامین ډي
داویټامین په کال 1918کي کشف او لاسته راوړل شوچي دلاتيني توري په Dباندي ونومول شوددي ویټامین مهیمي سرچیني غوښه ،ځیګر،دهګیوژیړ اوغوړې دي، پدي سبیره په بیلابیلو لبنیاتولکه په شیندو مستو او همدا شان په مرخیړیو یا پوڅکیو کې هم د ډی ویتامین پیدا کیږي .

 ددي ویټامین ّ په اړه په پنځوستمه لسیږه کې خلکو ویره درلوده چې که د یوې میرمن ماشوم په نس وی او د ډې ویتامین وخوری نو بیا ممکنه ده چې په ماشوم باندی ناوړه اغیزه وکړی او سوه شکل پیدا کړی خو دامریکا د جنوبي کارولایناي د طب په پوهنتون کې څیړنو په کاناډا کې د تر سره شوي څیړنی په شان  دا ثابته کړه چې ویتامین  ‎ډي  میندو ته  ډیر ضروري  دي .
دغي تازه څیړني داوښوده چې ویتامین ډي هم امنیدوارې مور او هم یې په نس کې ماشوم ته ډیره ګټه کوي  دا ویټامین مخکې له وخته د ماشوم د زیږیدو مخنیوی کوي او  د هغو څیړنو له مخې چې په کاناډا کې شوی د ډی ویتامین د ډیرو مکروبی ناروغیو  مخنیوی هم کوي .

 ویټامین ايE
داویټامین هم شاوخوا1918کي وپيژندل شو چي په وچه میوه اوغنموکي لاس ته راځي
ځیني نورویټامینونه چي په خپل ځای کي دبدن لپاره مهم دي ویټامین B12بي دولسB5پنځه ،B7اوه،B3دری B9بي نه اوKویټامینونه دي چي په ینه هګیو ،کاهو،اودوریجوله نشایسته وو څخه لاس ته راځي ددوی له جملي څخه لکه څنګه چي یادونه وشوه ویټامین بي شپږ دماشوم دمرکزي عصبي سیستم لپاره ډيرګټوردی