د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام

مفتي ابوخالدلائق احمدغزنوي 20.10.2010 09:28


                                                               بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على من أرسله الله رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه وإخوانه إلى يوم الدين، أمّا بعد:
د سُتري په باره کې ډير خلک غلطه نظريه لري هغه دا چي دوي فکر کوي چې ستري ته هغه وخت لمونځ کول پکاردى چي د يو چا ( خصوصا د سپي خره او ښځي ) د تيريدلو احتمال وي که د چا د تيريدلو احتمال نوي نو بيا ستري ته لمونځ کول څه ضروري خبره نده!!.
حال دا چې خبره داسي نده ؛ بلکه صحيح قول او مسئله دا ده چې هر وخت ستري ته لمونځ کول ضروري کار دى ، رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته په هرځاې کي ستري ته په لمانځه کولو امر کړى، او ددي نه بغير ېي د لمونځ کولو څخه منعه کړي يو.
د الله د رسول صلى الله عليه وسلم عادت مبارک دا وو چي هغه به ستري ته لمونځ کول، خپل امت ته يي مطلقا ( يعني په فرضو، نفلو، سفر،حضر، مسجد او صحراء کي ) په ستره نيولو امر کړى او بغير د ستري نه يي د لمانځه کولو نه منعه هم کړي. فتاوي اللجنة الدائمة فتوى رقم ( 2613 )نيل الاوطار للشوکاني رحمه الله٣\٦.
په اسلامي شريعت کې چي ستري ته په لمونځ کولو امر شوى نو پدي ضرور ډير رازونه، حکمتونه او فوائد پراته دي چې ځيني ېي په لاندي ډول دي:
(١) ستري په وجه د لمانځه په افعالو کې خشوع پيداکيږي ((وَتُمَكِّنُهُ مِنَ الْخُشُوعِ فِي أَفْعَال الصَّلاَةِ)). ( موسوعة الفقهية الکويتية)
(٢) ددي په وجه په لما نځه کي انسان د بي ځايه نظر او آخو ديخوا کتلو څخه ساتل کيږي.
وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا كَفُّ بَصَرِ الْمُصَلِّي عَمَّا وَرَاءَهَا. (شرح صحيح مسلم للنووي).
(٣) که غواړي چې په لمونځ کولو کې زما فکر او سوچ يواځي له الله تعالى سره په مناجات باندي راجمعه شي نو د دي ډير اسباب دي ، د هغو څخه يو عمل داده چې لمونځ ستري ته کوه ځکه ستره په لمانځه کې د انسان په ذهن او فکر راجمعه کولو کي ډير ښه معاون گرځي. وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا ...جَمْعُ الْخَاطِرِ بِرَبْطِ خَيَالِهِ كَيْ لاَ يَنْتَشِرَ .
(٤) که بالفرض څوک د لمانځه مخکي تيريږي نو ددي په جه دهغه مخه نيول کيږي او هغه د ګناه څخه بچ کيږي. وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا ... مَنْعُ الْمَارِّ كَيْ لاَ يَرْتَكِبَ الإِْثْمَ بِالْمُرُورِ بَيْنَ يَدَيْهِ . ( الموسوعة الفقيهة الکويتية، شرح صحيح مسلم للنووي).
(٥) ددي په وجه د لمونځ کونکي مخ ته د يو چا د تيريدو مخه نيول کيږي،کمافي الحديث ( موسوعة الفقهية الکويتية).
(٦) ډير علماء د يو حديث په بناء دا فتوه ورکوي : که د لمونځ کونکي مخي ته د ستري نه بغير سپى، خر او يا بالغه ښځه تيره شي نو پدي سره دده لمونځ ماتيږي ، نو که چيري ددي دري څيزونو د تيريدو امکان وي نو پدي سره دده لمونځ د فساد څخه ساتل کيږي. کمافي الحديث.
(٧) ستري ته د لمانځه په کولو سره يوه مهمه او ډيره لويه دا فائده حاصليږي چي کله انسان په لمانځه و دريږي نو دده مخې ته شيطان ( د خپل شيطانيت کولو لپاره ) تيريږي ( را تيريږي ) ليکن لکه چې لمونځ کونکى ستري ته ودريږي نو پدي سره شيطان دده مخې ته نشي تيريدى، او د لمونځ کونکي او د لمانځه تر منځ ېي حائل کيدى نشي.
حديث کي راځي پتاسي کي چې څوک لمونځ کوي نو ستري ته دي نزدي ودريږي ددي لپاره چې شيطان ئي د لمانځه مخې تير نشي. عَنْ نَافِعِ بن جُبَيْرِ بن مُطْعِمٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إِلَى سُتْرَةٍ ، فَلْيَدْنُ مِنْهَا ، لا يَمُرُّ الشَّيْطَانُ بَيْنَهُ ، وَبَيْنَهَا. أخرجه الطبراني في " المعجم الكبير "کما في " السلسلة الصحيحة " 3 / 374 .
په يو بل مرفوع روايت کي راغلي: عَنْ سَهْلٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ ، وَلْيَقْتَرِبْ مِنَ السُّتْرَةِ ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَمُرُّ بَيْنَ يَدَيْهِ. رواه البغوي في شرح السنة ٢\٤٤٧ .
په يو بل حديث کې راځي: ( لو رأيتُموني وإبليس فأهويتُ بيدي، فما زلتُ أخنقُه حتى وجدتُ بردَ لُعابِه بين إصبعيَّ هاتين: الإبهام والتي تليها، ولولا دعوةُ أخي سُليمان؛ لأصبح مربوطاً بساريةٍ من سواري المسجد، يتلاعبُ به صبيانُ المدينة، فمن استطاع منكم أن لا يحُول بينَه وبينَ القبلة أحدٌ؛فليفعل).أخرجه أحمد (3/82- 83).
شيخ الباني رحمه الله ددي حديث په تعليق کې ليکلي: وفيه من الفقه وجوب اتخاذ السترة في الصلاة، ولو كان في مكان يظن أنه لا يمر أحد بين يديه، كما نسمع ذلك من كثير من الناس حينما تأمرهم بالصلاة إلى سترة، فيستغربون ذلك ويبادروننا بقولهم: يا أخي ما في أحد!! فنذكرهم بهذه القصة وقوله تعالى في إبليس: ( إنه يراكم هو وقَبِيلُهُ مِن حيثُ لا ترونهم). و(إن في ذلك لذكرى لمن كان له قلب أو ألقىالسمع وهو شهيد).
د اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه په باره کي راځي:
رأى عمر بن الخطاب رجلا يصلي ليس بين يديه سترة فجلس بين يديه قال لا تعجل عن صلاتك فلما فرغ قال له عمر إذا صلى احدكم فليصل إلى سترة لا يحول الشيطان بينه وبين صلاته .رواه عبدالرزاق٢\١٥.
يعني عمر رضي الله عنه يو کس وليدل چي هغه پداسي حالت کي لمونځ کول چي ستري ته ولاړ نوو، نو هغه په يې په خواکي کيناستل؛ ورته وې ويل خپل لمونځ په کراره وکړه، کله چې هغه کس د لمانځه څخه فارغه شه نو عمر رضي الله عنه ورته وويل : په تآسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته وردريږي، ( پدي خاطر) چي دده او لمانځه تر منځه ېي شيطان حائل نشي.
د عمر فاروق رضي الله عنه نه پدي مسئله کې دوه نور روايتونه هم نقل دي، وګوره: مصنف عبدالرزاق٢\١٦، المطالب العاليه.
د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى: عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيُصَلِّ إلَى سُتْرَةٍ ، وَلْيَدْنُ مِنْهَا ، كَيْ لاَ يَمُرَّ الشَّيْطَانُ أَمَامَهُ. رواه ابن ابي شيبة ١\٢٧٩.
ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي پتاسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته ودريږي او هغي ته دي نزدي ودريږي پدي خاطر چې دده مخي ته شيطان تير نشي( ابن ابي شيبه).
د ستري په باره کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم عمل:
عن سهل بن سعد - رضي الله عنه - قال : « " كان بين مصلى رسول الله - صلى الله عليه وسلم - وبين الجدار ممر الشاة » . متفق عليه، البخاري باب كم ينبغي أن يكون بين المصلي والسترة ، وصحيح مسلم ( 1 / 364 ) رقم 508 .
رسول الله صلى الله عليه وسلم ( به ستري ته دومره نزدي ودريدل چې دده ) د سجدي د ځاي او ستري تر منځ ( به فقط) د يو گډ د تيريدو فاصله وه.
همدارنگه حديث کې دا هم راغلي : « كَانَ إِذَا صَلَّى وَجَاءَتْ شَاةٌ تَسْعَى بَيْنَ يَدَيْهِ فَسَاعَاهَا -أَيْ: سَابَقَهَا- حَتَّى أَلْزَقَ بَطْنَهُ بِالحَائِطِ وَمَرَّتْ مِنْ وَرَائِهِ »(- أخرجه ابن خزيمة:« في صحيحه »: (2371)، والحاكم في «المستدرك »: (934)، من حديث ابن عباس رضي الله عنهما. والحديث صححه الألباني في «صفة الصلاة »: (83)، والوادعي في «الصحيح المسند »: (622).
يعني رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې کله لمونځ کول او مخې ته به يې گډې ؛ وزې د تيريدلو هڅه کوله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به د هغي د منعه کولو ( دومره ) کوشش وکړو چې د هغي خيټه به ېې له ديوال سره ونښلوله نو گډه ؛ وزه به بيرته د ستري نه آخوا تيره شوه.
په بخاري او مسلم د أبو جحيفة رضي الله عنه په روايت کې راځې : أن النبي صلى الله عليه وسلم "رُكِزَتْ له العَنَزَة فتقدَّم وصلَّى الظهر ركعتين يَمُرُّ بين يَدَيْهِ( وراءه) الحمارُ والكلبُ لا يُمْنَعُ"
(أخرجه البخاري 1 / 475، ومسلم برقم (503) وأبو داود برقم (688) والنسائي1 / 87.)
يعني ( په يو سفر کې ) د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته همسا ( د ستري لپاره ) ودرول شوه هغه د ماسپښين دوه رکعته لمونځ ورته وکړ، د ستري نه آخوا ( مخکې ورسته) ( يي ) د خره او سپي تيريدل نه منعه کول.
. عنزة هغي لنډې همسا ته واېي چي د نيزي نه لنډه وې او دوه خاښونه لري ( وګوره تحفة الأحوذي).
عن ابن عمر - رضي الله عنهما - : « " أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كان يعرض راحلته فيصلي إليها » . متفق عليه (البخاري ك الصلاة ب 98 الصلاة إلى الراحلة رقم 507 ، وصحيح مسلم ( 1 / 359 ) رقم 502 ، وانظر : فتح الباري ( 1 / 580 ) .
ابن عمر رضي الله عنه واېې چي نبي عليه السلام به خپلي مخې ته اوښه څملوله او ( د ) هغې طرفته به ېې لمونځ کول.
عن ابن عمر - رضي الله عنهما -: « " أن النبي - صلى الله عليه وسلم - كان إذا خرج يوم العيد أمر بالحربة فتوضع بين يديه فيصلي إليها والناس وراءه ، وكان يفعل ذلك في السفر » .
نبي کريم صلى الله عليه وسلم چې به د اختر په ورځ عيدګاه ته ووتل نو مخې ته به ېې نيزه ودرول شوه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به هغې ته لمونځ کول خلک به دهغه شاته په لمانځه ولاړ وو. متفق عليه . وگوره : فتح الباري ( 1 / 573 ) .
ستري ته په لمانځه کولو باندي د رسول الله صلى الله عليه وسلم امر:
" استتروا في صلاتكم ( و في رواية : ليستتر أحدكم في صلاته ) و لو بسهم " .
په لمانځه د ستري نيولو اهتمام وکړئ.
په يو بل روايت کې راځې: په تاسو کې دي هريو په لمانځه د ستري اهتمام وکړي اګر که غشي ته ولي نوي.
شيخ الباني په " السلسلة الصحيحة " 6 / 659 کې ددي حديث متعلق ليکې:
أخرجه ابن خزيمة في " صحيحه " رقم ( 810 ) و أبو يعلى ( 2 / 239 / 941 ) والحاكم ( 1 / 552 ) و البيهقي ( 2 / 270 ) و ابن أبي شيبة في " المصنف " ( 1 /278 ) و أحمد ( 3 / 404 ) و الطبراني في " المعجم الكبير " ( 7 / 133 - 134 ) والبغوي في " شرح السنة " ( 2 / 403 ).
وفي حديثٍ آخرَ: عن ابي سعيد الخدري قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم « إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيُصَلِّ إِلَى سُتْرَةٍ وَلْيَدْنُ مِنْهَا… ».
د ابوسعيد الخدري رضي الله عنه نه روايت ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي په تاسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته ودريږي او هغي ته دي نزدي ودريږي .
( أخرجه أبو داود في «الصلاة »: (698)، وابن ماجه في «إقامة الصلاة والسنة فيها »: (1007)، والبيهقي: (3580)، من حديث أبي سعيد الخدري رضي الله عنه. والحديث صححه النووي في «الخلاصة »: (1/518)، والألباني في «صحيح الجامع »: (641).).
وعن سهل بن أبي حثمة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إلَى سُتْرَةٍ فَلْيُدْنِ مِنْهَا ، لاَ يَقْطَعُ الشَّيْطَانُ عَلَيْهِ صَلاَتَهُ. ). د سهل بن ابي حثمه رضي الله عنه نه روايت ده دى واېې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي په پتاسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته ودريږي او هغي ته دي نزدي ودريږي پدي خاطر چې په ده باندي شيطان لمونځ مات ( خراب ) نکړي.
رواه أحمد وأبو داود وابن حبان والحاكم وابن ابي شيبة وهو حديث صحيح .
همدارنگه نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : ( إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ شَيْئًا ، فَإِنْ لَمْ يَجِدْ شَيْئًا فَلْيَنْصِبْ عَصًا ،فَإِنْ لَمْ يَكُنْ مَعَهُ عَصًا فَلْيَخُطَّ خَطًّا وَلا يَضُرُّهُ مَا مَرَّبَيْنَ يَدَيْهِ ) . رواه الإمام أحمد ، وقال ابن حجر في "بلوغ المرام " ولم يصب من زعم أنه مضطرب ، بل هو حسن اهـ .
په تاسي کې چې څوک لمونځ کوي نو هغه دي مخې ته څه شى راولي( کيږدي) که بلڅه ورسره نوي نو همسا دي ودروي که دا هم نوي نو مخې ته دي خط را کاږي ، په دي سره که دده نه آخوا څه تيرشي نو څه پروا نکوي.
عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ قُرَّةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ : رَآنِي عُمَرُ وَأَنَا أُصَلِّي بَيْنَ أُسْطُوَانَتَيْنِ فَأَخَذَ بِقَفَاي فَأَدْنَانِي إلَى سُتْرَةٍ ، فَقَالَ : صَلِّ إلَيْهَا.
يعني زه عمر رضي الله عنه په داسي حالت کې وليدم چې ما د دوو ستنو منځ کې ( بي ستري ) لمونځ کول ، نو هغه زه تر اوږي ؤ نيولم او ستري ته ېي نيزدي کړم ، راته وي ويل ديته لمونځ کوه.(( رواه ابن شيبة٢\٢٧٠، والامام البخاري في صحيحه معلقاً١\٥٧٧. )).
د ستري نه بغير د لمونځ کولو څخه منعه:
صَدَقَةُ بْنُ يَسَارٍ ، قَالَ : سَمِعْتُ ابْنَ عُمَرَ يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لاَ تُصَلِّ إِلاَّ إِلَى سُتْرَةٍ ، وَلاَ تَدَعْ أَحَدًا يَمُرُّ بَيْنَ يَدَيْكَ ، فَإِنْ أَبَى فَلْتُقَاتِلْهُ ، فَإِنَّمَا هُوَ شَيْطَانٌ.
ابن عمر رضي الله عنه واېې ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه ما وريدل چې هغه وفرمايل: د ستري نه بغير بلکل لمونځ مه کوه ، څوک مه پريږده چي په لمانځه کې ستا مخې ته تيرشي، که هغه نه حصاريده او خامخا تيريده نو جنګ ورسره وکړه ځکه دا شيطان دى.
»(- أخرجه ابن حبان في «صحيحه »: (2362)، وابن خزيمة في «صحيحه »: (820)، من حديث ابن عمر رضي الله عنهما. والحديث صححه الألباني «صفة الصلاة »: (82).).
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ:"لا يُصَلِّيَنَّ أَحَدُكُمْ وَبَيْنَهُ وَبَيْنَ الْقِبْلَةِ فَجْوَةٌ"يَعْنِي فُرْجَةً.په تاسي کې دي څوک په داسي حالت کې لمونځ نه کوي چې دده او قبلي ( ستري ) ترمنځ ېې فاصله وي.
رواه ابن ابي شيبة١\٢٧٩،و عبدالرزاق٢\١٦،و الطبراني٩\٢٩٨.
( دويمه برخه) .
ستري ته په لمونځ کولو باندي د صحابه کرامو او تابعينو اهتمام
مخکي د ستري په هکله د رسول الله صلي ا لله عليه وسلم عمل ، د هغه فرمان ، د ستري نه بغير د لمونځ کولو څخه سخته منعه ذکر شوه،اوس دي باره کي د صحابه کرامو او تابعينو اهتمام ذکر کوو.
عَنْ نَافِعٍ ، قَالَ : كَانَ ابْنُ عُمَرَ إذَا لَمْ يَجِدْ سَبِيلاً إلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي الْمَسْجِدِ ، قَالَ لِي : وَلِّنِي ظَهْرَك.
يعني ابن عمر رضي الله عنه که به په مسجد کې ستنې ته د لمونځ کولو لپاره څه لاره مونده نکړه نو ماته به ېي وويل شا را وګرځوه ( چې لمونځ در ته وکړم).
رواه ابن ابي شيبة بسندصحيح( ١\٢٧٩) .
د ابن عمر رضي الله نه دا روايت شوي: کان ابن عمر لايصلي الا الى سترة.
يعني ابن عمر رضي الله عنه به د ستري نه بغير قطعا لمونځ نکول. ( رواه عبدالرزاق٢\٩).
ددي حديث نه دا هم معلومه شوه چې وګوره دغه متبع السنة صحابي په مسجد کي د ستري اهتمام کړى.نو څوک چې دا خبره کوي چې په مسجد کي د ستري ضرورت نشته د هغوي قول کمزورى دى.
دا خبره په لانديني اثر کې هم راغلي:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ الْمُؤَذِّنُ إِذَا أَذَّنَ قَامَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَبْتَدِرُونَ السَّوَارِيَ حَتَّى يَخْرُجَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم وَهُمْ كَذَلِكَ يُصَلُّونَ الرَّكْعَتَيْنِ قَبْلَ الْمَغْرِبِ ( الحديث) .
انس بن مالک رضي الله عنه وايي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې به ( چې کله د ماښام اذان وشونو ) صحابه کرام به په تادي تادي سره ستنو ته د ( نفل ) لمانځه لپاره ودريدل، تر دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به را ووتل او دوي همغسي د ماښام د لمانځه نه مخکې په دوه رکعته ( نفلي ) لمونځونو لګياوو.
اخرجه البخاري في صحيحه ج 1/ ص 225 حديث رقم: 599، والبيهقي في سننه الكبرى ج 2/ ص 19 حديث رقم: 2114 و ابن حنبل في مسنده ج 3/ ص 280 حديث رقم: 14015، و ابن حبان في صحيحه ج 6/ ص 237 حديث رقم: 2489 وغيرهم.
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ:"لا يُصَلِّيَنَّ أَحَدُكُمْ وَبَيْنَهُ وَبَيْنَ الْقِبْلَةِ فَجْوَةٌ"يَعْنِي فُرْجَةً.
رواه ابن ابي شيبة١\٢٧٩،و عبدالرزاق٢\١٦،و الطبراني٩\٢٩٨.
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه په صحيح سند سره دا هم نقل دي چې هغه فرمايلي: أَرْبَعٌ مِنَ الْجَفَاءِ : أَنْ يُصَلِّيَ الرَّجُلُ إلَى غَيْرِ سُتْرَةٍ ( الحديث). څلور کارونه د نيکي نه خلاف دي يو په هغو کې بي ستري لمونځ کول دي رواه ابن ابي شيبة٢\٦١، والبيهقي ٢\ ٢٨٥ .
د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى: عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيُصَلِّ إلَى سُتْرَةٍ ، وَلْيَدْنُ مِنْهَا ، كَيْ لاَ يَمُرَّ الشَّيْطَانُ أَمَامَهُ. رواه ابن ابي شيبة ١\٢٧٩.
عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ قُرَّةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ : رَآنِي عُمَرُ وَأَنَا أُصَلِّي بَيْنَ أُسْطُوَانَتَيْنِ فَأَخَذَ بِقَفَاي فَأَدْنَانِي إلَى سُتْرَةٍ ، فَقَالَ : صَلِّ إلَيْهَا.
يعني زه عمر رضي الله عنه په داسي حالت کې وليدم چې ما د دوو ستنو منځ کې ( بي ستري ) لمونځ کول ، نو هغه زه تر اوږي ؤ نيولم او ستري ته ېي نيزدي کړم ، راته وي ويل ديته لمونځ کوه.(( رواه ابن شيبة٢\٢٧٠، والامام البخاري في صحيحه معلقاً١\٥٧٧. )).
حافظ ابن حجر رحمه الله ددي په شرحه کي ليکلي:اراد عمر بذالک ان تکون صلاته الى سترة.
يعني عمر رضي الله عنه پدي کار سره غوښتل چې ددي سړي لمونځ ستري ته شي (فتح الباري).
ستره څه شى جوړيدى شي ؟
مخکي د رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمان ذکر شو چي د ستري نه بغير لمونځ مه کوه، اوس ددي خبري وضاحت ليکو چې کوم کوم شيان ستره جوړيدى شي.
نو په احاديثوکي راغلي چي ديوال هم ستره جوړشوى،همسا هم جوړه شوي، د مسجد ستن هم ستره جوړه شوي،غشى هم ستره جوړول صحيح دي،د لمونځ کونکي مخي ته که کوم انسان شاه کړى ناست وي نو هغه هم ستره جوړ شوى،سورلي لکه اوښه چي ملاسته وي هغه هم ستره جوړه شوي،نيزه هم ستره جوړه شوي؛ تر دي پوري که دا يو هم نوي نو يو مختلف فيه روايت کي راغلي چې بيا ( مجبوراً) خپلي مخي ته کرښه را کاږه او هغه خپل ځان ته ستره کړه. سنن أبو داود الصلاة (689),مسند أحمد بن حنبل (2/249). (نيل الأوطار:4/3).
فقهاء کرامو ددي حديثونو د عموم څخه معلومه کړي چې هر شي د دريدو قابل وي نو هغه ستره جوړول صحيح دي: لکه په الموسوعة الفقهية الکويتيه کي راځي:
اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ يَصِحُّ أَنْ يَسْتَتِرَ الْمُصَلِّي بِكُل مَا انْتَصَبَ مِنَ الأَْشْيَاءِ كَالْجِدَارِ وَالشَّجَرِ وَالأُْسْطُوَانَةِ وَالْعَمُودِ ، أَوْ بِمَا غُرِزَ كَالْعَصَا وَالرُّمْحِ وَالسَّهْمِ وَمَا شَاكَلَهَا ، وَيَنْبَغِي أَنْ يَكُونَ ثَابِتًا غَيْرَ شَاغِلٍ لِلْمُصَلِّي عَنِ الْخُشُوعِ.
همدارنگه ددي روايتونه نه معلومه شوه چې د ستري اهتمام هر وخت په کار ده، دي ته په لمونځ کولو سره انسان ته ډير خيرونه په لاس ورځي، اول د رسول الله صلي الله په طريقه روانيدل راځي، د هغه په امر باندي عمل کول راځي، د هغه د نهېي نه د ځان ساتل راځي، د يته په لمونځ کولو سره د انسان لمونځ د شيطان د مداخلي، ګډوډ کولو، حائل کيدلو او د هغه مخته تيريدلو څخه ساتل کيږي، انسان ور باندي د صحابه او نورو سلفو صالحينو متبع جوړيږي،دا رنګه انسان ته هغه فائدي په لاس ورځي کومي چې مخکې ذکر شوي.
مونږ تاسي ټولو مسلمانانو ته پکار دي چي هر ځاي د سُتري کلک اهتمام وکړو.
ځکه مخکي ذکر شو چې دا کار رسول الله صلي الله عليه کړى، پدي ئي امر کړي، ددي نه بغير يي لمونځ کول منعه کړي، د هغه پاکو اصحابو او خلفاء راشيدينو به هم ددي اهتمام کول چي چا به د ستري اهتمام نه کول په هغوي به يي رد کول.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ددي امت لپاره رحمت دى ، دهغه په هر حکم او طريقه کې خير خير دى ، د هغه د حکم او طريقي څخه مخالفت په حقيقت کې د الله تعالى عذاب ته دعوت ورکول دي.
کرانو لوستونکو تاسي هسي په لاندينو ايتونو غور وکړئ چې په دي کې الله د خپل رسول په تابعداري څومره زور ورکړى او دهغه په مخالفت ېې څومره زرونه بيان کړي:
(( { فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ } [النور:63].
{ وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ } [ الأحزاب : 36 ].
{ قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلا الْبَلاغُ الْمُبِينُ (النور:54) }.
{قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ} [آل عمران، آية 32]. (ابن كثيرفي تفسيره ج1ص338).
((وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ)).
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَالَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا(27)يَاوَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا(28)لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا?[الفرقان:27-29]، وقوله تعالى ?يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ(66)وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ(67)رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا?[الأحزاب:66-68].)).

پدي هکله ځيني هغه کمزوري روايتونه چې د ستري په نه اهتمام دلالت کوي:
(١) عَنِ الْفَضْل بْنِ الْعَبَّاسِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا : قَال أَتَانَا رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَنَحْنُ فِي بَادِيَةٍ لَنَا فَصَلَّى فِي صَحْرَاءَ لَيْسَ بَيْنَ يَدَيْهِ سُتْرَةٌ . ( رواه ابوداود ) ددي سند کمزورى دى وگوره مختصر السنن للمنذري ( 1 / 350 - ) د ضعف تفصيل او علتونه په سلسلة الاحاديث الضعيفة د شيخ الالباني رحمه الله کې وګوره.
(٢) عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى فِي فَضَاءٍ لَيْسَ بَيْنَ يَدَيْهِ شَيْءٌ.
أخرجه أحمد ( 1 / 224 ) ، وابن أبي شيبة في (( المصنف )) ( 1 / 278 ) ، وأبو يعلى ( 2601 ) ، والبيهقي في (( سننه )) ( 2 / 273 ) ددي روايت سند هم ضعيف دى ؛ هيثمي په(( مجمع الزوائد )) ( 4 / 63 ) کې واېې :(( رواه أحمد وأبو يعلى ، وفيه الحجاج بن أرطاة ، وفيه ضعف )) همدارنګه د مسند ابو يعلي معلق شيخ حسين سليم اسد ليکي : إسناده ضعيف
شيخ الباني رحمه الله په ضعيف ابي دادو ا و سلسلة الاحاديث الضعيفة حديث(5814لمبر )کې ددي تفصيل ليکلى.
(٣) يو بل روايت کې د حديث راوي داسي روايت نقلوي : رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي مما يلي باب بني سهم ، والناس يمرون بين يديه ، ليس بينه وبين الكعبة سترة . ( وفي رواية ) : طاف بالبيت سبعا ، ثم صلى ركعتين بحذائه في حاشية المقام ، وليس بينه وبين الطواف أحد " .
أخرجه أحمد ( 6 / 399 ) والسياق له وعنه أبو داود ( 1 / 315 ) والأزرقي في " أخبار مكة " ( ص 305 ) والبيهقي في " سننه الكبرى " ( 1 / 273 ).
دا روايت هم کمزوري (ضعيف ) دى، که څوک ددي د ضعف علتونه کتل غواړي نو تر ټولو ښه تفصيل ېي امام الباني رحمه الله په سلسلة الاحاديث الضعيفه کي ليکلى .
په ابوداو او ځينو نورو کتابونو کي د أبو سعيد خدري رضي ا لله عنه نه مرفوعا نقل دي چې :
" لا يقطع الصلاة شيء ، وادرؤوا ما استطعتم ؛ فإنما هو شيطان " .
ددي په سند کې (( مجالد بن سعيد ))سيئ الحفظ راوي راغلي لکه دا خبره امام نووي رحمه الله په " المجموع " ( 3 / 246 ) کې ليکلي .
شيخ الباني واېې که بالفرض دا حديث هم شي نو بيا هم په صراحت سره د هغو احاديثو معارض نشي واقع کيدى کوم چي د ستري په اهتمام او لزوم دلالت کوي ( الضعيفة).
د ابوامامه رضي الله عنه نه مرفوعاً نقل دي چې :لا يَقْطَعُ الصَّلاةَ شيءٌ ) .
أخرجه الطبراني في " المعجم الكبير ( 8 / 193 / 7688 ) ، و الدارقطني في " السنن " ( 1 / 368 . شيخ الباني ددي په تحقيق کې ليکې: (( منکر)).
يو بل روايت کې داسي راځي ( لا سترة بمكة ) دا روايت هم ضعيف او کمزورى دى .