د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سقراط ژوند، اند او فلسفه

عطاءالله خان حيران 12.10.2010 12:26

ژباړن: عطاالله خان حيران
لومړی څپرکی.

د سقراط د ژوند په اړه، چې څومره معلومات لرو، دغه ټول موږته درې راويانو را نقل کړي دي.
په دغو درو راويانوکې يو د سقراط د وخت نوموتى ډرامه ليکوال (ارسټوفينز) دى. نوموړي په ورېځ نومې يوه طنزيه ډرامه کې، د سقراط طرح کارولې ده.
دويم راوي دسقراط پياوړى زده کوونکى اپلاطون دى.
ده په (دسقراط خبرې) نومې ليکنه کې د سقراط سيرت او د هغه پوهه په يو ځانګړي رنګ وړاندې کړې ده.
درېيم راوي داتن يوسرتېرى (زينوفن) دى، دى د سقراط مخلص او مينه وال و. ده په خپلو خبرو کې د سقراط ژوند، افکار او خيالات، چې ترکومه ځايه درک کړي ول، په ډېرو ساده ټکو ويلي دي.
اپلاطون دسقراط خپل انځور په ډېره هوښيارۍ وړاندې کړى دى .
د زينوفن وينا اوبېښې هم تر ډېره د منلووړ دي، زينوفن د سقراط د شخصيت او دزدکړې په هکله ډېرې ساده خبرې کړي دي .
پردوى سربېر لسګونوليکوالو د سقراط پر فکر او پوهه ډېرڅه ليکلي دي.
ديادونې ده، چې عربي څېړونکيو د سقراط فلسفه او فکر ډېرښه سپړلي او ډېرې ليکنې او څېړنې يې لرې کړي دي.
د سقراط لومړنى ژوند:
د يونان ستر فيلسوف او د اخلاقو مبلغ، چې لوى استاد يې هم بولي، سقراط پر ٤٦٩م ز په آتن کې سترګې وغړولې.
پلار يې سوفرونسکوس(sopheroniscus) يومجسمه ساز او ډبرتوږى و، لوى خداى ورته ډېر ښه پنځوو نکى ذهن ورکړى و.
سقراط تر لومړنيو زده کړو وروسته د خپل پلار په څېر ډبرتوږنه کوله؛ خو د خپلو احساساتو له امله يې دا کسب په نيمه کې پرېښود. مور يې فيناريټي (phgengrete) نوميده، چې ډېره پوهه او اخلاقي ښځه وه.
هغې پردي ماشومان روزل او د خپل زوى سقراط يې هم ډېره ښه روزنه کوله، هغه ته به يې رښتيا ويل او نېکې چارې يې ورښو ولې.
د سقراط کورنۍ د هنرمنده او فنکاره کورنۍ وه، ځکه نود اتن خلکودوى ته درانه کتل.
په اتن کې هر ډول زده کړې په خپلې مورنۍ ژبې کېدې.
په لومړنيو زده کړو کې د يونان د لرغونوشاعرانو وينا په تعليمي نصاب کې شامله وه او ورسره رياضي، هندسه او کيميا هم تدريسېدله. موسيقي او بدني روزنه هم د زدکړې اړين توکي ول.
که داومنو؛ نو سقراط به هرو مرو په نصاب کې شامل ټول مضامين لوستي وي . د اتن د قانون له مخې هر ښاري ته پوځي روزنه اړينه وه، سقراط د يو پوځي په توګه د سپارټا او اتن په جګړه کې هم برخه واخيسته، په دې جګړه کې سقراط خورا وځلېد، د يوه اتل په توګه يې ښې کارنامې وښولې؛ خو ترڅلوېښت کلنۍ وروسته د سقراط په شخصيت کې ښکاره او هراړخيز بدلونونه راغلل. سقراط په ډېرغور، فکراو بصيرت د خپلو فلسفي افکارو اورول پېل کړل او د يوه فلسفي په څېر يې د خلکو په زړونو کې ځاى وموند.
د ده د سوال ځواب حقيقت رښتيا ته درسيدلو مرستندوى و.
سقراط د فلسفې د زدکړې لپاره کومه ليسه يا اکېډمي نه درلوده او نه يې خپلو زده کوونکيو ته اوډليى درس ورکړى دى.
د سقراط ښه سړيتوب ده ته ډېر دښمنان هم پيدا کړل، هغه به سهار وختي پاڅېده او ګڼې ګوڼې لکه باغ يا د منډيي ته به ته ، ځوانان به يې پرځان راټولول او نصيحت به يې ورته کاوه.
کله کله به د بازار منځ ته هم ته او خلکو ته به يې خپله فلسفي وينا کوله اوکرۍ ورځ به يې پر فلسفي خبرو تېروله.
هغه د درس په بدل کې له هيچانه پيسې نه اخيستې. او شتمنو، بې وزلو او دهر پاټګي خلکو ته يې وړيا ښوونه کوله. په تېره ځوانانوته به د سقراط خبرو ډېرخوند ورکاوه او د زړه په غوږوبه يې اورېدې.
تنکيوځوانانوته سقراط ترځانه هم ګران و
سقراط به د اتن د دوديزو مذهبونو پر نيمګړتياوو او کمزوريو ټکې او د هغو د سمون هڅې کولې او د اتن ښاريانو ته يې رښتنې لارښووله.
د سقراط ستايونکي او نږدې ملګري کيري فن (chgerephon) ويلي دي، چې د ډېلفي (Delphi) شاهزادګۍ پرده ډېره لورېده.
خو سقراط به ويل چې زه له هېڅ خبرنه يم، د پوهولوکوښښ به وکړم.
زينوفن (Xenophon) به ويل، چې د سقراط سوال ځواب دود دومره غوره ه او په زړه پورې و، چې نوربه يې پوهول؛ خو په ده کې به څه ډول ګونګتيانه ترسترګوکېده.
د سقراط په خبروکې به ريښتينولۍ دومره زور و، چې د اورېدونکيو په زړونوکې
به يې يو ځانګړى ځواک پيدا کاوه.
سقراط پر خپل ځان ډېر ډاډمن و.، د لورنې جذبه او له مور و پلار سره غوره اودوستانه چلند، زغم او نورې ... ويناوې يې ډېرې په زړه پورې وې.
سيسرو (seciero)ويلي دي ، چې سقراط فلسفه له آسمان نه ځمکې ته راښکته کړه.تر دې نه وړاندې دا ډول فلسفه نه ده ليدل شوې،. ځکه چې د سقراط فلسفه حقيقت ته نژدې ده، په داسې حال کې چې ترسقراط وړاندې فلسفې د فطرت په لټه کې وې،.
خو سقراط دکايناتو، هندسې، فزيک، کيميا او رياضي پر څېر علومو ډېر کار کړى دى.
سقراط به ويل: داسې علم زده کړئ، چې نوروانسانانو ته يې ګټه ورسېږي او د انسانانو ترمنځ يووالى لا پسې ځواکمن شي. د سقراط هممهالو به ويل، چې سقراط لومړى شخص دى چې د انساني فطرت لوستنه يې په ښه ډول کړې ده. Humgn nature الفاظ سقراط ته منسوبيږي. د ده په وينا، پر هر انسان باندې د نور
و انسانانو خوشحاله ساتل فرض دي.