د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له هندوستان څخه پښتانه محصلين ولې شړل کېږي!

ټول افغان 11.10.2010 23:04

محمد رياض سادات تېر کال د پوني له پوهنتون څخه اول نمره فارغ شو خو اوس یې افغان دښمنه کړۍ بری نه شي زغملی او غواړي راتلونکی یې ورخراب کړي. انځور په فيس بوک د رياض سادات له پاڼې څخه.

د هندوستان پوليسو موده وشوه چې په هندوستان کې بااستعداده او په زده کړو کې بريالي پښتانه له پوهنتونو وباسي او بېرته یې افغانستان ته شړي. دا لړۍ موده وشوه چې روانه ده او اخرنی قرباني یې په ټول هندوستان کې د افغانانو په منځ کې تر ټولو لايقه محصل محمد رياض سادات دی چې هندوستاني پوليسو ورته مه له هندوستان څخه د اکتوبر تر ۱۵مې د وتلو امر کړی دی. محمد رياض سادات تېر کال د پوني پوهنتون له سوداګرۍ په برخه کې په لومړۍ درجه بريالی شو چې په انعام کې ورته د پوني پوهنتون د ماسترۍ بورس ورکړ. نوموړي دا دی ماستري يو سمستر وويله خو اوس ورته له هندوستان څخه د وتلو ويل شوي دي.

ټول افغان په داسې حال کې چې د هندوستان د چارواکو دا افغان دښمنه کړنې غندي په افغان حکومت او هندوستان کې په افغان سفارت غږ کوي چې په هندوستان کې د پښتنو محصلينو د ژوند ترېخولو او د له زده کړو د دوی د بې برخې کولو مخنېوی دې په عاجله توګه وکړي.

محمد رياض او نور پښتان زده کړيالان په هندوستان کې د يو شمېر متعصبو او افغان دښمنه کړيو د شيطانت او بهتان له مخې له هندوستان څخه په قصدي توګه شړل کېږي. په ټوله کې هغه پښتانه چې ويښ دي او په وطن مين دي له زده کړو محرومول کېږي. محمد رياض سادات او ځينو نورو ويښو ليکوالو او د ادب مينه والو له هندوستان څخه د ((چينه)) په نامه يوه مجله چاپوله چې همدا ادبي فعاليتونو ستمي حلقو ته خوند ورنکړ او هندوستاني مقاماتو ته یې شيطاني وکړه چې دا خلک ګنې د پاکستان کسان دي. دا هغه تور دی چې د بون له غونډې وروسته په افغانستان واکمن شوې متعصبې کړۍ یې تل په پښتنو لګوي. د دې تورونو لړۍ دا دی اوس هندوستان ته هم ورسېده. په بمبيي کې د افغانستان کونسلګري چې د حزب وحدت د يو غړي تر کنترول لاندې ده هم د پښتنو سره تعصب کوي او د یو شمېر متعصبو محصلينو پلوي کوي.

د هندوستان احمق چارواکي چې څېړنه نه شي کولای نو اسانه لار ورته همدا ده چې د هر چا په اړه یې ورته د شمالي ټلوالې نالايقه ملګري شيطاني کوي له هندوستان څخه یې وباسي.

 د هندوستان چارواکي بايد په دې پوه شي چې دا ډول کارونه به دوی سره د افغانانو واټن نور هم پراخه کړي. که د دوی موخه يواځې په افغانستان کې ځينو سياسي حلقو سره راشه درشه وي او افغان ولس سره بيا داسې بد چلند کوي نو په افغانستان کې به هيڅکله ملګري پيدا نه کړي ځکه دوی سره نن دوستي کونکې سياسي حلقې دومره ارزانه دي چې هر څوک يې په کمه بيه رانيولی شي.

هندوستان ته په کار دي چې افغان ولس سره دوستي وکړي او د په هندوستان کې د پښتنو سره بدچلند څخه لاس واخلي او پرېږدي چې دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ټول افغان له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د محمد رياض سادات د شړلو په بېړه مخنيوی وکړي او د هندوستان حکومت سره سپينه کړي چې د افغانانو سره له بد چلند او په راتلونکې کې د نورو پښتنو له شړلو لاس واخلي ځکه دا مهال په هندوستان کې ټول پښتانه محصلين په اندېښنه کې دي او هر يو په دې وېره کې دی چې کله به یې د شړلو وار وررسېږي.

په دې اړه په هندوستان کې د افغان محصلينو مخکېنۍ ګيله منه ليکنه دلته ولولئ.