د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه

عطاءالله خان حيران 10.10.2010 13:23

ژباړن :

دافلاطون ژوند،اند اوفلسفه
لومړی څپرکی

له زړوسرچینونه دافلاطون د زوکړې نیټه په دقیقه توګه نه معلومیږي خودنوو څیړنوله مخې افلاطون له مسیحی پيړۍ نه وړاندې په کال ۴۲۳ په اتن کې پیدا شوی دی. ـ ۱
پلاریې ارسټون (ariston ) نومیده.
ډایحن یرټس وایي: د افلاطون کورنۍ داتن له شاهي کورنيوڅخه وه.ـ۲
موریې پرکشي ټون (perictione ) نومېده او داتن د مشهورقانون پوه اوشاعرسلون (solon) له کورنۍ څخه وه ـ۳
دافلاطون مور دچارميډس (charmides) خور اودکرسټاس (critias) خورزه وه، چې دواړه د د یرش جابر(thirty tyrants ) مشهور رکن شمېرل کېدل.ـ۴
کله،چې دپیلوپونشین جنګ له مسیحی پیړې نه وړاندې په ۴۰۲ ـ ۴۰۳ کلنوکې پای ته ورسېده دغه وخت داتن سیاسی وضع ډېره خرابه وه، دغه وخت پراتن د دېرش جابروحکومت وه ـ۵
دارسټو اوپرکشی ټون له افلاطون څخه پرته درې بچي نور هم درلودل، دافلاطون دوه ورڼه ایډ منیټس ( ademmantus) اوګلاکن( glaucan ) اویوه خورچې پوټون (potone) نامه یې وه درلوده ـ۶
افلاطون په خپله یوه کتاب کې ویلی،چې (زمادواړه وروڼه ایډمنیټس اوګلاکن له مانه کشران دی ـ۷
خوزینوفن بیاوایي: یوازې ګلاکن له افلاطون څخه کشردی اوبس.ـ۸
لرغنویوناني مورخینوویلي: دارسټون مېرمن پرکشي ټون،چې حامله وه او افلاطون یې په نس وه یوه شپه یوناني دیوتا اپالو ارسټون ته په خوب کې ورغلی وه اوزیری یې ورباندې کړی وه، چې ډېرښه بختور ماشوم درکره پیداکیدونکی دی،چې دنړۍ په کچه به تل پاتې مشهورانسان وی.ـ۹
دافلاطون په هکله یونانی مورخین وایی:افلاطون په ځانګوکې ویده وه دشاتومچۍ راغلې دده په شونډوکېناستې اوپه ترنم کې یې ده ته فلسفیانه خبرې ورښودې.ـ۱۰

د افلاطون د پلارمړینه
افلاطون به دڅلورو پنځوکالوپه عمروه،چې پلاریې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.ـ۱۱
دارسټون له مړینې نه وروسته دافلاطون مور له پیري لیمس ( pyrilampes )سره واده وکړپیرلیمس دپرکشټون کلیوال وه.ـ۱۲
پیرليمپس له ډيروکلنوراهیسې په اتن کې سفیراو دایراني بادشاه په دربارکې خدمتګارهم پاتې شوی وه اود دې ترڅنګ د داتن دمشهورډرامه لیکونکي،پیرکلیز( pcriclcs )نیژدې ملګری وه اوپیرکلیزد اتن دجمهوریت غوښتنوکود ډلې مشروه.ـ۱۳
پیري لیمپس له خپلې پخوانۍ مېرمنې نه یوازې یوداسې زوی درلود چې دښایست اوازه يې په ټول اتن کې خوره شوې وه دغه هلک ډیموس نومېده.ـ۱۴
دپیري لیمپس له پرکشي ټون څخه یوبل زوی هم پیداشو، چې اینټي فون ( anti phone)نامه یې پرې کېښوده دا دافلاطون درېیم ورور وه.ـ۱۵
افلاطون دخپلوسیاسي خپلوخپلوانو لکه دچارمیډس،کریټاس اودپروټاکورس یادونه په خپلولیکنوکې کړې ده خو ه په خپل کتاب جمهوریت کې یی د ایډمنسټی اودګلاکن ډېره یادونه کړې ده.ـ۱۶
یومشهورتاریخ پوه برنټ ( burnet) لیکی وایی: دافلاطون له خبرولیکنونه دچارمیډس،په خپله د افلاطواو دهغه دکورنۍ شان اوشوکت ډېرښه معلوميږي،له دې نه پرته افلاطون،چې کومې خبرې دسقراط راټولې کړي دي له هغوڅخه نه یوازې دسقراط دشخصیت،پوهې،فلسفې اوکردارعکاسي کېږي بلکې د دې ترڅنګ يې په خپله دافلاطون او دهغه دکورني وقاريې هم له ځانه سره ځلولی دی.ـ۱۷
دافلاطون نومونه
ډایحن لیرټس ( Diogenes laertus ) دافلاطون په اړه وایي: په افلاطون باندې دده دغورنیکه نوم ارستوکلیس ( aristocles) اېښودل شوی وه افلاطون نوم ده ته خپل استاد چې ده ته یې پهلواني ورښوده ورکړی دی، د افلاطون یوناني کلمه ده چارشنه،قوی پهلوان سړي ته وایي ۱۸
خودغه نوم دیوڅه وخت نه وروسته په پلاټو ( plato) واوښت دنوم په شکل کې یې بدلون راغی خو په معنا کې یې تغیرنه دی راغلی ځکه ،چې پلاټوهم پهلوان سړي ته وايي.ـ۱۹
زدکړې:
دلیرټس او د ایپي لویس د معلوماتوله مخې افلاطون له ماشوموالي نه ډیرذهین انسان وه،دله ځلمیتوب څخه له لیک لوست سره مینه درلوده اوپراخه مطالع يې کوله د دخپل وخت معروف او ښه کتابونه لوستي وه.ـ۲۰
افلاطون دخپل وخت له مشهورو استادانونه ګرامر،موسقي،منطق،فلسفه اوجمناسټک زدکړي ول اوله دسره سره نوموړی په ځوانۍ کې تکړه پهلوان هم وه.۲۲ ـ۲۱
د افلاطون دفلسفې لومړی استاد کریټیلس ( cratylus) وه اوکریټیلس،دهیراکلیوټس شاګرد وه هیراکلیوټس له سقراط نه وړاندې یومشهورفلسفي تېرشوی دی
نو دلته موږپه وضاحت سره ویلی شو،چې افلاطون د خپل وخت ټول مروجه علوم دزړه له کومې لوستي دي ځکه خودخپل وخت تعلیم یافته ځوان پېژندل شوی وه.ـ۲۳
افلاطون دخپل تعلیم له بشپړېدونه وروسته ،اټلي،سسلي،مصراوسایرون ته سفرونه وکړل،
افلاطون په خپله ویلي : زه،چې له د غوسفرونونه اتن ته راستنېدم څلوېښت کلن وم.
افلاطون هغه څوک دی،چې دزدکړې لپاره يې په لومړي ځل دلېسې بنسټ ډبره کېښوده دغه لېسه په ټول یورپ کې لومړۍ لېسه وه له دې نه مخکې داسې څه دزدکړې لپاره نه ول.
دغه لېسه په یوه باغ کې جوړه شوې وه اودغه باغ دهېکاډمېسن(hecademus) وه،نوموړی داتن اوسېدونکی وه اوډېرپه پوهه مین انسان وه،نوځکه افلاطون هم دغه لېسه دده په نامه ونوموله،
ځینې لیکوال بیاوايي ،چې د دې لېسې نوم پخواني یوناني هيرو ربانسن(robison) اکډمي کېښوده.ـ۲۴
دغه لېسه تر۵۲۹ عيسوي کال پورې فعاله وه له هغې نه وروسته نوموړې لېسه دجیټنین اوداف بنیزبټیم له خواوتړل شوه دوی به ویل،چې اوس دغې لېسې خپله اصلي څېره له لاسه ورکړې ده اوس د درس پرځای پکې دعیسویت دین پورې ملانډې وهل کېږي.
په داسې حال کې،چې دیونان ډېروپوهانو اوفلسفیانوپه دغه لېسه کې زدکړې کړې وې په دغه لېسه کې ارسطو( aristotle )هم په زدکړه بوخت وه،چې د افلاطون تکړه شاګرد وه.ـ۲۵
افلاطون اوسقراط
افلاطون په داسې حال کې نړۍ ته راځي، چې د اتن د ښار وضعه مخ پرخرابېدو وه.
د افلاطون کورنۍ له پخواڅخه شتمنه کورنۍ وه، دغې کورنۍ سوداګري کوله، دوی ته هرچا پردرنه سترګه کتل د دوی کورنۍ په اتن ښارکې پېژندل شوې کورنۍ و، خو اوس نوموړې کورنۍ په خپل پخواني حالت کې نه ده پاتې.
خو دوی اوس هم ځانونه دیوناني تهذیب اودتمدن ساتونکي ګڼي.
دغه کورنۍ وايي: حکومت ځکه له زوال سره مخ شو، چې واک له پوه او اصلي ښاریانو نه واخستل شواوبازاري خلکوته ورکړل شو.
په دغه سې اړپیچلي چاپېریال کې راسترشوي افلاطون ترمرګه له سوداګروسره اړیکې ښې نه وې، داځکه، چې دافلاطون فتري رحجان د ادب پرلوروه له دې سره سره يې له سیاسته هم نه رغېده.
په دغه وخت کې افلاطون په دوه وکې حیران پاتې وه اوپه دې یې فکرکاوه، چې په دې دوو کې کوم یوغوره کړي، ادب که سیا ست ؟ افلاطون له ځان سره کومه پرېکړه لانه وه کړې، چې له سقراط سرمخ کېږي، په دغه وخت کې افلاطون ۱۹ کلن وي اوله جسماني او ذهني پلوه ښه ځواکمن ځوان وي.
له سقراط سره د ده لیده کاته د افلاطون دژوند له مهمووقعوڅخه ګڼل کېږي.
دسقراط له پوهې، حکمت، فلسفې او ريښتنولۍ څخه افلاطون دومره متاثره کېږي، چې له فلسفې سره يې د ټول عمرلپاره لېونۍ مینه پیداکېږي.
د افلاطون ځلمیتوب
د افلاطون ځواني د سپارټا د خونړي جنګ پرمهال تېره شوې ده دغه جګړه له مسیحي پېړۍ نه وړاندې په ۴۰۴ کې پای ته ورسېده دحکومت وا ګي د افلاطون دکورنۍ په برخه ورسېدل د افلاطون خپل خپلوان ،چې کله واک ته ورسيدل له افلاطون څخه یې هم وغوښتل، چې له دوی سره په حکومت کې دمشاویرپه توګه کاروکړي، افلاطون، چې پوهېده او په ټوله کیسه یې سرخلاص وه د دوی غوښتنه یې ونه منله غوڅ ځواب يې ورکړ.
دغه حکومت له بده مرغه ووایم کله له ښه مرغه ډېردوام ونه کړ په یوکال کې دننه دننه دجمهوریت غوښتونکوله خوا رانسکورشو کله، چې دافلاطون کورنۍ له واکه بې واکه شوه نو افلاطون ته هم دده دکورنۍ په وجه خطرمتوجه و ځکه، چې تیرحکومت د افلاطون دکورنۍ په لاس کې وه اوس که جمهوریت غوښتنکي له دوی څخه خپل غچ اخلي نو په افلاطون به هم سرفه ونه کړ ي
نوپه همدې خاطرافلاطون اړشو، چې اتن پرېژدي، چې همداسې یې بياوکړل.
له دې نه وروسته افلاطون مختلفوملکونو اوښارونوته سفرونه وکړل په پای کې مصرته ځي هلته ریاضي نجوم لولي له هغه نه وروسته جنوبي ا ټلي ته ځي هلته دفیثاغورث له شاګردانوسره ګوري،
فيثا غورث د (٥٨٢- ٥٠٧ ق- م ) پروخت ديونان لومړني جمهوريت خوښوونکي مفکر وه د فلسفې اصلاح هم فيثا غورث و ضع کړې ده
قيثا غورث د اټلي په کروټن کې د خپلو شاگردانولپاهر يو ځانګړى کلى جوړ کړي وه.
په دغه کلي کې به هغه خلک اوسيدل چې د دوي په څېر ژوند يې خوښاوه فيثاغورث به خپلو شاګردانو ته هغه هند سه تشريح کوله او دموسيقي قوانين يې ورښودل فيثاغورث عدم تشدد خوښاوه هغه په ټولنه کې ښځې او نر ته برابر حقوق غوښتل.
ځمکه ګرده او متعر که ده دانظریه هم د فیثا غورث وه
افلاطون د فيثاغورث له پوهې او نظریاتو نه ډېر متاثره شوی وه
ځکه خو افلاطون په خپل کتاب جمهوريت کې دفيثا غورث يادونه کوي او د ده په هکله داسې څرګندونې کوي:
دفيثا غورث عقيدت مندو د ده ډېر زيات حترام کاوه فيثا غورث سره د خپلو شاګردانو ډېره مينه درلوده ځکه ، چې نوموړي ټولنه په ډېره ښه توګه رهبري کوله
فيشاغورث به خپلو شاګردانو ته د ښه خوشحاله کاميابه ژوند لارښونه کوله افلاطون له اټلي نه سلي ته لاړ هلته يې دسسلي له بادشاه ډاينو ميس سره ملګرتيا پيل کړه دبادشاه او د افلاطون ملګرتيا دومره دوام ونه کړ
بادشا ه له افلاطن سره په کومه خبره وران شو او افلاطون نه يې غلام جو ړ کړ او له ځان سره يې وساته
چي ورسته د افلاطون له کورنۍ لخوا پیسوپه بدل کي له غلامۍ نه خلاص شو.
افلاطون چې له غلامۍ نه خلاص شو پوره ١٢ کاله يې مختلفو ځايونو ته سفرونه و کړل
افلاطون چې کله له دغه اوږ ده سفر نه اتن ته راستون شو ديوې اکيډمۍ د بنسټ ډبره يې کېښوده
افلاطون ته هغه وخت موقع په لاس ورغله چې خپلو سياسي نظرياتو ته عملي جامه ور وا غوندي چې کله په سسلي کې د ده ملګری واک ته ورسيده دسسلي دغه دويم بادشاه دا فلاطون نيزدې ملګرى وه
افلاطون که څه هم دسلي د دويم بادشاه په بلنه دوځلي سسلي ته لاړ خو د افلاطون د غودو اړو سفرونو څه ښه نتيجه ور نه کړه
افلاطون په خپل اثر جمهوريت کې چې څه ليکلي هغه ټول يې د سقراط له خولې ليکلي دي نو په همدې خاطر ډېره گرانه به وي چې موږ و وايو چې دجمهوريت په کتاب کې ده څو مره خپل نظريات ځاي پر ځاي کړي دي
په خپله دجمهوريت دليکلو نېټه هم نه د معلومه چې داکتاب افلاطون په کوم کال ليکلى دى
خو ځينې څيړونکي وايي چې افلاطون نوموړی کتاب جمهوريت څلوېښت پنځه څلوېښت کالو په عمر کې ليکلى دى٢٦.
افلاطون په خپله وايي: چې سقراط يوه ورځ مذهبي عبادت ځي ته تللى وه ، دغه عبادت ځاى له اتن څخه دولس کليوميتره کې اباد و سقراط چې کله له مذهبي فراهيضو څخه ځان را خلاص کړ او اتن ته پرلار وه چې په لار کې له يوه ملګري ( ( پولي مارکس)سره مخ شو په دغه وخت کې له افلاطون سره خپل دوه ورنه هم ول.
پولي مارکس دپي ايز اوسيدونکى وه، نوموړي سقراط ته بلنه ورکړه چې د شپې د پیلوزي ننداره ده ددي سیل به وکړي او دشپې به خپل منځ کې ګپ شپ ولګوي، سقراط د پولي مارکس بلنه ومنله او ورسره پاتې شو، دشپې یې دپېلوزي ننداره وکړه او دشپې يې فلسفيانه خبرې اترې پيل کړې په خبرو خبرو کې خبره انصاف عدل ته ورسيده.
چابه ويل چې حق حقدارته ورکول عدل دی چابه ويل له دوستانوسره ښېګڼه او له دښمنانو سره بدچلندعدال دى چابه څه او چابه څه ويل
خو سقراط د دوي خبرې ورغوڅې کړې ورته يې وويل:
ديوه فرد په زهن کې د انصاف تصور دراوستولو پرځاى به ښه نه وي چې په ټول ښار کې دانصاف کردار ولټوو.
ځکه چې فرد دټولنې يو جز دى.
افلاطون له سقراط نه زيات د هغه پر خيالاتو باندې ډېر فوکس کړی دی له مسيحي پېړۍ نه وړاندې په ٣٩٩ کال چې کله سقراط د زهرو پياله پر سر اړوله په دغه وخت کې افلاطون له دسره موجود نه و ځکه چې افلاطون په دغه وخت کې ناروغه وه نو له همدې امله د خپل ګران استاد سقراط له ديدن څخه بې برخې پاتې شو.
خو د افلاطون د واړه ورونه ايډمنټي او ګلاکن له سقراط سره تر اخره پورې یوځای ول.
دسقراط له مړينې نه وروسته د سقراط ټولو ملگرو اتن پرېښود او ميگارا ته لاړل په ميګارا کې افلاطون له اقليدس نه ډېر څه زدکړي ول افلاطون سره په لومړي سر کې د ادب او حکمت سره ډېر مښه وه هغه د سوفسطايانو پوهه ښه درک کړې وه
دا فلاطون له خبرونه معلوميږي چې سوفسطايان يوازې په خطابت کې تکړه دي هغوي د علم او اسدلال نه عاري ول
خو د سقراط بیاله پوهې ،استدلال او رښتنولي سهرژوره مينه وه
افلاطون دهمدغې تل پاتې رښتنولي په لټه کې وه .٢٧
سوفسطايان ډېر ظالمان او ناانصافه خلک ول، هغوبه ويل چې انسان دوه حقيته لري انفرادي او سماجي خو افلاطون دغه خبره نه مني او وایي مملکت دافرادو دمجمعې نوم دی او داناشوني ده چې له بد وخلکودې ښه حکومت جوړشې او له ښوخلکو دي بد حکومت.
افلاطون عدل، رښتنولي او نیکي په هر انسان کې لټوله هغه ملک او رياست ته ډېر تر جيح ورکوله
افلاطون به تل ويل: چې حکومت لپاره وړکسان هغه دي چې پوه ولري او دومره بې نفسه وي چې خپل ټول ژوند د هېواد او ولس دخدمت لپاره وقف کړي او دخپلو دخدمتونو معاوضه ونه غواړي داخلک يوازې فلسفيا ن کيداشي او دحکومت حق هم بايد فلسفيانو ته ورکړل شي.

افلاطون څلوېښت کاله په خپله اکېډمۍ کې درس ورکړی دی په دغه اکېډمۍ کې رياضي قانون، سياست او فلسفه تدریسیده افلاطون د فيثاغورث له فلسفې نه ډېرمتاثره و ځکه يې دنوروعلوموپه پرتله رياضي ته ډېره ترجيع ورکوله
په همدې خاطرچابه چې هندسه نه وه لوستي په دې اکېډمۍ کې به يې نه نيوه.
ده به له چانه فيس نه اخسته وړيا به يې خلکو ته درس ورکاوه.
افلاطون به له خپلو شاگرد انو سره یوځاى ډوډۍ خوړه او شاګردان به ورنه ډېر خو شحاله ول. افلاطون د ٨١ کالو په عمر ديو ځوان ملگري واده ته تللي و او هملته یوناڅاپه مړ شو

ماخذونه
۱ـ دی ګریټ فلاسفرآف یورپ ـ
۲ـ بایوګرافیز، فلپ کوپن
۳ـ انسایکلوپیډیا برټنیکا ۲۰۰۲
۴ـ Life of Plato, Diogenes Laertius
۵- ایضا
۶- A History of Greek Philosophy IV, by W.K.C. Guthrie
۷- جمهوریه افلا‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌طون (Plato Republic)
۸- Xenophon Memorabilia
۹- Apuleius , De Dogmate plato, I
Diogenes Laertius, Life of plato, I
Plato Suda
۱۰- Cicero, De Divinatione, I, 36
۱۱- D. Nails “Ariston” , 53
A.E. Taylor, Plato, XIV
۱۲- Plato, Charmides, 158a
D. Nails, “perietione” IV
۱۳ – Plato, Charmides, 158a
Plutach, pericles , IV
۱۴- Plato, Gorgias, 481d
Aristophanes, Wasps, 97
۱۵- Plato, Parmenides, 126c
۱۶ – W.K.C. Guthrie, A History of Greek Philosophy, IV, 11
۱۷- C.H.Kahn, Plato and the Socratic Dialogue, 186
۱۸- Diogenes Laertius, Life of Plato, IV
۱۹- Diogenes Laertius, Life of Plato, IV
A. Notopoulos, The Name of Plato, 135
۲۰ – Apuleius, De Dogmate Platonis, 2
۲۱- Diogenes Laertius, Life of Plato, IV
W.Smith, Plato, 393
۲۲- Diogenes Laertius, Life of Plato, V
۲۳- Artistotle, Metaphysics, 1.987a
۲۴- Gaarder, Jostein (1996). Sophie’s World. New York City: Berkley, 91
۲۵ – Boyer, carl B. (1991). “The age of Plato and Aristotle”, A History of Mathematies, Second Edition, John Wiley & Sons, Inc., 86 ISBN 0471543977. “Plato is important in the history of mathematics largely for his role as inspirer in ancient Greece between arithmetic (in the sense of the theory of numbers) and logistic (the technique of computation). Plato regarded logistic as appropriate for the businessman and for the man of war, who “must learn the art of number or he will not now how to array his troops. “The Philosopher, on the other hand, must be an arithmetieian “Because he has to arise out of the sea of change and lay hold of true being”
۲۶- 1264b24-27
۲۷- Diogenes laetius, Life of Plato, II