د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غزني او بلخ له ماتولو وروسته لوګر له جيم ګروپ څخه منځلوبې ته بريالی شو

پژواک خبري اژانس 28.09.2010 17:08

کابل ( پژواک د تلې ٦مه ٨٩) : په کابل کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو په لړ کې نن د سي ګروپ په يوه بله لوبه کې د لوګر لوبډلې خپله پرله پسې دويمه لوبه وګټله او دغه راز يې د روانو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د ٢٤ ولايتونو په ګډون د کرکټ دغه سيالۍ په کابل کې د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوې دي .

د دغو ولايتي سياليو مسوول دولت خان احمدزي د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوګر لوبډلې له بلخ ولايت سره د شوې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د لوګر لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ٢٠ اورونو کې ١٥١ منډې جوړې کړې او د بلخ لوبډلې ته يې ١٥٢ منډې هدف وټاکه.

د دولت احمدزي په وينا، د لوګر له لوري نجيب ځدراڼ ډېره ښه لوبه وکړه ، هغه ٥٨ او د لوبډلې کپتان رييس احمدزي ٢٩ منډې جوړې کړې .

دى وايي چې د بلخ لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقيب کې ډېره ښه لوبه پيل کړه او يو وخت داسې ښکارېده ، چې دغه لوبه به د بلخ لوبډله وګټي او په وروستيو شېبو کې د هغوى لوبغاړي پرله پسې توګه وسوځېدل.

د بلخ ټوله لوبډله په اتلسم اوور کې په ١١٨ منډو وسوځېدله او دغه راز دلوګر لوبډلې دغه لوبه د ٣٣ منډو په توپير سره وګټله.

د لوګر لوبډلې له لوري کپتان رييس احمدزي درې تنه مخالف لوبغاړي، نوشاد، ګلبدين او نجيب ځدراڼ يو يو سيال لوبغاړي وسوځول.

د لوګر دلوبډلې کپتان رييس خان احمدزي له لوبې وروسته د خپلې بريا په اړه پژواک اژانس ته وويل چې ددوى په لوبډله کې ډېرى ځوان لوبغاړي دي او هغوى ډېره ښه لوبه وکړه.

هغه زياته کړه ، چې په دې ميدان کې دهدف تعقيبول ګران کار وي او د لوبې پچه ګټل د لوبې په ګټلو کې ډېر مهم رول لوبوي.

دى وايي : (( کله چې ما پچه وګټله ، نو موږ فکر کاوه، چې که موږ ١٣٠ منډې هدف ورکړو، نو دفاع ترې کولى شو.))

د  بلخ دلوبډلې کپتان نصيرالله پژواک اژانس ته وويل چې په لوبه کې ګټل او بايلل وي، خو زياته يې کړه چې د لوګر لوبډلې تر دوى ښه لوبه وکړه.

د لوګر لوبډلې نن سهار غزني ولايت ته هم ماتې ورکړې وه، په خپل ګروپ کې د دوو لوبو په ګټلو سره له سي ګروپ څخه د لوګر لوبډلې دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د غزني ټوله لوبډله په اته اوور کې وسوځېدله او لوګر ته يې د ٤٥ منډو هدف وټاکه.

هستي ګل وويل چې په لومړي  سر کې د لوګر لوبډله هم هغه مهال  له ستونزو سره مخ شوه، چې څلور لوبغاړي يې پرله پسې توګه وسوځېدل، خو وروسته د لوبډلې کپتان رييس خان احمدزي، حشمت شاهدي او ګلبدين ښه لوبه وکړه او خپلې ډلې ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د لوګر دلوبډلې کپتان رييس خان احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې ددوى لوبډله د غزني تر لوبډلې  تکړه او تجربه لرونکي لوبغاړي لري .

نوموړي په ځانګړې توګه د خپلو توپ اچوونکيو ستاينه وکړه، چې د غزني لوبډله يې په لږو منډو وسوځوله.

احمدزي وويل چې د غزني له خوا ټاکل شوى هدف ډېر کم و او ددوى لوبغاړو دغه هدف ډېر اسانه وګاڼه ، چې د بې احتياطۍ له امله يې څو پرله پسې لوبغاړي وسوځېدل.

تراوسه د روانو سياليو په لړ کې له الف ډلې څخه پکتيا او ب ډلې څخه   پنجشېر  دويم پړاو ته لاره پيدا کړې ده.

لوګر به په منځلوبه يا دويم پړاو کې د پکتيا د لوبډلې سره لوبه کوي.

د يادونې ده چې دا لوبې په ژوندۍ بڼه له شمشاد تلويزيون څخه ښودل کېږي چې هره ورځ يوه لوبه د سهار په ۹ بجو او بله د ماسپښين په يوه بجه پيل کېږي.