د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار انتخابات او د اغا ماما پاچهي

ډاکټر جاويد پښتون 28.09.2010 11:48

که څه هم د انتخاباتو کميسيون تر اوسه پوري د کندهار ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو ابتدايي نتايج لا تر اوسه نه دي اعلان شوي خو د ولسمشر د نازولي ورور اغا ماما د امپراتورۍ يوه نژدې او باوري سرچينه وايي چي بريالي کانديدان په دې ډول دي :

١- تورن عبدالخالق
٢- امير لالی
٣- ملا سيد محمد
٤- قوماندان خان محمد مجاهد
٥- ډاکټر محمود خاکرېزوال
٦- نياز محمد سرحدي
٧- ايوب پهلوان
٨- اسحق نورزی
٩- حميده
١٠- فريبا احمدي کاکړه
١١- رقيه اڅکزۍ

په غښتليو کانديدانو کي نورالحق علومي او کوچنی عبدالخالق ځکه پر مخ ووهل شول چي د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويان وه، دغه ډول اغا ماما د ولسي جرګې د يوه پخواني غړي خالد پښتون مخه ځکه ونيوله چي هغه په ژبه پوه، باسواده او د ګل اغا شېرزي ښی لاس دی.

د ولسي جرګې په ټاکنو کي درغلۍ هغه روښانه حقيقت دی چې ولس يې پخوا لا وړاندوينه کړې وه، په تېره بيا په کندهار کي خو دغه وړاندوينه عامو خلکو هم کړې وه، ځکه چي اغا ماما له وړاندي لا خپله نقشه جوړه کړې او په زړه پوري خو لا دا ده چي د کندهار له ملي تلويزيون سره په يوه مرکه کي يې په ډاګه وويل چي دوی هڅه کوي ولسي جرګې ته حکومت پلوه خلک واستوي.
ولسمشر حامد کرزی

په ملي کچه ځان د ټولو قومونو خواخوږی او د ملي وحدت سمبول بولي چي په دې پلمه يې د پښتنو ګټي تاجکو او هزاره ګانو ته په شکرانه کي وکړې خو په کندهار کي بيا دومره کوچنی او قبيلوي ذهنيت لري چي پښتون، درانی او پوپلزی خو لا څه کوې چي ان يوازي سميع زی دی، پر ده يوازي هغه پوپلزي راټول دي چي هغه په پوپلزيو کي سميع زي دي چي البته دا په پوپلزو کي هغه څانګه ده چي کرزيان ورته منسوب دي. د يادولو وړ ده چي د کندهار هره بدمرغي له همدې ناولي ترکيب او ناوړه سياست څخه سرچينه اخلي، دا ناولی فورمول چي د مشر او کشر ورور په مشوره جوړ او پلې کېږي په نتيجه کي يې هر ورځ ګڼ شمېر کندهاريان د لحد خولې ته ورځي.

د واک دا ژرنده چي د کندهاريانو په وينو چلېږي د واک ټينګولو او واک چلولو لپاره د خانۍ او ملکۍ هغه زوړ ماډول سياست دی چي تر ډېره حده پر توطيو او دسيسو ولاړ دی. کرزيانو د کندهار د پښتنو په تېره بيا د کندهاريانو تر منځ د بې اتفاقۍ داسي تخم وشينده چي يو ورور يې د بل ورور په چاړه حلال کړ او لا يې اوس هم زړه نه دی سوړ سوی او لا غواړي چي نوري ويني هم وبهوي او د پښتانه وجود نور هم ټوټې ټوټې کړي. دوی د کندهار ټولي لويې قبيلې پر کوچنيو ډلو ټپلو او خانانو سره وېشلي او په دې ډول يې د انګرېزانو د هغه فورمول له مخي چي بېل يې کړه ، اېل يې کړه، خپله پاچهي ټينګه کړې ده.
د بېلګي په ډول د اغا ماما يو ستر حريف د بيا رغوني او سولي اتل، ګل اغا شېرزی ګڼل کېږي چي يو ملي خدمتګار او د کندهار او ننګرهار بيا رغونه يې د وطندوستۍ او اخلاص شاهدي ورکوي. اغا ماما د خپل سياسي واک او قاچاقو د بازار ګرم ساتلو لپاره لومړی د الکوزيو د قبيلې يو قوماندان جنرال محمد اکرم خاکرېزوال له ګل اغا سره په جګړه اخته کړ ، هغه و چي په دې پلمه يې هم ګل اغا شېرزی او هم خاکرېزوال له کندهاره ليري کړل چي تر هغه وروسته خاکرېزوال په مرموز ډول په کندهار کي ووژل شو چي که د اغا ماما همېشني عادت او سياست ته پام وکړو نو غالبا دا کار هم ده کړی دی.

وروسته يې د بارکزيو د قبيلې يو قوماندان ملا سيد محمد چي په تېره دوره کي د کندهار په استازيتوب په مشرانو جرګه کي سناتور و د شيرزي په وړاندي ودراوه او تر اوسه يې هم پر ملا ورته ټکوي . اغا ماما د بارکزيو يوه بله مهمه څانګه اڅکزي هم د کندهار د سرحدي لېوا د يوه قوماندان عبدالرازق په مشرۍ له بارکزيو څخه جلا او هغوی ته يې جلا پاچهي ورجوړه کړل چي په په دې ډول يې بارکزي څو ټوټې کړل، دا کار يې ځکه وکړ چي دده غېږ ورباندي راوګرځي او يا يې کوچنۍ ټوټې کړي چي په اسانۍ سره يې وخوړلای شي. د بارکزيو يوه بله مهمه څانګه محمدزي دي چي هغه يې هم د کندهار د والي، توريالي ويسا په مشرۍ له بارکزيو څخه را جلا او تر خپل وزر لاندي کړل.

دده د سترګو بل خار د الکوزيو قبيله ده چي هغه يې هم څو ټوټې کړل چي يوه ډله يې د ملا نقيب په زوی کليم الله، بله ډله يې په قوماندان خان محمداو بله ډله يې هم په حاجي اغا لالي پوري وتړله، يو بل ترنګی هم اورېدل کېږي، هغه دا چي اغا ماما په دې هڅه کي دی چي په الکوزيو کي د خرقې شريفي د متوليانو په مشرۍ هم يوه کوڅه جوړه کړي.

کله چي ملا نقيب مړ سو نو ولسمشر حامد کرزي د قوم د مشرۍ بګړۍ د هغه زوی کليم الله ته ور پرسر کړل چي په دې ډول د ملا نقيب الله معاون او ځای ناستی قوماندان خان محمد نوم او شهرت لږ پيکه سو چي په دې کار سره هغه لږ ماڼېجن او په قوم کي د خلکو له پامه ولوېد، ددې لپاره چي کليم الله او قوماندان خان محمد په خپلو منځو کي سره وجنګوي نو اول بايد قوماندان خان محمد لږ زورو سي چي له کليم الله سره ډغري ووهلای سي، ددې لپاره چي خان محمد ښه پياوړی او د جنګ توان پيدا کړي نو بايد ولسي جرګې ته واستول سي، خو که قوماندان خان محمد ولسي جرګې ته لار پيدا کوي نو بايد کليم الله هم خالي لاس پاته نه سي او يو وکيل ولري چي هغه به ډاکټر محمود خاکرېزوال وي.

د پوپلزيو خاني خو يې لس کاله پخوا لا له امير لالي څخه د سوټي په زور نيولې وه. په دې ورځو کي چي د شاهي کورنۍ ياني د کرزيانو د کورنۍ يوه شاهزاده حشمت کرزي سر راپورته کړی او غواړي چي د پوپلزيو د کندهار برخه خاني تر لاسه او يا لږ تر لږه ځان ته جلا خاني جوړه کړي نو اغا ماما مخکي لا د تورن عبدالخالق په نوم يو سړی ورته جوړ او ښه يې پړسولی دی. اغا ماما له حشمت کرزي څخه ځکه سترګه کوي چي دوی کورنۍ دښمني ورسره لري او يارمحمد خان کرزي د حشمت کرزي پلار، خليل خان وژلی دی.

په دې لړ کي پروسږکال د يار محمد خان يو زوی په خپل کور کي ووژل شو چي چي د وژل کېدو تور يې پر حشمت کرزي ولګول سو، خو حشمت کرزی دغه تور د اغا ماما يوه دسيسه او ډرامه بولي.

په کندهار کي يو بله قبيله عليزي دي چي مشر يې د ولسي جرګې پخوانی غړی حبيب الله جان و چي اغا ماما يې مخکي لا خوله ورپټه او ترور کړ. بله قبيله نورزي دي چي مشري يې عارف خان نورزي ته په شکرانه کي ورکول شوې ده، له دې سړي څخه ځکه وېره نه ده په کار چي له اغا ماما سره د تارياکو د قاچاق شراکت او ددې ترڅنګ خپلوي او خېښي هم لري، نور نو اغا ماما سرې سترګي ګرځي او له هيچا يې سترګه نه کېږي او هر هغه څوک ولسي جرګې ته استوي چي زړه يې غواړي.

ګرانو لوستونکو! تاسي وينئ چي د کرزيانو کورنۍ له افغان ملت، په تېره بيا له پښتنو او کندهاريانو سره څومره لويه جفا او ناروا کوي؟ وګورئ چي د واک نيولو او ساتلو لپاره يې د افغانستان زړه او خپل پلارنی وطن څنګه په وينو ورنګاوه او لا يې رنګوي؟ خلک به د کرزيانو د حکومت دا دوره هم لکه د پښتنو د دوه نيم سوو کالو په شان پر پښتنو په تېره بيا پر کندهاريانو حسابوي خو تاسي يې وينئ چي د کرزي د حکومت په دوره کي پښتانه، په تېره بيا کندهاريان دومره وځپل شول چي د چنګېز او هلاکو په حکومتونو کي به هم دومره نه وي ځپل شوي.