د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجشېر هم د ولايتي سيالۍ منځلوبې ته لاره پيدا کړه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 15:13

کابل ( پژواک د تلې ٥مه ٨٩) : د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د پيل شويو ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشنېر لوبډلې  کاپيسا ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د ٢٤ ولايتونو په ګډون د کرکټ دغه سيالۍ په کابل کې د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوې دي .

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشېر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د پنجشېر لوبډلې په ٢٠ اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١١٦ منډې جوړې کړې او کاپيسا ته يې ١١٧ منډې هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، د پنجشېر له لوري يواځې جاوېد ښه لوبه وکړه او ٢٢ منډې يې جوړې کړې، د کاپيسا له لوري صابر درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

عابد وايي، چې د کاپيسا لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه کړاى شو او ټوله لوبډله يې په ١٠٩ منډو وسوځېدله .

د نوموړي په وينا، د پنجشېر له لوري شېر رحمن تر ټولو ښه لوبه وکړه او درې مخالف لوبغاړي يې وسوځول.

په دې ګروپ کې پنجشېر د دوو لوبو له ګټلو سره د روانو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، له دې مخکې پرون پکتيا هم دويم پړاو ته لاره پيدا کړې وه.

نن له غرمې وروسته د کندوز او کاپيسا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

په دې سياليو کې د ٢٤ ولايتونو لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوي او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي .

ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوژستيکي کمپنۍ ورکوي.