د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولايتي سيالۍ کې پنجشېر کندوز ته ماتې ورکړه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 01:21

کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشېر لوبډلې کندوز ته ماتې ورکړه.

 د ٢٤ ولايتونو په ګډون د کرکټ دغه سيالۍ تېره روځ په کابل کې د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندوز لوبډلې لومړۍ بيټنګ وکړ او ټوله لوبډله يې په اتلسم اور کې په ٩٦ منډو وسوځېدله.

هغه زياته کړه، چې د پنجشېر لوبډلې له لوري تېز توپ اچوونکي پروېز د کندوز پنځه لوبغاړي وسوځول.

د نوموړي په وينا، د پنجشېر لوبډلې له خوا دغه هدف په ډېرې سختۍ سره په داسې حال کې، چې نهه لوبغاړي يې سوځېدلي وو، د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

عابد وايي، چې د پنجشېر له لوري شېر رحمن تر ټولو زياتې ٤٥ منډې جوړې کړې.

له دې مخکې نن سهار، پکتيا زابل ته په ماتې ورکولو سره دويم پړاو ته لاره موندلې وه.

سبا له غرمې مخکې به کاپيسا له پنجشېر او له غرمې وروسته به کندوز او کاپيسا سره لوبه کوي.

پرون د دې سياليو په لړ کې پکتيا او د زابل لوبډلې پروان ته ماتې ورکړه، پکتيا په الف ګروپ کې  له خپلو دواړو لوبو ګټلو سره ددې سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

له الف ګروپ څخه زابل او پروان له دې سياليو څخه ووتل.

په دې سياليو کې د ٢٤ ولايتونو لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوي او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي.

ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوژستيکي کمپنۍ ورکوي.