د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا د ولايتي سيالۍ منځلوبې ته لاره پيدا کړه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 01:19

کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پکتيا ولايت لوبډلې زابل ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو منځلوبې ته لاره پيدا کړه.

د ٢٤ ولايتونو په ګډون د کرکټ دغه سيالۍ تېره روځ  په کابل کې د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوې دي .

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٤ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې زابل ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د زابل لوبډلې په ١٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډې جوړې کړې او پکتيا ته يې ١٠٨ منډې هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، د پکتيا له لوري کپتان فضل نيازي درې، رحمت  شاه او دولت ځدراڼ دوه ، دوه مخالف لوبغاړي وسوځول .

عابد وايي، چې د پکتيا لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره د دريو لوبغاړو په سوځېدو په نولسم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

نوموړي وويل چې د پکتيا لوبډلې له لوري فضل نيازي يو ځل بيا ډېره ښه لوبه وکړه او ٣٠ منډې يې جوړې کړې.

فضل نيازي له لوبې وروسته له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې ددوى ټوله لوبډله د لوبې په هره برخه کې ښه وځلېدله.

هغه زياته کړه چې دوى له دې سياليو څخه مخکې د پاکستان په مرکز اسلام اباد ښار کې د يوه پاکستاني روزونکي تر روزنې لاندې روزنه ترلاسه کړې وه.

د زابل دلوبډلې استازى محمد غني بيا وايي چې ددوى د ماتې لامل د لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات و .

نوموړي داهم وويل چې ددوى يو شمېر لوبغاړي په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي او ويې نه شواى کړاى، چې دې سياليو ته ځان ورسوي.

پرون ددې سياليو په لړ کې پکتيا او د زابل لوبډلې پروان ته ماتې ورکړه، پکتيا په الف ګروپ کې  له خپلو دواړو لوبو ګټلو سره ددې سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

له الف ګروپ څخه زابل او پروان له دې سياليو څخه ووتل.

نن له غرمې وروسته د پنجشېر او کندوز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

په دې سياليو کې د ٢٤ ولايتونو لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوي او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي .

ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوژستيکي کمپنۍ ورکوي.