د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې ولايتي سيالۍ پيل شوه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 01:16

کابل (پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ شل اوريز ټورنمنټ د تلې په ٣مه، په کابل کې پيل شو.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه د ٢٤ ولاياتو لوبډلې برخه اخلي.

هغه زياته کړه، چې نن سهار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه ټورنمنټ د کابل د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شو او ټاکل شوې ده، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي په وينا، دغه لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوې او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي.

عابد وويل، چې له هر ګروپ يا ډلې څخه دوه، دوه لوبډلې بل پړاو ته لاره پيدا کوي.

د هغه په وينا، ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوجستيکي کمپنۍ ورکوي.

د لوګر ولايت د لوبډلې کپتان رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د دغو سياليو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې د دوى په لوبډله کې د ملي لوبډلې ځينې پخواني او نور تکړه لوبغاړي شتون لري او هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به دغه ټورنمنټ وګټي.