د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان اماراتو ته په ۶ ويکټو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 24.09.2010 13:58

ميرويس اشرف نن ۱۱۷ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد خو د ارام لپاره له لوبې ووت.

د نن ورځې لنډه شمېرپاڼه:

Out Overs Runs Team
3 33 310 Afghanistan
7  50 306 UAE
       

 د افغانستان د توپ اچونې شمېرپاڼه

د افغانستان د توپ وهنې شمېرپاڼه

د ننۍ لوبې انځورونه

نن افغانستان د شارجه په کرکټ لوبغالي کې د اماراتو لوبډلې سره يوه ورځنۍ لوبه ترسره کړه. لوبې ته د درې او څلورو زرو په شاوخوا کې افغانان د سيل لپاره لوبغالي کې موجود و. افغانستان لوبه په ۶ ويکټو وګټله. درې لوبغاړي وسوځېدل او يو  لوبغاړی(ميرويس اشرف) په لوبه کې ونه سوځېد، خو کېناست.

پچه اماراتو وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د اماراتو دوه ويکټې د افغانستان افتاب عالم زر واخيستې، يوه یې په درېم او بله په پنځم اور کې واخيستلې خو درېمه ويکټه تر ۲۶م اور کې پورې ودرېده چې ميرويس اشرف واخيسته. د اماراتو پنځمه او شپږمه ويکټ هم افتاب عالم واخيسته. د اماراتو ټولې اوه ويکټې وغورزېدې او ۳۰۶ منډې یې جوړې کړې.


افتاب عالم له پنځه ويکټو اخيستلو وروسته خوله خوله ښکاري.

ننې ويکټه د منډو وه نو ځکه افغان لوبډلې اندېښنه نه لرله او توپ وهنې ته یې ملا وتړله. د افغانستان پيل نور علي ځدراڼ او جاويد احمدي وکړه. نور علي په لومړي اور کې دوه څلوريزې، په دويم اور کې یې پرله پسې ۴ څلوريزې، او په دريم اور کې یې يوه شپږيزه ووهله. نن ميرويس اشرف او نور علي دواړو سليزې پوره کړې.

ميرويس اشرف نن ۱۱ شپږيزې او ۷ څلوريزې ووهلې. نور علي بيا ۱ شپږيزه او ۱۸ څلوريزې ووهلې. ميرويس اشرف تر ټولو ډېرې (۱۱۷) منډې او نور علي ۱۱۴ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې نور الحق ۲۱ منډې جوړې کړې.


نور علي ځدراڼ نن ۱۱۴ منډې وکړې.

ننۍ لوبې ته د څلورو زرو په شاوخوا کې افغانان په لوبغالي کې موجود و چې د اماراتو له بېلابېلو ايالتونو څخه د لوبې کتلو لپاره راغلي و.

په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۲ شپږيزې او ۳۱ څلوريزې ووهلې.

افغانستان د نورعلي په يوه څلوريزه خپلې منډې په ۳۳م اور کې ۳۱۰ ته ورسولې او لوبه یې په ۶ ويکټو وګټله.

افغان لوبډله به سبا نه بل سبا د سپتمبر په ۲۶مه نېټه کينيا ته روانېږي. د لوبډلې مدير سيد نظيم جار ټول افغان ته وويل چې په ابوظبي کې یې د کينيا له سفارت څخه ويزې اخيستي دي او سفر ته چمتو دي. په کينيا کې به افغانستان د کوربه هېواد سره يوه څلور ورځينۍ او درې يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کوي.

د لوبې مخامخ حال:

-- افغانستان اماراتو ته په شپږو ويکټو ماته ورکړه. .

 حشمت وسوځېد. نور الحق يې پر ځای راغی.

- نور علي سليزه پوره کړه.

- ميرويس اشرف سليزه پوره کړه، د شکر سجده یې وکړه او تر ډېره یې خوښي وکړه. خلکو هم ډېر ډاډ ورکړ.

-

- د افغانستان جاويد احمدي او محمد شهزاد سوځېدلي دي. نورعلي او ميرويس اشرف ولاړ دي او دواړو نيمه سليزي پوره کړي د.

- نور علي او جاويد احمدي د افغانستان پيلونکي دي. نور علي په لومړي اور کې دوه څلوريزې، په دويم اور کې یې پرله پسې ۴ څلوريزې، په دريم اور کې یې يوه شپږيزه او په څلورم اور کې یې هم يوه شپږيزه ووهله.

- د افغانستان لپاره هدف ۳۰۷ منډې دی.

- شپږمه ويکټ افتاب پخپله په منډه وسوځوله.

- افتاب عالم بله ويکټ هم واخيسته. دا یې څلورمه ويکټ ده.

- د اماراتو امجد سليزه پوره کړه.

- تر اوسه افتاب عالم درې ويکټې او ميرويس اشرف يوه ويکټه اخيستي دي.

- افتاب عالم څلورمه ويکټ واخيسته. اصغر ستانکزي کيچ ونيوه. اسانه کيچ و توپ ډېر زيات په هوا کې پورته شو. افتاب ښه لنډکی يا شورټ توپ واچاوه.

- ميرويس اشرف درېمه ويکټه واخيسته. شهزاد کيچ واخيست او په دې ترتيب يو مهمه ملګرتيا پآی ته ورسېده.

- د سولې پيغام راديو چې په خوست کې خپرېږي په ژوندۍ بڼه د لوبې حال له لوبغالي خپروي. وياندويان یې زموږ څنګ ته ناست دي. وياندوی یې قادرشاه او همکار یې عصمت الله دلته ناست دي او په جذبه کې ويناوې کوي.

- شهزاد نن ويکټ کيپر دی.

- په ننې لوبه کې لوبغاړي: اصغر ستانکزی (کپتان)، محمد نبي، شهزاد، نور علي، جاويد احمدي، نورالحق، سميع الله، افسر ځاځی، حشمت الله شهيدي، ميرويس اشرف، شاپور ځدراڼ، افتاب عالم، عزت الله، او حميد حسن.

نن نوروز منګل، کريم خان صادق، خالقداد نوري، عبدالله مزاري، او ميرويس اشرف لوبه نه کوي.

- په ډېر شمېر کې افغانان لوبې ته راروان دي او ډهلونه یې راوړي دي.

- پچه اماراتو وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

ــــــــــــــــــــــــــ

د افغانستان ملي لوبډله چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د کينيا د سفر لپاره چمتو والی نيسي نن د تمرين په ترڅ کې د اماراتو د لوبډلې سره دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي. لوبه پنځوس اوريزه ده او د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه يوه ورځنۍ ده او نن د جمعې په ورځ د اماراتو په وخت د مازديګر په څلورو بجو چې د کابل د څلورنيمو بجو سره سمون خوري پيل کېږي.

ټول افغان به کوښښ وکړي چې له لوبغالي درته د لوبې حال هر څو اوره پس خپور کړي.

د لومړۍ لوبې رپوټ، انځورونه او شمېرپاڼه