د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانتخاباتوله بهیرڅخه دښځوپراخ ملاتړ

فاروق جان منګل 22.09.2010 16:30

دچهارشنبې په ورځ سهارمهال دخوست ولايت په لسګونونجونواومېرمنوديوې پراخې غونډې په ترڅ کې دولسي جرګې لپاره دسنبلې د۲۷ مې نيټې دسرتاسري ټاکنوله بهير څخه ملاتړڅرګند کړ اوهغه مېرمنې اوښځې يې وستايلې ،چې په نوموړي ملي بهير کې يې برخه اخيستې ده .
په غونډه کې ويناوالومېرمنوله نارينه ووڅخه وغوښتل ،چې په سياسي ،اقتصادي اوټولنيزمسائيلوکې دښځوګډون ،رايې اونظرته درناوی وکړي.
نوموړې راټولېدنه ،چې دخوست ټولنيزمرکز ميديوتيک دغونډو اوکنفرانسونوپه تالارکې ديادمرکز په بلنه او نووښت رابلل شوې وه پکې دولايتي شورا يوشمېر استازيو ،دبېلابېلوسيمه ييزو،ملي اونړيوالورسنيوخبريالانواوژورناليستانواودمدني ټولنې يوشمېرفعالينوپکې برخه اخيستې وه .
دغونډې په سرکې دشفيق الله غفورزي له خوا دفرقان مجيد مبارک ايتونه تلاوت شول ،ورپسې دخوست ټولنيز مرکز ميديوتيک مشر نجيب الله الوخېل دغونډې پيليزې خبرې وکړې اوپه ټاکنوکې يې دښځودونډې اوګډون ارزښت په ډاګه کړ.
ده دغونډې دموضوع دڅرګندولوپه ترڅ کې وويل ،چې دافغانستان داساسي قانون په رڼاکې مېرمنې دسړيوسره يوځای حق لري دانتخاباتوپه ګډون په ټولو ملي پروسو او بهيرونوکې په مساويانه ډول برخه واخلي.
ښاغلي الوخېل وويل ،چې دافغانستان پرمختګ ،هوساينه اونيکمرغي پدې پورې اړه لري ،چې موږدخلکو درايو،نظرونواوخوښې په رڼاکې نظام ولرو اوبلخوا خلک نظام دځان وبولي اومستبدوکړيو اواشخاصوترتاثيراواغيزلاندې رانه شي.
وروسته په وارسره دولايتي شورا استازيو حکمينې حاجۍ ،زهراجلال ،نعت بي بي عمري اويوشمېرنورومېرمنوهمداشان دژورناليستانودخپلواکې اتحاديې مشراميربهيرخبرې وکړې اوده هم په ټاکنوکې ګډون دښځواومېرمنوقانوني حق وباله .
اميربهير وويل،چې دانتخاباتوملي پروسه ديو ډيموکراټيک نظام بنسټ تشکيلوی اوپرته له شفافواوعادلانه ټاکنو، دبيان اومطبوعاتو دازادۍ ،فردي اوټولنيز خونديتوب يوډيموکراتيک نظام په اصلي مفهوم شتون نه لري.
ده زياته کړه ټولوافغانانوته په کارده ،چې له خپلوقانوني حقوقوڅخه په استفادې دداډول ملي بهيرونوپه ترسره کېدوکې رغنده اوفعاله برخه واخلي .
په پای کې دولايتي شورا وکيل داودشاه مکين زوی دغونډې ارزونه وکړه اوويې ويل ،چې زه دټولوګډونوالوخويندو څخه مننه کوم ،چې له ملي اوسياسي بهيرونوسره مينه لري اوپکې په پراخه کچه برخه اخلي.
ښاغلي مکين زوی وړاندې وويل ،چې دخوست په دوديزه اوسنتي ټولنه کې په ټولنيزو مسائيلوکې دښځوپراخه برخه اخيستنه موږدهېواد نيکمرغه راتلوونکي ته اميدواره کوي.
ده زياته کړه ،چې موږبايد دقانونيت اودولسواکۍ پراساساتوبناء افغانستان لپاره په ګډه هلې ځلې وکړو.
غونډه د دعايې په ويلوسره پای ته ورسېده .
2010-09-22
فاروق جان منګل دخوست درسنيو کور(ميډياهاوس) مسوول
Farooq Jan Mangal Mediothek Media House Coordinator