د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ګرمې لوبې وروسته، سړه چوپتیا

شیرین اغا جهانګیر 22.09.2010 16:30

له ټولټاکنو لا یوه اوونۍ نده تېره شوې چې د کاندایدانو رښتېنې څیرې بربنډې کیږي. ددوی هغه شعارونه چې ویل به يې چې" ولس ته خدمت" اوس تشې پوچې وعدې ښکاري. کله چې ټاکنیزې مبارزې پیل شوې، هر یوه به کوښښ کولو چې له خپل سیال نه وړاندې شي او تر ټولو ډیر او غټ غټ پوسترونه ددغه کوچني ښار د لارو او کوڅو په دیوالونو، ونو، څلور لارو، دباغ وحش په دروازه، د ښوونځیو او روغتونو پردیوالونو او د دوکانونو او مارکیټونو پر سرونو نسب کړي. ښار ټول ددوي په رنګه پوسترونو ککړ شو. هر پوستر باندې تر ټولو ستر شعار همغه د ولس ته خدمت خبره وه.

بالاخره هغه ورځ راورسېده چې دوي په هره نامشروع لاره کوښښ وکړه چې ځان ته نامشروع رايې وګټي. ولس تر هرچا ښه پوه شو او ويې لیده چې چا څه وکړه. هیچا صرفه ونکړه. جعلي کارتونه وکارول شول، د ګوتې د رنګ د پاکولو لپاره تېزاب وکارول شو. داسې خلک هم وو چې له یو څخه بیا آن تر لسو پورې رايې هم د یو کاندید په ګټه ورکړې. هر چا خپله وسه وکړه. دا چې څوک به بریالی کیږي، دا به هم ډیر زر ښکاره شي.

اوس ستونزه د هغو پوسترونو ده چې د ښار بڼه يې بدله کړېده. نوماندان د ټولټاکنو په مازیګر هغه پوسترونه په ډېرې بې صبرۍ سره راټول کړه چې من نیم منه وسپنه پکې کارول شوې وه، ځکه چې دوي کوښښ کاوه چې د خپلو لږښتونو یو څه اندازه بېرته لاس ته راوړي، مګر بیا هم هغه پوسترونه چې په دیوالونو نسب شوي، لا پرځای پاتې دي. هیچا دا هڅه ونکړه چې خپل کوچني پوسترونه راټول کړي. ښاروالي هم دا وس نلري چې دا کار وکړي. اوس که ښار والي ددغو نوماندانو پسې جلب هم ولیږي، دوي نه حاضریږي چې خپل پوسترونه د ښار له لارو کوڅو بېرته راټول کړي. ځکه چې اوس دوی د ولس رايې راخپلې کړلې. اوس دوی په ولس څه کوي. ولس په تندر وهي.

دغو نوماندانو چې د خدمت شعارونه يې ورکول، هریو په میلونونه افغانۍ په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې ولګولې، مګر اوس چې کله خبره د ښار د پاکوالي ده، دیته ندي حاضر چې ډیره لږه اندازه پېسې د خپل ښار د پاکوالي او د خپل ولس د روغتیا لپاره ولګوي. همدا وخت دی چې ولس باید له ځانه سره دا فکر وکړي چې آیا په رښتیا سره دوي د ولس د خدمت لپاره ملا تړلې ده او که هسې د ولس د تېر ایستلو لپاره يې چغې وهلې.

که چېرې وړاندې تر دې چې دغو نوماندانو ته د ټاکنیزو سیالیو اجازه ورکول شوی وای، له دوي څخه یوه معلومه اندازه پېسې په دې خاطر اخستل کېدای چې وروسته بیا پرې د ښار لارې کوڅې پاکې کړي، اوس به دغه ستونزه نه وه. اوس به هر څوک په همغه پېسو دیته حاضرېده چې د لارو کوڅو له دیوالونو څخه د نوماندانو پوسترونه پاک کړي.

مګر لا هم یوه لاره شته، هغه داچې دغه نوماندان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره یوه اندازه پېسې د زمانت او امانت په توګه لري، ښاروالي کولای شي چې د ټاکنو له کیسیون سره اړیکې ونیسې او په همغو پيسو ښار بېرته ددوي پوسټرونو څخه پاک کړي.

شاعر رښتیار ویلي چې:

وزراتونه ځي راځي خو ولس چېرته نه ځي
ریاستونه ځي راځي خو ولس چېرته نه ځي
يووخت ظاهر، يووخت کارمل، بيارباني، اوس کرزی
داافتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي