د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تصوف اوموسيقي

ديدارعنايت الله 21.09.2010 16:22

يادونه:
شاعراوليكوال ملګرى داوودتپان به مې هروخت په كونې پسې و،هلكه!دغني خان په يوه،يوه شعرتبصره وكړه،مابه ورته وېل: (له خره نه منطق مه غواړه)خوسړى نۀ كرارېده.په(جي،ام،اى)پروډكشن كې مې يوه ورځ له  ملګري شاعر(احسان الله درمل)سره بحث كاوۀ،په اخركې يې لكه ماچې خوشالوي ووېل:
داخبرې چې دې وكړې همداوليكه.زمونږ يوبل ليكوال ملګري(عاشق الله يعقوب)چې زه هم انسان يم اوهغه هم انسان دى راته ووېل،چې زه اوته به يوه مناظره ګۍ كوواوبيابه يې خپروو.بل ليكوال اوپه فلسفې مين ملګري پښتونځارهم ويلي و،چې دځينوڅيزونوپه اړه به بحث كوو.له دوئ ټولونه مننه له پښتنومې ځاركړې.
دخدای په درلاسونه پورته کوم ،چې دروازې راپرانيزي.دادى دالړۍ شوروكوم،كه خوښه موشوه په اړه يې راته وليكئ اوكه خوښه مونۀ شوه،نوافسوس دى،چې ستاسوضايعه شوى وخت نه شم راګرځولى.
ستاسوملګرى
ديدارعنايت الله

تصوف اوموسيقي
ددې ليكنې شورو دمشرشاعر(پيرمحمدكاروان)په يوبېت كوم:
واعظه غلى شه دازړۀ رانه په بله لاړ
هغلته لرې يوچابيابنګړوته شړنګ وركړ
شړنك تش اوازدى،ديوه عمل غبرګون دى،يانې دلېلودسپين مړونددخوځېدوجواب دى.خوتاسوګورئ چې اثركوي،زړۀ تخنوي،جذبې پاروي،بنده لاهوكوي،په فكركې،په ځان كې په كاېناتوكې،په رنګ كې،په نوركې،په وجدكې اوپه كېف كې.موسيقي شاېددفطرت له پېداېښت سره سمه پېداشوې وي اودادى له مونږ اوزمونږله فكرسره سمه راروانه ده.موسيقي دبنده په باطن اثركوي.بنده ورته كله په خپل وجودكې ناڅي اوكله هم له خپل ځانه رابهرشي لاسونه اوپښې وخوځوي،چې څوك يې ډم توب اوڅوك سماع بولي.چاترې وسيله جوړه كړې ده اوڅوك يې له هدف نه پرته په رسمياتونه پېژني.
دروم مولانا جلال الدين محمد به دوعظ پرځاى سماع كوله.هغه به دهرموزون غږله اورېدوسره مكتب اومدرسه پرېښوول اوپرسماع به بوخت شو.
په قاموسونوكې سماع دوجد،سرور،پاى كوبۍ اولاس غورځونې په ماناراغلې ده.
مګرسماع په عارفانه اصطلاح كې هغه حالت ته وايي،چې پرعاطفي هيجاناتواودننني شوراووجدسره عارف ته لاس وركوي اوهغه لاس غورځونې اوپاېكوبۍ ته رسوي.دغه لاس غورځونې په ښكاره دنڅاپه ډول دي،چې له همدې امله ځينې علما سماع داسلامي شريعت خلاف بولي.
سماع تقريباددرېيمې هجري پېړۍ له پېل نه دصوفيانوپه منځ كې دود شوې ده.دشېخ سعيد ابوالخېرپه اړه يونقل دى:
يوه ورځ په سماع كې و،ملابانګ وكړ،شېخ ته چاووېل:دلمانځه ټېم دى شېخ دسماع اوپاېكوبۍ په حالت كې ووېل:
(زه په لمانځه كې يم.)
ځينونوروعارفانوهم سماع اونڅامباح ګڼلې ده،چې دهغوئ په ګروهه وجداوسماع  غېرې ارادي  اوالهي دي،چې عارف ديوې سندرې اوياهم يوه موزون غږله اورېدوسره ناڅاپه په سماع اووجدكې راځي.
عارف پردغه مهال پښې په ځمكه ښخوي،لاسونه اسمان ته پورته كوي اوبلاخره دالهي عظمت پروړاندې په سجده پرېوځي.
دايوحقيقت دى،چې كله موسيقي غږيږي،نوصوفيان په وجدكې راولي.لايتناهي سوزوي،لايتناهي سروروي،دحضرت يعقوب تنده وي،ديوسف دكميس بوى وي.الوت وي له ژوندنه دمرګ په طرف اوله مرګ نه دابديت په لور.
يوچاويلي و:
ټول پېداستاله وجوده
ټول اظهارستادانځوركۍ
خلك خپل غوږونه ګوري
چې داچغې وهي شوركۍ
مونږعقل داسې تعريفوو:
عقل هغه شى دى،چې مونږپرې له حواسوپرته څيزونه درك كوو.ځينې خلك دخپلوحواسوپه داېره كې راګيروي.له سترګونه يې سترګې اوله غوږونويې غوږونه ورك وي.خوځينې هغه لكه دجبران خليل طبيعت مدرسه ګڼي اودايوحقيقت هم دى.فطرت پخپله ډېر لوى فنكاردى.كاڼي له غره راكوليږي،څوك خبردي،چې دڅۀ لپاره كوليږي؟؟شايددموسيقۍ دغږولولپاره!
دونوپاڼې په جنګ وي،موسيقي غږوي،ترې لاندې ويدۀ مسافرپرېښانۍ وړى وي اوچې كله راويښ شي،نوهرڅۀ ترې هېروي،هرڅۀ دتحت الشعورتياروته تللي وي،خويوه مستي،يوسرورحس كوي اورايادولى يې نۀ شي.
اوبه بې وجوده اوبې زبانه دي،ګوتې نۀ لري،چې سندرې وغږوي،څوك نشته دى،چې دا ارمان وكړي:
ستادګوتوپه پردوكې
لكه سُربنديوان نۀ شوم
(حضرت غني خان(رح))
خوبياهم غږيږي،څۀ وايي،خوڅوك پرې نۀ پوهيږي اوچې څوك دفطرت په ژبه پوه شي،نوټېګورشي،غني شي،رحمان شي،خوشال شي،غالب شي،اقبال شي او...
انسان فراري ځناوردى.هېڅكله يې هم فېصلې له خپل وجودنه  نه دي كړي بلكې دمعاشرې تراثرلاندې راغلى دى.حال دا،چې ډېرداسې څيزونه دي،چې بذات خودكې نه ښه دي اونه بد،بس انسان دى،چې ورته پېمانه شوى دى.
زموږپه معاشره كې ډېر شيان بددي،خوپه عېن بدوالي كې خوندوردي،ميوزېك همداسې يوڅيزدى.غږوونكى يې ډم دى،خوداورېدونكي وجودورته بې اختياره شي،لېونى شي،مست شي،مسرورشي،لاهوشي كه لاره اورهبرپېداكړي،نويوڅوك ترې جوړشي اوكنه نوتش دجذبوښارپاتې شي.
همدافراري ځناوردهرڅه لپاره پېمانه شوی دی. كريستوفرمارلوويلي و:
(انسان دښواوبدوپېمانه دى)
په يوه عمل كې هم كوم تاثر،كوم خيال اوكومه جذبه نشته دى.همدادخاورويوژوندى څلى دى،چې دعقل تله په لاس ناست دى اوتلل كوي.
دملاپه نصيحت به څوك غوږكيږدي؟
ترممبره چې چغارستادپڼوځي
(صنوبرحسېن كاكاجي)
 خپل وجود،خپل اختياردى.دانسان خوښه ده،چې نصيحت ته خوږ وايي اوكه چغارته؟!
شوپنهاورهم ددې عقيدې پلوى و.هغه دخپل يوه كتاب نوم(كاېنات اراده اوننداره ده)ايښى و.
حضرت ابوالمراداميرحمزه بابا(رح)فرمايي:

داتماشې خوستانظرجوړوي
نوثابته شوه،چې يوڅيزبذات خودكې نۀ ښۀ دى اونۀ بد؟انسان دى،چې هرڅۀ ته پېمانه شوى دى.
يانې هرڅۀ په انسان كې دننه دي،هېڅ څيزهم په بهركې نشته دى،هرڅۀ دانسان په ذات كې دي.
حتی دحسن په اړه فراېډووېل: (حسن په انسان كې دننه يوتصوردى)
يانې پخپله وجودنۀ لري،چې كوم وجودورته وجودورنكړي.
داهم درواخلئ:
اى زمامغروره ياره!
زه خالق ستادجمال
داچې زه په تلاش لاړم
پوست پړاومقام مې وموند
داچې زه تږى دنورشوم
سپين ساقي اوجام مې وموند
(حضرت غني خان (رح))
حتى:
داچې زه شم دموسكوشونډولېواله
لېلاجوړه كړم دحسن معمارزه يم
(حضرت غني خان (رح))
دفلسفيانوانفسي نظريه وايي:
انسان دى،نوژوند دى،انسان دى،نوميوزېك دى،انسان دى نومينه ده انسان دى نوادب دى،انسان دى نوتاريخ دى،انسان دى نوژبې دي انسان دى نوانسان دى.
موسيقي دانسان په اندرون كې لكه دفرهادتېشه په لاس لګياوي،نقشونه جوړوي،زړه صېقل كوي،دشيرينې دترلاسه كولولپاره دخپل فن مظاهره كوي.داشيرينه څوك ده؟
اپلاتون ويلي و:
انساني روح يولافاني حقيقت دى،ده ته دهرڅۀ شي علم له ازله وي،خوپه دنياكې چې له ځينوحوادثواوتجربوسره مخ شي،نوپه يادكې يې هغه زوړعلم راتازه.
فروېډوايي،چې دانسان ذهن دواورې هغې وړې ټوټې ته ورته دى،دكومې چې يوه برخه له اوبوبهروي اونهه هغه يې تراوبولاندې وي.يانې دانسان دذهن ډېره وړه برخه بېداره اوويښه ده.اونورې هغه يې ويدې دي.كله چې انسان دخپل ذهن له ويدې برخې څخه څۀ واوري،نوفكركوي،چې كوم غېبي اوآزيې اورېدلى دى.الهام ورته شوى دى اوپه تورو خاوروكې يې خزانه موندلې ده.داهماغه شيرينه ده.په دې اړه دټالمېن خبره داورېدوده:
(ميوزېك له هغولوړهنرونوڅخه دى،چې مونږته دپټو،ناڅرګندواومبهموڅيزونورازونه راښايي)
په حالنامه كې دبايزيدانصارياپيرروښان(۹۲۵-۹۸۶هجري)دشور،شوق،سوز،وجداوجذبې حالتونه دهغه دماشومتوب له زمانې څخه بيان شوي دي.په حالنامه كې دپيروښان دماشومتوب يوه كيسه داسې بيانيږي:
(يوه ورځ ديوه واده په مجلس كې يو زلمى په وجدكې راغى،سازسرودغږېده،دپيردستګرحضرت بايزيدانصارجذبې راوپارېدلې اوپه وجدكې راغى.خواجه اسماعيل ته يې ووېل: (په زړۀ كې مې جذبه پېداشوې ده،زړۀ مې غواړي،چې وناڅم،خوله پلاره مې ويرېږم،هسې نۀ چې بده وګڼي.خواجه اسماعيل دپيردستګيرحضرت بايزيدروښان (رح)په حال باندې خبروخواجه اسماعيل دهغه پلارعبدالله ته ووېل،هغه په غوسه شوويې وېل: زمونږپه قبيله كې تراوسه پورې چانۀ دي نڅلي،زه به بايزيدهېڅكله پرى نه ږدم،چې وناڅي).موسيقي غږېده اوپه پيردستګيرباندې جذبه غالبېده.بالاخره يې دپلارپه پښوكې سركېښوداوويې وېل:په ماباندې جذبه غالبه شوې ده،ځان نۀ شم نيولى.پيردستګيرحضرت بايزيدانصارپاڅېداوپه مجلس كې په نڅاشو.)
پيرروښان دموسيقۍ په وجه مجذوب شوشوراوشوق پكى پېداشو،په خپل ذات كې غرق شو،په كاېناتوكې غرق شو،ژونديې وموندمرګ ورته مسخره شو،الهام ورته وشو،خېرالبيان يې وليكه،حالنامه يې وليكله،مقصودالمومنين يې وليكه،خلك يې له تيارونه راووېستل،رهبرشو،ژونديې وموند،ژونديې وموند،ژونديې ومونداوژونديې وموند.
نامتوعارف اوصوفي(حضرت مولاناجلاالدين رومي)يوه ورځ دزركوبانوپه يوه كوڅه باندې تېرېدۀ په كوڅه كې يې ټك-ټك محسوس كړ،دموسيقۍ مينه يې پرې راغله عجيبه شوراووجدورپكې پېداشو،څرخونه يې خوړل زركوب ورغى دمولاناپه پښوكې يې سركېښوداوبې خوده شو.مولانادماسپښين له لمانځه نه دمازديګرترلمانځه پورې سماع وكړه.
دصوفيانوپه مجلسونوكې له سوزاوګدازاودالهي مينې نه ډك شعرونه له سازسرود سره غږول كيږي.صوفيان ورته داېره جوړوي،غلي كينې،خوناڅاپه دغه سكوت اوخاموشي ماتيږي،صوفيان په وجدكې راځي،د(شاباس)چغه كوي اوپه نڅاباندې پېل كوي.
دميوزېك اثرژوردى،كله كله چې ورته صوفيان په سماع كې راشي،نودومره زورور وجدپرې راشي.چې ځان دخداى په درباركې كيږدي اوساه وركړي.كله چې دمستنجدخليفه په بنډاركې يوه صوفي مغني شعراورېده،بې خوده شواوپه مجلس كې يې ساه وركړه خليفه پرې ډېروژړل اوصوفيانوترسهاره پورې دهغه دجنازې ګرچاپېره رقص وكړ.
صلاح الدين زركوب وصيت كړى و،چې مړى به يې ترهديرې پورې په رقص سماع اودست افشاني سره وړئ.صوفيانو  دسازونو په غږولواونڅاګانو په كولوسره صلاح الدين خاوروته وسپاره اودغه شپه يې د (عرس)په نوم ياده كړه.عرس په لغت كې دوادۀ اونكاح په نوم دى اوصوفيان په دې باوردي،چې كله دعارف روح دهغه له خاورين تن نه جداشي،نوابدي سكون اوابدي جهان ته ځي اودخپل معبودخواته الوت كوي.
دا دوحدة الوجودفلسفه ده.داد(همه اوست)دعقيدې انعكاس دى.وحدت الوجوديوه صوفيانه عقيده ده،چې ددوئ په فكرهرڅۀ چې په دې دنياكې ښكاري هغه دحقيقي خالق بېلابېل شكلونه دي اودحقيقي پېداكوونكي دذات يوه برخه ده.
مولانااقبال كياني ليكي:
(ځينې خلك په دې ګروهه دي،چې انسان دعبادت اورياضت په سبب هغه ځاى ته رسيږي،چې هغه ته دكاېناتوپه هرڅيزكې خداى ښكاري اوياهغه هرڅۀ دالله پاك دذات جزګڼي.دې عقيدې ته وحدت الوجودوايي.په عبادت اورياضت كې له پرمختګ څخه وروسته انسان دالله پاك په هستۍ كې مدغم كيږي اوهغه دواړه(خداى اوانسان)يوكيږي(نعوذباالله)دې عقيدې ته وحدت الشهوديا(فنافي الله)وېل كيږي.په ډېرعبادت اورياضت سره دانسان زړۀ دومره لطيف اوسپېځلى شي،چې دالله ذات په خپله پكې ورننوزي،چې دې ته حلول هم وايي)
مولانا شېخ عبدالرحمن وايي:
(انسان درياضتونواوعبادتونوپه وسيله هغې مرتبې ته رسيږي،چې هغه ته دكاېناتوپه هرڅيزكې خداى ښكاري اوهغه هرڅۀ دخداى دذات يوه برخه ګڼي.هغوئ دهرڅه په توپيركې ورك شي،هغوئ ته يوبدكارانسان اويوبزرګ،يوه ونه  اويولړم اوهرڅۀ هرڅه بې توپيره وي،ځكه چې په هغې هرڅۀ كې خداى موجودوي(نعوذباالله))
شېخ وايي:
(دالله په اړه دصوفيانوبېلابېلې عقيدې دي.يوه عقيده دحلول ده،يانې الله په خپل كوم مخلوق كې وركوزيږي،چې دادمنصورحلاج صوفي عقيده وه)
منصوريولېونى ودمعشوق اداب يې هېركړل
منصوريولېونى و،دمستۍ شراب يې ډېركړل
وايي مستي دازمانۀ ده دجانان دسترګونوردى
زمادخولې خبرې هم تورات اوهم ضبوردى
دارنګ زمادسترګونه دى رنګ دى دجانان
داشرنګ زماسينه كې دخپوشرنګ دى دجانان
منصورخوپخواډوب شوداتش نوردى دجانان

دانۀ ندى منصورنۀ دى داسروردى دجانان
شېخ عبدالرحمن بل ځای وايي:
(دوحدت الوجوديوه بله عقيده داده،چې خالق اومخلوق سره جدانۀ دي،(نعوذبالله)داعقيده له درېيمې مسيحي پېړۍ نه واخله تراوسه پورې  شته دى.)
دهندوانوپه مذهبي كتاب اپنشېد كې راځي:
(وحدت په كثرت كې نشردى اوكثرت په وحدت كې ډوب دى)
يانې په ځمکه دپرتې رڼااصلي منبع يوه ده داټولې رڼاګانې له يوې رڼانه رابېلې شوي دي اوکه څوک دداصلي رڼاپه لټه وي،نومنتشره رڼادې تعقيب کړي .
په خېرالبيان کې پيرروښان فرمايي:
(اى بايزيده!كه يوريښتينى طلبګاردرته راشي اوپه صدق درنه ددې حال طلب وكړي،نوورته ووايه،چې ديوې ډېوې نه څوډېوې بلې شي)
په يوه حديث پاك كې راځي:
(الحمدالله الذي احيانابعدمااماتناواليه النشور)
ژباړه:ثناده هغه خداى لره،چاچې ژوندي كړوموږ پس له مرګه اوچاته چې موږبېرته ورتلونكي يو.
داپنشېدپه يوه بل ځاى كې راځي:
(ټول واړۀ سيندونه له لويودريابونونه پېدادي اوواپس په لويودريابونوكې ورمدغم كيږي.پرهمدې اساس مونږ له هغه نه پېدااوهغه ته ورتلونكي يو)
دوحدت الوجودپېروان وايي،چې خداى ته درسېدوبهترينه لاره داده،چې انسان دانسان له لارې ورورسيږي.
خان عليين مكان حضرت خوشال خان خټك(رح)فرمايي:

دښكلودجمال په ننداره كې مې خداى وموند
لږنۀ دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي
ټپه ده:
خلك دپيرلاسونه نيسي
مادوړوكې نجلۍ پښې نيولي دينه
خوشال بابافرمايي:
په هرڅيزكې ننداره دهغه مخ كړم
چې له ډېرې پېدايۍ نه ناپديد شو
منصورحلاج په ځان كې موندلى و،نوغني خان(رح) هم ددې لټون ملګرى شو:
خداى مكه نشته دمنصورله خولې مې واورېدل
راشه لېونيه شه دځان په تماشه
حمزه بابا(رح)فرمايي:
دهستۍ داخوبولې نغمې څۀ دي
خوبس داچې ته مطرب يې زه دې ساز يم.
كاروان صېب وايي:
خلك پكى خداى ګوري اوته نادان خبرهم نه
پوې به شې اولوى به شې چې سترګې ديارڅۀ مانا
رحمت شاه ساېل صېب فرمايي:
ماته كه چاووې چې خداى چرته دى؟
زه به ګوته نيسم داستاسترګوته
كاروان صېب بياوايي:
خداى ديارپه سترګوكې مسكى شي راته وخاندي
غني خان له مرګ نه منكرشواووړوكى سيند وپه لوى درياب كې ورك شو:
ژونديې خلاص تلاش يې خلاص شولېوني هم
ستړى سرګورله په خپلوپاپويووړ
لكه ګل يې ساعت رنګ جهان ته وښود
لكه سينددرياب له خپلوچپويووړ
احمدنديم قاسمي وايي:
كون كهتاهې كه موت ايې تومرجاوګا
مين تودريا هوسمندرمې اوترجاو ګا.
پيرروښان فرمايي:
(ګوروادميان زماپه هستي كې دي،زماهستي ده په ادميان لكه كبونه په اوبوكې اواوبه په كبانوكې) 
پيرروښان په خېرالبيان كې فرمايي:
(ګوره!هرعلم زماله علمه دى،هرنوم زماله نومه دى،هرزورزماله زوره دى،هراواززماله اوازه دى،هررنګ زماله رنګه دى،هره لويي زماله لويۍ ده،هرښاېست زماله ښاېسته دى،هره تاريكي زماله تاريكۍ نه ده،هره روښنايي زماله روښنايي ده،هرقهرزماله قهره دى،هررحم زماله رحمته دى،زه له هرڅۀ سره يويم په تادې وي اعلام.)
په قران پاک کې راځي:
ان الله علی کل شی محيط
ژباړه: بېشکه چې خدای په ټولوڅيزونوباندې احاطه کړې ده.
تر مسيحي ميلادنه درې پېړۍ دمخه په هندوستان كې د(بهاګاواتا)فلسفه رامنځ  ته شوه،خپل نظريات يې وړاندې كړل:
-خداى بې حده نوردى.
-له كاېناتونه ماورادى.
-يودى.
-دفناوركولوتل ترتله مرجع ده.
دافلسفه وايي:
(روح دخداى پاك جزدى،مګرعېن هغه نۀ دى،دافرادواومادي عالم روحونه نېست اوفناكېدونكي نۀ دي اوتل ترتله ژوندي دي)
بېرته راځوموسيقې ته هرطرف ته سازونه غږيږي.كه څوك له فطرت نه سازونه راواخلي ويې تراشي دخپل ذات رنګ پكې شامل كړي،نوهغې ته مونږموسيقي وايو.داموسيقي دبنده دباطن يانې استعداد،جذباتو،مينې،تفكراو...دروزلوښه وسيله ده.په يورپ كې ځينورواني ناروغانوته موسيقي غږول كيږي.فطرت فنكاردى.اپلاتون په(سمپوزيم)نومې مكالمه كې وېلي و: (داكوم حسن چې مونږمحسوسواوبيايې تخليقوو وداديوه پټ حسن تقيلددى)يانې انساني فن دفطرت دحسن اوهنرتكميل كوي.
علامه اقبال وايي: (انساني فن دفطرت دفن نه ښكلى دى)يانې انسان دى،چې دفطرت تكميل كوي،هغه په خپل ذات كې رنګوي اوبيايې وړاندې كوي.
دعلامه اقبال داشعرهم دخبرې دپوخوالي دپاره وړاندې كوم:
ګرچې بې ذوق نهي هې فطرت

جواوس سې نه هوسكاوه توكر
كه څه هم فطرت بې ذوقه نه دى،خوڅه چې هغه نه شي كولى اوياپه بله ماناپه هغې كې نشته دى،هغه ته وكړه.
 ساېل صېب وايي:
مادفطرت له هروازه اورېدلى جانان
دفطرت هراوازدموسيقۍ له ټبره دى اوداسې هم وېلى شو،چې هره موسيقي دفطرت له ټبره ده.
چې خبره داسې ده،نوفرارناشونى دى.انسان په څلورخواووكې راګيردى اوداسې ګيلې هم بې ډېرې بې ځايه ښكاري:
مېرې جنون كوتېرې خدايي سې هې ګيله
مېرې ليې چهارسو اپنې ليې لامكان
يانې زمادلېونتوب ستاله خدايۍ نه ګيله ده(نعوذباالله)زمالپاره څلورخواوې دي اوستالپاره لامكان.
نوچې داسې ده:
ياهو!
ياهو!
ياهو!
ياهو!

ياهو!
ياهو!

ياهو!

ياهو!
ياهو!

ياهو!
ياهو!
ديدارعنايت الله
deedarbaghi@gmail.com
0786787727
0706202838