د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محمود خان اڅکزي پېژندنه

ټول افغان 19.09.2010 12:46

محمود خان اڅکزی د خان شهيد (عبدالصمد خان) زوی دی او په ۱۹۴۸ ز کال کې د جنوبي پښتونخوا د ګلستان په سيمه کې د پاکستان د اوسني اداري جوړښت په بلوچستان ايالت کې پرته ده زېږېدلی دی. محمود خان په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو لاس ته راوړلو او د جمهوريت د راوستلو په مبارزه کې د خپل شهيد پلار عبدالصمد خان ځای ناستی دی او دېرش کاله وشول چې په پاکستان کې په درې ايالتونو کې د ويشل شوي پښتون په يو ايالت کې د راغونډېدو، د پښتنو په وسايلو او معادنو د پښتنو واک، په افغانستان کې د يو پياوړي ملي حکومت غوښتونکی، او په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو سخت مخالف دی. د محمود خان ملګري وايي چې د دوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (چې محمود خان یې مشر دی) دا نه بدليدونکی دريځ دی او په تېرو دېرشو کلونو کې یې دا دريځ د سياسي او يا بل ډول ګټو لپاره نه دی بدل کړی او نه یې بدلوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرامنامه کې راغلي دي چې: ((پاکستان کښې دَ مېشتو ملتونو دَ برابرۍ او اولسي واکمنۍ په بنسټ دَ وفاقي اولسواکۀ دستوري اډاڼې دَ رغونې، دَ ملتونو او اولس دَ سیاسي، اقتصادي او ژوند ژواک حقونو او واکونو دَ ګټولو، دَ افغانستان دَ ملي خپلواکۍ او ملي یووالي ساتندویه لویې جرګې دَ ملي سرکار جوړولو له لارې دَ امن راوستل، دَ سیمې او نړۍ دَ ملتونو او اولسونو دَ ملي خپلواکۍ، اولسواکۍ، ټولنیز انصاف، سولې او پرمختیا لپاره ګوند له ویاړونو ډکه تګلاره او سریښتې خپلې کړې او دَ ښکېلاک دَ برلاسۍ، زور او زبېښاک، زورواکۍ ، فرقه ګرۍ او ترهګرۍ له ربړۀ ډک اکر څخه دَ خپل اولس دَ ژغورنې لپاره ګامونه اوچت کړي دي)).

په لندن کې د پښتونخوا ملي ګوند مرستيال مشر فايق يوسفزي وايي چې د دې دريځ د بدلېدو لپاره دوی ته هر ډول وړانديزونه شوي دي او استخباراتي تهديدونه خو یې سباناری ګرځېدلی خو دا دريخ نه بدليدونکی او د نوموړي په وينا ((اصولي)) دی.

د افغانستان د دفاع او په دې هېواد کې د پاکستان د مداخلو د غندلو په موخه د پاکستان په قومي اسمبلي کې د محمود خان اڅکزي يوه وينا هم ډېره مشهوره ده چې په کې له پاکستان څخه په کلکه غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې لاسوهنې بندې کړي ګنې خپل کور به یې هم وسوځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خپل دستور (ايين) کې ليکلي دي چې ((خپلو کارکونکو ته دَ هیوادپالنې، انساني او اسلامي برابرۍ او انټرنیشنلزم دَ نه وېشل کېدونکې جذبې روزنه ورکوي)).

د پښتونخو ملي عوامي ګوند په ترانه کې راغلي دي چې قرآن کريم یې دستور (ايين) دی.

يادونه: دا ليکنه د هغې ټولپوښتنې برخه ده چې په ترڅ کې یې محمود خان د لوستونکو په ۲۸٪ رايو د افغان وطن د مشرۍ لپاره غوره وبلل شو.